کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / مصر د پوځيوالو په ولکه کې

مصر د پوځيوالو په ولکه کې

 د مصر هېواد په دوه لويو وچو (افریقا او اسیا) کې پروت دی. شاوخوا  ۷۵  میلیونه وګړي او ۱۴۹۴دپاسه يومیلیون کیلو متره مربع پراخوالی لري. د نیل نامتو او اوږد سیند چې۶۶۷۱ کیلومتره اوږدوالی لري همدلته بهیږي. د سویز ۱۶۳ کیلومتریزه کانال چې په ۱۸۶۹ز کال کې د جوړېدو چارې بشپړې شوې او مدیترانې سمندرګی له سره سمندرګي سره یا په بله مانا لوېديځ له ختیځ سره نښلوي همدلته دی. د فرعونانو درې ګوني لوی اهرامونه چې له زېږديزه (۲۵۵۰ کال ) د مخه  ودان شوي همدلته دي. د «مصري هیروغلیف» لیکدود له زېږديزه پنځه زره کاله وړاندې همدلته راپنځېدلی. د نړۍ له پنځو سترو تمدنو د «لرغوني مصر تمدن» له زېږدیزه څوزره کاله وړاندې همدلته راټوکېدلی. لنډه دا چې دا يو تاریخي هېواد دی. خو د مصر تر ټولو د پام وړ ټکی، د دغه هېواد دسمندري لارو موخه يیزې ځانګړتیاوې دي. له دې امله د تاریخ په اوږدو کې د خپل مهال هر زبرځواک پر دغه ټاتوبي د یرغل او نېواک سرپه نه ده کړي. رومیانو، عربانو، تورکانو، پرانسویانو او انګرېزانو يو پر بل پسې پر دغه موخه يیز ټاټوبي خپلې ښکېلاکي منګولې خښې کړي. د دويمې نړېوالې جګړې راوروسته چې د نړېوالې زبرزواکۍ سرلاري د امریکايی پانګوالو په منګولو کې کېوتله، بې له ځنډ يې د مصر د ازادو افسرانو پر مټ، د انګريزي او پرانسوي ښکېلاک له ستوني رايستلې مړۍ په خوله کړه. او په دې توګه يې د نړۍ د سمندري لوی لارې واګې تر لاس کړې او د نړۍ د زبرزواکۍ یو بل آرینه آړ يې بشپړ کړ. او د کره زبرځواکۍ لوړو پوړيو ته ورسید. په سیمه کې نوي زبرځواکې پانګولۍ د ښکیلاک بڼه  بدله کړه. مانا داچې: انګريزي او فرانسوي ښکیلاکګرو د سویز کانال ګټه وټه، په کال ۱۸۸۹ ز کې دیو تړون له مخې د ۹۹ کالو لپاره، خپلو جیبو ته اچوله. خو امریکايي پانګولۍ د کال څه کم دوه میلیارده ډالره د خپلو هېوادوالو له جیبه، مصري پوځيوالو واکمنو ته، د نړيوالې بادارۍ او سرلارۍ او په سیمه کې د اسرائیلو او نورو یارانو لپاره دپښو د ټينګېدو په موخه، ډالۍ کوي. عربان چې دتاریخ په اوږدو کې له يوې خوا په پرله پسې توګه ښکېلاکي او زبېښاکي څپو ځپلي او له بلې خواپه  ورستیوکې د تېلو او غازو ډالري کڅوړو نشه کړي ول. نو د تاريخ پر دغه پاړکي کې، پخوانیو بېوزلیو او اوسنيو مستیويې ولسپالې ولولې راوپارولې، او يو پربل پسې يې پوځي پاڅونونه پیل کړل. په دې لړ کې په مصر کې د دغې پوځيوالي کړۍ انډيوالان له ۱۹۵۲ کال راپدېخوا تر نن یو اړخیز واک و ځواک چلوي. خو د دغو ټولو خوځښتونو تر شا سیده او ناسیده د وخت د دواړو زبرځواکو پټ او ښکاره څارګري لاسونه په خوځېدو ول. پانګولۍ په پوره ځیرکتیا سره د نوک او سوک د ځایولو د آر له مخې خپلې پوځي او څارګري اډې په اسرائیلو، سعودي، مصر، اردن، قطر او نورو ځایو کې ځای پرځای کړې. او په دې توګه يې په سیمه کې دخپلو اقتصادي، سیاسي، او پوځي موخو ته د رسېدو لپاره کوټلې ګامونه پورته کړل.


