دبني آدمانو په منځ كي ډير خپل سري او ناپوهه خلك داسي هم پيداكيږي چي دقانون په اهميت كوم چي دانسانانو اجتماعي اوانفرادي حركات ،سكنات اوروابط اواړيكي كنټرولوي نه پوهيږي ياخوقانون بيخي پيژني نه اوياهم كه قانون وپيژني غاړه ورته نه ږدي ،اوياتري خپل ځان پورته اومحترم ګڼي ۰
په داسي حال كي چي دقانون دوجودنه په غير يوه ټولنه دسره جوړېداي نه شي اوكه چيرته هم جوړه شي نوددوام موده به يي خورالنډه اودكړاونو اومصيبتونونه ډكه وي ،ځكه قانون دانسانانو په ټولنه كي دروح حيثيت لري كله چي روح په كا لبد كي نه وي كالبد ژوندي نه شميرل كيږي بني ادم دژوندي پاتي كيدو لپاره ټولني ته اوټولنه بيا دژوندي پاتي كيدولپاره قانون ته اړينه ده .
انسان ددي لپاره چي ژوندي پاتي شي مجبوره دي دنوروانسانانو څنګ ته لاړشي اوګډ واوسيږي ، نوپدي اساس دډيروزياتوعلماونظرېه داده چې انسان په فطري ډول يواجتماعي اوټولنيز مخلوق دي اوانسان دنوروحيواناتوپه شان په يوازي سرخپل ژوند ته ادامه نشي وركولاي نور حيوانات دخپل ژوند لپاره ګډاواجتماعي ژوندته چندان ضرورت نلري اوپه يوازي صورت په ډيره اساني سره ژوندكولاي شي ،خوبني آدم په يواځي سرد خپل ژوند ټول ضرورتونه نشي پوره كولاي دنوروبني آدمانو سره ګډژوند ته محتاج دي نودټولني موجوديت دهرانسان دژوند ددوام لپاره انكارنه منونكي ضرورت دي۰
خلاصه اولنډ به داسي ووايو چي انسان دټولني څخه په غير اوټولنه دقانون څخه په غيروجودته نشي راتلاي يا په بل عبارت دانسان دژوند لپاره ټولنه اودټولني دژوند لپاره دقانون وجود شرط دي ، ټولنه اوقانون د لازم اوملزوم حيثيت لري ددي جملي معني داده چې كه ټولنه وه نوپه قانون كي به وي اوكه قانون وي په ټولنه كي به وي ، ټولنه دقانون نه اوقانون د ټولني نه په غير وجود ته نشي راتلاي ، كله چي دقانون درنه لمن دټولني له سرنه پورته شي نو ټولنه هم ورو، ورودزوال ، وركيدواونابودي په طرف روانه شي،
هستي اوموجوديت يي دخطر سره مخامخ شي اوچي كله ټولنه نابوده اوخوره وره شي نوقانون هم دوركيدواونابوديدوپه حكم محكوم شي۰ نوځكه خداوند قدوس ج دځمكي په مخ دانسان دژوند دشروع كيدو نه تراوسه پوري وخت په وخت انسان ته لوايح اومقررات اوامراونوهي دپيغمبرانو اوآسماني كتابونو په ذريعه راليږلي اوانسان يي خپل سرته ندي پريښي اوكله هم انسانانوددغه ضرورت په احساس سره دخپلو اجتماعي اوټولنيزو روابطو دمحدودولواوكنټرولولولپاره پخپله قوانين او ضوابط جوړكړي چي ددغوضوابطوپه ذريعه يي خپل روابط اواړيكي تنظيم كړي دي چي لومړي ډول ته آسماني يا غيروضعي قوانين وايي اودوهم ډول ته وضعي قوانين وايي ، وضعي قوانين هغه قوانين اوقواعد دي چي ديوي ټولني ديو طبقه هوښيارو اوپوهه خلكو لخواجوړيږي اودتطبيق اوتنفيذ لپا ره خلكو ته وړاندي كيږي ، حقيقت دادي چه يوه ټولنه هغه وخت ښه ترقي كولاي شي ، مخامخ په وړاندي تلاي شي چي دهغي ټولني ټول خلك پخپل مينځ كي چليدلي قانون ته احترام