د قوماندان پنچرمين اصلي نوم غلام جان و، پخوا يې په کابل کي د پنچرۍ نيولو دوکان درلود، کله چي په کابل کي تنظيمي غويو ښکرونه يو د بل په خيټو ننه ايستل نو ده هم دوکان پرېښود، څو جنګي غوايي يې سره راټول او د نورو په شان يې لار ونيوله. غلام جان اوس پنچرمېن نه، بلکي چېرمېن دی، بيخي يې سر ته لاس نه رسېږي،اوس نو هيڅوک هم هغه ته مخامخ د پنچير مينۍ خبره نه سي ور يادولای، خو پشلا
( په غياب ) کي يې اوس هم خلک قوماندان پنچرمين بولي . کله چي په بن کي د جنګي تنظيمونو لپاره غوا لنګه سوه نو غلام جان هم د يو چا پر لاس ددې غوا تيو رودلو ته برابر سو، ددې غوا شيدې دومره برکتي وې چي په لږ وخت کي قوماندان پنچرمين لومړی د پوليسو د يوې حوزې قوماندان او وروسته د يوه مهم ولايت د امنيې قومندان وټاکل سو. په حقيقت قوماندان پنچرمېن اوس هم پنچرمېن دی، توپير يې يوازي دومره دی چي پخوابه يې په خيرنو او غوړو کاليو کي د موټرو پنچرۍ نيولې خو اوس د جنرالۍ په دريشۍ کي د پخوانۍ پنچر سوي ډيموکراسۍ پنچري نيسي، بل توپير يې دا دی چي دا نوې پنچر مېني خورا ډېره مزدوري لري، ځکه چي د يوه ملت د سرنوشت خبره وه، همدا دليل دی چي قوماندان پنچرمېن په لږ وخت کي څو کورونه رانيول او داسي مزی او چاغ سو لکه د لاندي مږ، هغه د چا خبره داسي څټ يې وکړ چي تر شا نه سي کتلای. .
قوماندان پنچر مېن چي پر ټټر يې د اتلولۍ څو مډالونه ځړېدل، راولاړ سو، پر لاري ځولۍ ځولۍ کېده، بس ايله يې ځان تر سټيج پوري راورساوه، پر سټيج يې تکيه ولګوله، غاړه يې تازه کړه او ويې ويل : خدای مو راوله، خدای مو راوله
تاسي مو نن ددې لپاره راغوښتي ياست چي ستاسي سره خپلي دوې لويي برياوي يا لاس ته راوړني شريکي کړو. تاسي ته خو معلومه ده چي زموږ زړه ورو او مېړنيو ملي پوليسو هيڅ وخت د خپلو هيوادوالو د ساتني په لاره کي خپل وس نه دی سپمولی، تل يې جنايتکاران او د وطن دښمنان نيولي او د قانون منګولو ته سپارلي دي. يوه خبره خو دا ده چي نن موږ يو ټن شراب نيولي دي، تاسي ګورئ يو ټن شراب په خوله يادېږي داسي لږ شی يې مه ګڼئ.
دا قيمتي شراب له يوه بهرني هيواد څخه راوارد سوي او په يوه کانټينر کي ځای پر ځای سوي ول. عجيبه دا ده چي دغه شراب د ګمرک مامورينو هم کتلي او هم يې محصول کړي دي، خو دې ته يې نه دي پام سوي چي دا شراب دي، مګر زموږ ويښو پوليسو دغه شراب کشف او ونيول چي دا دی ستاسي په مخ کي پراته دي. بله لاس ته راوړنه مو دا ده چي يو ډېر خطرناکه ځانمرګی مو نيولی دی. دا ځانمرګی چي په ځان پوري يې چاودېدونکي توکي تړلي ول، غوښتل چي د والي صاحب دفتر ته ننوزي او ځان والوزوي، خو له نيکه مرغه زموږ پوليسو په ډېر مهارت دی ونيو. ځانمرګی اوس ډېر وارخطا دی او خبري نه سي کولای، موږ به لومړی له ده څخه پلټني وکړو، بيا به تاسي ته معلومات درکړو، خو اوس تاسي کولای سئ چي شراب له نژدې وګورئ.
