د امريکا متحده ايالاتو د باندنيو چارو مرستيال وزير جان نګرو پونټې په پاکستان کښې د امريکې پوځونو د نيغ په نيغه فوځي عملياتو خبره زيانمنه ګرځولى او وئيلي دي چې واشنګټن به د پاکستان په قبائيلي سيمو کښې د تروريزم پر خلاف جګړه کښې له اسلام آباد څخه مشوره وغواړي ، دا ټکى د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال نيګرو پونټې د سنا د مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټى غړو ته څرګند کړى دى ، دۀ د امريکى د سياستمدارانو او خبرى رسنيو دا وړانديز په کلکه رد کړى چى ګنى د امريکا وسله وال پوځ به د پاکستان له اجازت پرته په قبائيلي سيمو کښې د تروريزم پر خلاف فوځي عمليات وکړي ، دۀ زياته کړه چې دغه راز څرګندونې ناوړه او زيانمنى دى.جان نيګرو پونټى دهشت ګردى او تروريزم پر خلاف جګړه کښې د پاکستان له نوى حکومت سره د امريکي هيلې تړلى وګڼلې او پدې اړوند يې د سنا مجلس د بهرنيو اړيکو کميټى ته معلومات ورکړل ، دۀ وويل پاکستان يو خپلواک اواز آزاد هېواد دى او دواړه ملکونه د تروريزم پر ضد ګډه مبارزه کوي، د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير په پاى کښې په ډاګه وويل چې امريکا به د پاکستان په قبايلي او نورو سيمو کښې د اقتصادى او ټولنيزى ترقى او ودانۍ لپاره له دغه هېواد سره مرسته همکارى کول.