کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د قومونو تر منځ بې اتفاقي د پرمختګ زيری نه راکوي

د قومونو تر منځ بې اتفاقي د پرمختګ زيری نه راکوي

هر څوک چې په هر ځای کې د خپلو خلکو او ولس لپاره د پرمختګ ،سوکالۍ او د دوی د نور ژوند د اسانتياوو  په برابرولو کې نه ستړي کيدونکي هلې ځلې وکړي او يا يې هم کړي وي، نو هغه شخص د خپل ولس په منځ کې د تل لپاره نه يوازې په نېک نوم سره ياديږي ، بلکې د هغه پر شخصيت او د هغه د ښو کارونو له امله چې د خپلې ټولنې لپاره يې تر سره کړي وي ، وياړ غونډې جوړيږي او همدارنګه د هغه په کارنامو باندې کتابونه ليکل کيږي ، چې وروسته تر پېړيو ، پېړيو پورې ژوندی او خلک د لوی خدای ج په دربار کې ورته د بخښنې دعاګانې کوي .
نو ددې لپاره چې د پورتنيو خبرو سره مو تار نه وي شليدلی بايد ووايو ، چې د شخصيتونو په ناوزولو او د هغوی په پاللو کې د خوست ولايت اوسيدونکي هم د چا نه کم نه دي ، دوی هر وخت هغه خلک چې د تاريخ په اږدو کې يې د دوی لپاره ګټور کارونه تر سره کړي دي ، تر اوسه پورې نازوي او د هغوی کارنامې يې د خپلو زړونو د کتابونو پر پاڼو ليکلي دي ، چې همداسې به د زمانې د بدلون سره سم راتلونکو زمانو ته ليږدول کيږي او شخصيتونه به تل په کې ژوندي وي ، چې ددې شخصيتونو په منځ کې يو هم فيض محمد خان دی.
فيض محمد خان شاوخوا پنځوس کاله وړاندې په خوست ولايت کې چې هغه وخت يوه لويه ولسوالي وه ، يو داسې واکمن تېر شوی دی ، چې د خوست مېشتو لپاره يې په دې ولايت کې داسې بنسټيز او ګټور کارونه کړي دي ، چې تر نن ورځې پورې خوست مېشتي د خپل ژوند په هره برخه کې ترې ګټه پورته کوي او ورسره په څنګ کې دا دعا هم ورته چې خدای ج دې په هغه دنيا کې جنتونه ورته ورکړي .
نو له پورتنيو خبرو چې راستانه شو او اوسنۍ څو کلنې دورې ته وګورو ، چې په دې دوره د نړيوالو  په پرېمانه مرستو کې ، چې له موږ سره يې کړي او يا يې کوي ، د نورو ولايتونو په څېر په خوست ولايت کې هم يو شمېر بيا رغنيز کارونه ورباندې شوي دي ، چې دغو پرېمانه مرستو ته په کتو سره هېڅ مالوميږي ، خو موږ بيا هم شکر ورباندې باسو او ايستلی مو هم دی.
له بلې خوا چې کومو شويو کارونو ته ګورو ، نو دوام يې ډېر کم وي ، خلک نه شي کولی په سمه توګه ګټه ترې پورته کړي ، چې د نورو علتونو تر څنګ يې يو دا علت هم کېدای شي ، چې بنسټ يې پوخ نه وي او داسې څه نه په کې تر سترګوکيږي ، چې خوست ولايت په رښتيني مانا ورسره پرمختګ وکړي ،چې دا پرمختګ د خلکو په منځ کې په يوالي پورې تړلی دی ، نو په کوم هېواد کې چې قومونه او ولسونه په خپل منځ کې سره يو موټی نه وي ، ګمان نه کوم چې هغه هېواد او يا سيمه دې د پرمختګ زېری واوري او يا دې هم د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره د يوه په زړه پورې چاپېريال برابر کړي،نو پورته خبرو ته پام سره بايد ووايم ، چې په دې برخه کې د خوست والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي ډېر ښه او پياوړی پلان تر لاس لاندې نيولی دی ، چې سر له اوسه يې د خوست مېشتو په زړونو کې نوي هيلي راټوکولي دي .  
ښاغلي نعيمي د څو مياشتو په ترڅ کې د ډېرو هلو ځلو په مټ وکولای شول ، چې د قومونو تر منځ هغه شخړې ، چې له ډېرو کلنو راهيسې ورته په ميراث پاتې وې هوارې کړي او د دوی تر منځ بېرته هغه يوالی ، چې سخت زيان ورته اوښتی و ، له سره ټينک کړي ، نو ښاغلي والي عبدالجبار نعيمي په دې کار سره وکولای شول ، چې له يوې خوا د خلکو او قومونو تر منځ د ورورۍ فضا رامنځته کړي او له بلې خوا د بيارغنيزو پروژو د تطبيق لپاره بنسټيز چاپېريال برابر کړي.