کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د طالبانو او پاکستان ياري

د طالبانو او پاکستان ياري

 
د طالبانو او پاکستان ياري ، دوستي او اړيکې په افغانستان کې د يو ځواک په توګه د طالبانو د راڅرګنديدو راهيسې او تر هغې هم مخينه لري- پدې صورت کې که چيرته د طالبانو د خوځښت پيل د پاکستان په ګډون د يو شمير نورو خواوو لخوا د پلان شوي پروګرام نتيجه وي- خو پر افغانستان د امريکا او متحدينو تر بريد وروسته په تيرو لسو کلونو کې د طالبانو د اسلامي امارت او پاکستان تر منځ اړيکې نړۍ ته خورا ښې څرګندې شوې .
طالبانو د خپل حکومت په موده کې يو ، نيم ځل د پاکستان پر ضد خبرې کولې ، په پولو او سرحدونو به يې پاکستاني قواوو ته کله کله سترګې برګولې او رسنيو سره د خبرو پر مهال به يې هم دا ښودله چې ګوندې د پاکستان په ګډون د يو هيواد او يو قوت خبرې ته هم غاړه نه ږدي خو کله چې د طالبانو حکومت ړنګ شو نو نه يواځې دا چې د اسلامي امارت مشران د پاکستان په څادر کې پټ شول بلکه د پاکستان په هر ډول کړنو يې هم ځانونه خپ ونيول ، يو غوږ يې ليمڅې او بل يې بړستن کړل او داسې چوپ ناست کښيناستل لکه چې د پاکستان په هيڅ کړنو خبر نه وي.
د دوه ورځو مخکې خبره ده په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت د ګوانتانامو په زندان کې د يو افغان بندي – چا چې د روسانو سره د جهاد پر مهال په ننګرهار کې د مجاهدينو قومانداني کوله او هم يې د طالبانو په دوره کې د طالبانو د نظام سره بيلا بيلې دندې ترسره کړي – په نوموړي زندان کې تر شهادت وروسته د يوې سختې او شديد اللحن خبر پاڼې په خپرولو سره امريکايانو ته ګواښ کړې چې د ګوانتانامو په زندان کې دې د اسلامي امارت د اسيرانو له ځورونې او د هغوى په بشري حقوقو د تيري څخه لاس واخلي او کنه د اسلامي امارت له لورې به په دغه صورت کې د راتلونکي هر ډول عکس العمل مسئوليت يواځې د امريکايانو د فوځي او عدلي مسئولينو په غاړه وي.
همدا راز نوموړې خبر پاڼې د بشري ټولنو او بنديانو د حقوقو د مدافعو ټولنو څخه هم پدې لړ کې د خپل مسئوليت د اداء کولو غوښتنه کړى ده .
دا سمه ده چې امريکا او د نړۍ د واکدارۍ ټول دعوه داران بايد د کيوبا او ګوانتانامو او هم په افغانستان کې په هر ډول دولتي ، امريکايي او شخصي زندانونو کې د بندي  شويو نه يواځې طالبانو بلکه هر  چا حقوقو ته پاملرنه وکړي او پدې لړ کې نړيوال ، ملي ، مذهبي او عنعنوي قوانين او اصول په نظر کې ونيسي خو پدې ځانګړي وخت او ځانګړې موضوع کې د طالبانو پر غبرګون او د هغوى په مناسبه غوښتنه اعتراض ندې بلکه نيوکه دا ده چې ولې طالبان د ګاونډي هيواد پاکستاني  حکومت ، فوځ او استخباراتي شبکو  ته ونه ګواښيدل سره لدې چې طالبانو ته تر ټول زياته بشري صدمه د پاکستان لخوا رسيدلې ده .
پر افغانستان د امريکا د بريد سره سم په پاکستان کې پر بهرنيو جنګياليو سربيره د يو عادي طالب څخه نيولې بيا د طالبانو د حکومت تر لوړ پوړو چارواکو او ديپلوماتانو پورې ونيول شول ، وزورول شول ، زندانونه ورڅخه ډک شول ، ووژل شول او حتى د څو پيسو په بدل کې  وپلورل شول.
له هيچا پټه نده چې پاکستان په خپل هيواد کې د طالبانو ديپلومات او سفير ملا عبد السلام “ضعيف” په خورا سپکاوي سره ونيو او بيا يې امريکايانو ته وسپارلو ، همدا راز وخت په وخت د طالبانو نظامي او ملکي مسئولين نيول شوي او تر ټولو وروستۍ پيښه د طالبانو د اسلامي امارت واقعي مشر او د امير المؤمنين ملا محمد عمر “مجاهد” مرستيال ملا عبد الغني “برادر” د کراچۍ په ښار کې د پاکستاني استخباراتو لخوا ونيول شو او بيا داسې خبرونه هم خپاره شول چې ملا برادر د پاکستان په بند کې د خپل ژوند خورا خرابې او ناوړه شپې ورځې تيروي.