ولري او قانون دخپل هوااوهوس نه پورته وګڼي شااوګدايوشان خپل شخصي اواجتماعي ژوند دقانون برابر تيركړي ، خويوقانون به هله دټولنوپه مينځ كي داحترام مقام وګټي چي دهغي ټولني دخلكودفطرت اوطبيعت برابر دانسانانوټول مادي اومعنوي ارزښتونه اوغوښتني پكي په ښه ډول انځور شوي وي ، دقانون په تسويد اوتدوين كي مذهبي ، سياسي ، فرهنګي ، اقتصادي اوضاع اوشرايط په نظركي نيول شوي وي ،دټولونه لومړي دقانون په جوړونه كي داكوښښ وشي چي دخلكوفكري اومذهبي احساسات زخمي نه كړي ، قانون داسي جوړشي چي خلك پخپله دقانون منلو ته تيارشي او خلك يي وغواړي ، كه چيرته هم دقانون په جوړونه كه دغه ټكي له نظره وغورزول شي نوقانون خپل اهميت له لاسه وركوي اوددي په ځاي چي د قانون په ذريعه په ټولنه كي نظم اودسپلين راشي لابه دبي نظمي سبب جوړشي اودګټي په ځا ي به تاوان وكړي ، ددي مثال به داسي وي چي يوناروغ ته دهغه ناروغي برابر داروورنكړاي شي اودجوړيدوپه ځاي يي بدن لاپسي ناجوړه اوسرګردانه كړي ۰
اوډيرځل داسي هم كيداي شي چه خپله قانون جوړونكي دخپل قانون په لموكي راګير شي اوبيا په غيرله دي چي دقانون تغير ،تبديل ، ترميم او حتي لغوه كولو ته پنا يوسي بله لارورته پاتي نشي .
وايي چي ديوملك پاچا د ښارپه دروازه كي خپله مجسمه ودروله قانون كي يي تصويب كړه چي هر څوك له ښارنه وځي اويا ښارته ننوځي نو دپاچامجسمي ته به داحترام په رسم خپل سرښكته كوي اواحترام به يي كوي ، دوهمه ماده داسي تصويب شوه چي هر څوك دسرټيټوني اواحترام كولونه نه ډډه وكړي نوپاچابه يي دژوند دوه ارمانونه پوره كوي اوبيا به اعداميږي ۰
په دي قانون ديوڅه وخت عمل در امدنه وروسته يوه ورځ يوناخبره چوپان دخپلي رمي سره پدغه لاره تيريده دپاچا مجسمي ته د احترام اوسرښكته كولونه يي ډډه وكړه موظفينوپه وهلو ټكولو دپاچاحضورته بوتلو پاچا دقانون برابر له چوپا ن نه وغوښتل چي ووايه دژوند لومړي ارمان دي څه دي چي پوره شي ، قهريدلي چوپان چي دخپل ډانګ په لاس دپاچا مخي ته ولاړو ويي ويل چه دټولونه لومړي ارمان مي دادي چي ستاسي محترم سر يوډانګ ووهم ، پاچا په غير لدينه چي خپل نازنين سردچوپان ډانګي ته ونيسي بله لاره ورته پاتي نه وه ، بي انصافه چوپان هم دپاچا سردداسي ضربي لاندي ونيو چي پاچا بي هوشه پرځمكه ولويده چوپان يي زندان ته اوپاچا شفاخاني ته يوړ ، پاچاچه كله جوړشو نو چوپان يي يو ځل بيا ددوهم ارمان پوره كولو لپاره خپل حضورته حاضر كړو پاچاله چوپان نه وغوښتل چي يو ارمان خودي پوره شوووايه دوهم ارمان دي څه دي چي ستا له اعدام نه مخكي پوره شي ، دقهراوغصي نه ډك چوپان بياهم دخپل لومړي ارمان په شان له پاچانه وغوښتل چي دژونددوهم ارمان مي بيا هم دادي چي ستا مبارك سر يوبل ډانګې ووهم ، پاچاچي دسرپه كاسه كي يي دپخواني ګوزار ټكانونه لااوس هم موجودوو پدي پوهيده چي په لومړي ګوزارخومړنه شوم خوپه دوهم ګوزار مي مرګ حتمي دي ، نوځكه يي دخپل وضع شوي قانون دواړه