خبريالان کېمرې په لاس د شرابو پر کارتنونو راټول سول، هر کارتن چي به يې کوت نو هغه به خالي و، په دې وخت کي يوه خبريال وويل چي قوماندان صاحب شراب چېري دي؟ دا کارتنونه خو ټول خالي دي. د قوماندان پنچرمېن تندی تريو سو، خپل مرستيال ته په غوږ کي وبونګېده او بيا يې وويل : زه څه خبر يم چي شراب څه سول، ما خو به نه وي څښلي؟ دا زما سره ولاړ ټول پوليس شاهدان دي چي موږ يو ټن شراب ونيول خو دا چي اوس ولي نسته زه هم نه پوهېږم، کېدای سي چي په لاره کي لوېدلي وي. کله چي خبريالانو ځان نورو پوښتنو ته جوړاوه نو قوماندان پنچرمېن وويل : زه بخښنه غواړم پر ما ډېر ناوخته دی، يو ډېر ضروري کار لرم، کېدای سي چي په دې اړه نور معلومات په ټيليفون کي درسره شريک کړم، د اوس لپاره د خدای پامان.
قوماندان پنچرمېن له ولاړېدو سره سم خپل لاسي بکس تر لاستي ونيو او پورته يې کړ، خو د بکس ځنځير خلاص پاته سوی و، له پورته کېدو سره سم دوې پلې سو او د شرابو يو ښه غټ بوتل ځني راولوېد. په دې وخت کي له قوماندان پنچرمېن څخه د خولې چم هېر سو، خوله يې ويړه ونيول او خبريالانوته يې وويل : تاسي ته خو معلومه ده چي دښمنان تل موږ ته په کمين کي ناست دي، دا دی يو بوتل يې زما په بکس کي ايښی دی او غواړي چي ما تور کړي، خو دا ارمان به يې هيڅکله پوره نه سي. په هر صورت وايي بنده حيران خدای پر مهربان، زه حيران وم چي د شرابو يو بوتل به له کومه کړم چي تاسي ته يې د بېلګي په ډول درښکاره کړم، بس دا دی يو بوتل پيدا سو، تاسي کولای سئ چي دا بوتل له نژدې وګورئ، نور نو داسي يې وبولئ چي ټول شراب همداسي ول. قوماندان پنچرمېن يوه شيبه شا و خوا کتله، کله چي کوم خبريال د بوتل کتلو لپاره ور ولاړ نه سو نو ده لکه مار ته چي شپېلۍ وهې غاړه اوږده کړه او ويې ويل : زه کولای سم چي همدا اوس دا بوتل ستاسي په مخ کي مات کړم خو دا يو مردار شی دی، هم دا ځای چټلوي او هم بد بوی کوي، بيا به يې په يو مناسب وخت او مناسب ځای کي مات کړم، که مي په ياد سول د ماتولو پر مهال تاسي هم راغواړم. له دې سره سم يې د شرابو بوتل بيرته په لاسي بکس کي کښېښود او په چټکو ګامونو د خپل موټر خواته روان سو. يو څو ګامه چي يې واخستل بيرته يې خبريالانو ته مخ راواړاوه او ويې ويل :کله چي د ځانمرګي په اړه زموږ پلټني بشپړي سوې خامخا تاسي ته معلومات درکوم، بس يو ساعت وروسته دستي زنګ درته وهم.
تر دې وروسته زه خپل دفتر ته ولاړم او راپور مي چمتو کړ، غوښتل مي خپل مرکز ته يې ولېږم چي په دې وخت کي قوماندان پنچرمېن زنګ راوواهه، ما وويل بلې!
– د امنيې قوماندان خبري کوم
– قوماندان صاحب جوړ په خير
– زه او ته خو سره انډيوالان يو، يوه ځواني به نه وکړې؟
– ولي نه، پر دواړو سترګو، مهرباني وکړئ!
– هغه د خبري کنفرانس راپور مه خپروئ، ځکه شراب خو تاسي وليدل، پاته سو ځانمرګی، موږ چي پلټنه وکړه نو هغه ځانمرګی نه، بلکي لېونی و
– لېونی و؟
– هو لېونی و، يوازي لېونی نه، بلکي ګونګی هم و، خبره داسي وه چي دا لېونی د ولايت دفتر ته ورغلی او په دروازه کي پوليسو راګرځولی و
– ښه کيسه کوه
– پوليسو چي پوښتني ځني کولې لېوني ځواب نه ورکاوه، بس پوليسو داسي فکر کړی و چي دا به ځانمرګی وي، خو خير نور دا دغم خبري پرېږده بله خبره واوره!
– کومه خبره؟
– ما خو تاسي ته وويل چي زه هغه دشرابو بوتل په يو مناسب ځای او مناسب وخت کي ماتوم، دا دی اوس مي هغه بوتل مات کړی دی، که راځې راسه، خو ګوره بل څوک مه خبروه.