۲۰۰۸مارچ۱
د كركيټ هغه څلور ورځنى ټورنمټ چي په لښكرګاه كي پيل سوى وو او د لښكرګاه ښار اتو كركيټ لوبډلو پكي برخه درلوده تېره ورځ پاى ته ورسيد .
د ورزش امر غلام غوث داوري وايې چي د ياد سوي ټورنمټ پاينلي سيالي د ځلاند او آريانا لوبډلو تر منځ تر سره سوه چي ځلاند په دې وتوانيد له آريانا څخه لوموړى مقام خپل كړى ، دغو سياليو زموږ همكار عبدالودود هجران هم ورغلى وو او په اړه يې دغه رپوټ رالېږلى دى .
د هلمند په مركز لښكرګاه كي د كركيټ هغه ټورنمټ چي په كرزي سټوډيم چي جوړ سوى وو او د نوموړي ښار اتو لوبډلو پكي برخه درلوده تيره ورځ يې پاينلي سيالي په داسي حال كي تر سره سوه چي نژدې سل تنه مينه وال او د نوموړي ولايت د ځينو دولتي ادارو ريسان هم راغلي وه .
د هلمند د وروش امر غلام غوث داوري وايې چي دغه ټورنمټ څلور ورځي دوام درولود او تيره ورځ يې پاينلي سيالي د ځلاند او آريانا لوډلو تر منځ تر سره سوه .
ځلاند په شپاړوسو آورونو او يوه رنز آريانا لوبډله له ماتي سره مخامخ كړه او لوموړى مقام يې خپل كړ .
دغه ټورنمټ په هلمند كي د سي ، ان ، اي، ټي يا د مخدره توكو پر وړاندي د مشورتي ټيم لخوا جوړ سوى وو ، چي په وروستي پړاو كي ځينو تكړه ورزشكارانو او د كركيټ مينه والو ته د ورزشي امريت لخوا ځيني ډالۍ هم وركړل سوې .
ښاغلي دا وري وايې چي په راتلونكو څو ورځو كي به د ورزش په برخه كي اوه نور ورزشي ټورنمنټونه هم پيل سي .
د يادوني وړ ده چي سږكال د پخوا په پرتله د هلمند ورزشكاران د سپورټ په ډګر كي ډېر بريالي ښكاري او امكانات يې هم څه نا څه زيات سوي دي خو د هلمند په پرتو ولسواليو كي ورزش كاران د امنيتي ستونزه له امله له پښو غورځيدلي دي .