وخت په وخت د طالبانو پر ضد د پاکستان په بيلا بيلو سيمو کې د فوځي او نورو اړوندو خواوو څخه عمليات کيږي ، د هغوى د مخې د نيولو کوښښونه روان دي ، اکمالاتي لارې يې تړل کيږي ، د افغاني طالبانو د ځپلو هر ممکن کوښښ تر سره کيږي چې پدې اړو دوړ کې د پاکستان په خاوره د مهاجرت شپې ورځې تيروونکو زيات شمير بې ګناه افغانانو ته هم د کتنې وړ زيانونه رسيدلي دي .
پوښتنه دا ده چې ولې د افغانستان طالبان پاکستان په دا ډول اعلاميو نه ګواښي او نه د طالبانو پر سر د تجارت له کبله کوم غبرګون څرګندوي.
دا نا شونې ده چې د پاکستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو تر څنګ دې افغاني جنګيالي هم د پاکستان پر ضد جنګيدلي وي خو د افغانستان په هر هغه ځاى کې پاکستاني طالبان شته چيرته چې د افغانستان طالبان حضور لري ، نه يواځې د پاکستان پر پوله پرتو ولايتونو بلکه په شمالي ولايتونو او هم په مرکزي ولايتونو کې پاکستاني طالبان د افغانستان د حکومت او بهرنيو قواوو پر ضد جنګيږي او ډير ځله خو داسې شواهد هم تر لاسه  شوي چې د افغانستان په ځمکه ځانمرګي بريدونه د پاکستاني اتباعو لخوا تر سره شوي وي خو دا څرګنده نده چې ايا دغه کسان ريښتيا هم په ايماني جذبه د طالب وسله والو سره يو ځاى شوي او که د پاکستان لخوا د ځانګړيو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره په دندو ګمارل شوي دي .
تر دې دمه د اسلامي امارت مشرانو دې او د دې په څير نورو پوښتنو ته هيڅ ځواب ندې ويلې او په پوره تجاهل عارفانه سره په افغانستان کې د بهرنيو او په ځانګړې توګه د پاکستاني وسله والو د شتون څخه منکر شوي دي .
د طالبانو دا او داسې نورې کړنې د عامو افغانانو په زړونو کې شکونه زيږوي او زيږيدلي شکونو ته وده ورکوي تر دې چې د ډيرو خلکو باور ته صدمه رسيدلې او هيواد ته د نه ژمنتيا له امله يې د طالبانو د پلوۍ څخه لاس اخيستې دى او که د طالب مشرانو همدې رويې دوام وکړ نو کيدلاى شي چې په زړونو کې هغوى ته خوشبين يو شمير نور مخلص هيوادوال هم د مايوسئ ښکار شي خو دا په هغه صورت کې چې طالبان د افغانستان ريښتيني بچې وبلل شي او که چيرته هغوى د پاکستان پروګرامونه پلي کوي او د هغوى په نفعه کار کوي نو بيا خو پر هغوى د نيک باور کوونکي هم غوليدلي دي خو دا هلته روښانه کيدلاى شي چې د افغانستان په اړه د ټولو همډوله پروګرامونو درلودنکو هيوادونو او خواوو په هکله د طالبانو دريځ هم يو شان شي .
طالبانو خو نه په پاکستان کې د خپلو مشرانو د نيولو په هکله ، نه په ايران کې د بې ګناه افغانانو د اعدامونو په يوه اوږده لړۍ خوله وازه کړه او نه يې په افغانستان کې د پاکستاني جنګياليو د مخنيوي لپاره کوم اقدام وکړ چې نتيجه به يې د افغانستان په هکله خورا خرابه پايله او د افغانانانو لپاره ډيرې ناوړه نتيجې ولري .
که چيرته طالبان د پاکستان لاسپوڅي وي نو د دې پر ځاى چې وخت ناوخته پر نورو د بيداريدا چيغې وهي بايد په خپله رابيدار او په مستقله توګه د افغانستان د خپلواکۍ ، ځمکنۍ بشپړتيا او په افغانستان کې د يو ريښتيني اسلامي او افغاني نظام د رامنځته کولو لپاره خپل شته ځواک او استعداد په لار واچوي نه دا چې د افغانستان د مظلوم ملت په وينو تويولو سره د پاکستان سره خپله ياري وپالي.
پاى