مادي لغوه اعلان كړي ، دانسانانو په لاس چي دانسانانولپاره قانون جوړيږي نواكثرا دهمدغسي سرنوشت سره مخامخ كيږي ، ځكه چي دبني آدم ذهن اوفكر ډير كمزوري دي دراتلونكي اومستقبل په باب دښو اوبدودقيقه پيشبني نشي كولاي نو په دي وجه دغسي موضوعه قوانين په يوه پيړي كي څوځله بدليږي رابدليږي اوداوږده وخت لپاره په ټولنه كي خپل صلاحيت اواعتبارته دوام نه شي وركولاي ، هرڅوك راځي اوپه خپله خوښه دخپل سياسي ژوند اوقدرت دحراست اوبقا دتضمين لپاره يوشمير قواعد اومقررات لګوي اودهغه ګروپ د زوال اوفنا سره سم اويوځاي بيرته دزوال اونيستي په هديره كي خښيږي نودقانون هر جوړونكي ته داپه كار ده چي د قانون په وضع كولو كي دبي حده زيات احتياط نه كار واخلي ، دقانون دهري مادي ټول مثبت اومنفي اثرات چي دهغي مادي له تنفيذ اوتطبيق نه په ټولنه كي راپيداكيږي خورادقيق وسنجوي حتي دقانون دموادو په الفاظو اودعباراتوپه تركيب كي هم دداسي جمالاتو داستعمال نه چي په ډيرو معانيوددلالت احتمال ولري ډډه وكړي ، يعني دقانون دموادوالفاظ اوحكم په معني موضوع له داسي صريح دلالت وكړي چي په بله معني ددلالت احتمال ونه لري۰
يومقنن حتي الامكان كوښښ وكړي چه دقانون مواد دخورالنډوالفاظوپه استعمال سره ترتيب كړي خير الكلام ما قل ودل .
داسلام فقهاوو دقرآن عظيم الشان اوسنت الرسول ص څخه قواعد اوقوانين په ډيرو لنډواووجيزوكلماتو سره استخراج كړيدي ، دمثال په ډول دايوه قاعده به ولولو: (الاصل برائة الذمة ) دذمي برائت اصلي حالت دي ، داڅومره لنډلفظ دي كه يو قانون پوه دقانون په تدوين اوتسويد كي دپوره اوبشپړ احتياط نه كار وانخلي نو كيداشي چي قانون په ټولنه كي دخفګان اوجنجال سبب جوړ شي۰
كله چي دقانون په جوړونه كي دټولني سياسي اجتماعي او دټولو په سركي دفكرډولونه په نظركي ونه نيول شي نوورسره ورسره داامكان هم پيداكيږي چي خلك توره په لاس دقانون په خلاف راپورته شي خپل ځان هم خراب كړي اجتماعي ژوند اوقانون هم ۰
زمونږپه ګران وطن افغانستان كي همدغسي وشول ګمونستان دافغانستان دخلكو په ذهني عيني اواقتصادي غوښتنو اوشرايط پوه نشول ، ژوري اودقيقي څيړني يي ونه كړي ،نوخلك دهغه قانون خلاف چي كمونستانو يي پلي كول غوښتل راپورته شول په نتيجه كي ګران وطن په ډيرومصيبتونواخته شو داسي سراسري وراني وشوي چي اوس يي ټوله دنيادجوړوني په چل نه پوهيږي ۰
دخلكوزورخودخداي زور دي دخداي دزور جواب خوڅوك ويلا ي نشي روسانو په خپل ټول توان اوطاقت سره دخلكو داحساساتو دسيلاب دڅپو دچوپ كولو لپاره دټانګونو جهازونو اونورو عصري تخنيكي جنګي وسايلو بندونه جوړول خوهغه هسي دشګو بندونه وو، يو په بل پسي به ورانيدلي اوماتيدلي داوسپني باروتو او انسان ترمينځ جنګ شروع شو ، يوطرفته اوسپنه باروت او تخنيك وو اوبل طرف تش لاس انسان ، ددغه اوږده جنګ نتيجه داشوه چه انسان كامياب اونور هرڅه مات نيست اونابودشول اوس يي څوك دپښو كشاراو كړپارهم نه اوري .
وسلام