نن ماښام ناوخته څه باند۶ بجې دكندهار- بولدك دلويې لاري پرسرديوه زرنج اوكرولاموټرترمنځ په ترافيكي پېښه كې يوكوچنى وژل شوى او۵ تنه نورټپيان شوي دي .
دپېشي ټول قربانيان ميرويس روغتون ته وړل شوي
دميرويس روغتون ډاكتران وايې چې دپنځه واړو روغتيايې حال داندېښنې وړدۍ
دكندهاردترافيكومديرسمونوال محمدالله لراوبرته وويل چې دغه پېښه دبې احتياطى له كبله رامنځ ته شوې
دالمړۍ ځل ندۍ چې دغه ډول يوخونړۍ ترافيكي پېښه رامنځ ته كېږي
تردې مخكې هم څوڅوځله ستري ترافيكي پېښي رامنځ ته شوي
دموټرچلولوله قوانيونوڅخه ناخبري ،ترافيكي اصول ته نه پاملرنه اوگڼي نوري ستونزي دترافيكي پېښودرامنځ ته كېدولامل بلل كيږي .