د سوسیالستي سیستم په اویا کلن ژوند کې دا څرګنده شوه چې په ټوله کې عربي ولسونه او هېوادونه له کيڼ اړخۍ سره ډېره لېوالتیا نلري. او پرځای يې د اولسپالنې او اسلامپالنې پر اورپکو بڼو ښه ډډه لګوي. پانګولۍ هم د دغه آر او ځانګړتیا له مخې ډېرې لاسپوڅې واکمنۍ د واک پر ګدۍ کېنولې. اولا تر اوسه هم ښه ډېر خوند تر ې اخلي. په مصر کې هم همدغسې درواخله: په ۱۹۵۲ ز کال کې «ازادو افسرانو پوځي سازمان» د جمال عبدالناصر په سیده او د جنرال نجیب په ناسیده لارښوونه يې د ملک فاروق د باچاهۍ تخت واړولو. او ورپسې يې عربي ولسپالنې غوړیدا او پراختیا ته پونده ورکړه. او په دې لړ کې يې د یو اوچت ګام په پورته کولو سره، په کال ۱۹۵۶ ز کې سویز کانال چې د ارزښت له مخې ختیځ او لوېديځ سره نښلوي، ملي کړ. او د عربو د يووالي لپاره يې مټې راونغاړلې او په بل ګام کې سوریه له ځانه سره يوځای کړه او په ګڼشمېر عربي هېوادو کې د بعث عربي سوسیالستي ګوندونه داعرابو د پرتم د بیا رغاوي په موخه راوپنځول. خو له دغو هڅوهاند څنګه چې ښايي هغسې پایلې تر لاسه نه شوې. که څه هم شوروي اتحاد د سویز کانال د ملي کولو په لانجه کې ورسره ډېره توره کړې وه او لویدیځوالو ته يې په دې اړه د زغرده ګواښنې په ترڅ کې، په تور سمندرګي کې خپلو پوځي سمندري بېړیو ته دپوځي خوځښت بولندویه هم ورکړې وه، چې په غبرګون کې لوېدیځوال (انګريزی او پرانسوي پوځیان) په چټکۍ سره شاته شول. او امریکا دخیر پر غونډۍ پټه خوله شوه. خو يوه خبره جوته شوه چې يو ځل بیا د زاړه ښکیلاک په منګولو کې د مصر کېوتنه ناشونې شوه. او د دې پېښې په غبرګون کې شورویانو له عربو دا تمه لرله چې په خپلو هېوادو کې کمونستي ګوندونو ودې او پراختیا ته لاره هواره کړي. خو د مصر ازادو افسرانو پوځي واکمنۍ په اقتصادي او پوځي برخو کې يو شمېر تړونونه ورسره لاسلیک کړل او په سیاسي ډګر کې د شورویانو د تمې په سکالو چندانې غوږ ونه ګرولو. او د کمونستانو پر ځای يې «مسلمانو وروڼو سازمان» ته هرکلی ووایه. خو له څه مودې وروسته يې له هغو سره هم یارنه انګړه دنګړه شوه. او مسلمان وروڼه چې د اورپکۍ په ټالونو کې خوبولي او سترګي يې سرې وې. له واره يې لومړی پر جمال ناصر دکمونست تور ولګاوه او بیايې د ېوې غونډې پر مهال يې د تومانچې مرګونی ګذار پرې وکړ. خو ناصر بچ شو. او مسلمان وروڼه د پوځيوالې له توپانې لمبو سره مخ شول او داسې «زپرخانی» ګذار يې وخوړ چې نن هم نه شی کولای په ډاډه زړه خپلې چارې سمبال کړي.


دسیمې او عربي هېوادونو اوسمهاله پېښو ته په کتو سره داسې نه ښکاري چې نړيواله پانګولې دې هسې لاس ترزنې ناسته وي او د پېښو سره دې تړاو ونلري. ډېري عربي ګرګري او استبدادي اوږدمهاله واکمنۍ د پانګولۍ په زورورو مټو ولاړې دي. داسې نښې نښانې نه ښکاري چې ګواکې پانګولي دې په دې نېږدو او یا خولږ څه وړاندې کالو کې ړنګه بنګه شي. پرون يې پوځيواله لاره د لوبو د سر کړۍ کړې وه او نن يې ګڼ شمېر روښان اندي مخ ته کړي. له دې امله په وسمهاله اړو دوړ کې هغه خوار او نېستمن چې له لوږې سرې ماښام څملې هډو خبر نه دي. داسې ښکاري چې دا دپانګولۍ د نوي پېر د موخه ييزو موخو لپاره لنډمهاله کړنچارې او د پېښو د بڼو د بدلون نوې ننداره وي. نه شي کېدای چې دغه روانې چارې دې دپانګوالو څارګري اډو له منډو ترړو سره تړاو ونلري. په بله مانا زړو واکمنیو خپلې دندې سرته رسولي وخت يې پوره شوی او پاته کېدل يې نوي سرخوږي راپنځوي. له دې امله چې دګټو وټو د لارې خنډ نه شي، څنګ ته کول او یا غوږ تاوول يې غوره دي. ځکه چې يونیم مېلیارد (۱۵۰۰۰۰۰۰۰۰) ډالر هم هسې کاغذونه خو نه دي!. افغان ولسمشر له څو وړو بنډلو د يو کوشني سفیر تر بولنې لاندې راغلو. نو مېلیاردونه خو توپانونه جوړه ولای شي.


د عربي هېوادو پېښې د افغانستان سره ځکه د پرتلې وړ نه دي چې په افغانستان کې واک او ځواک د لوېديځوالو پوځيوالو د ټوپک له نچې راوزي. او د ولسمشر کرزي په لاندې باندې او ادلون بدلون کې کوم د پام وړ توپېر نه رامنځ ته کيږي، بلکې د موخو پر وړاندې داسې بې وخته لوبه سرخوږی هم جوړولای شي. کېدای شی دا لړۍ د ختيځې اروپا او د پخواني شوروي اتحاد د هېوادو د رنګینه بدلونو سره ورته والی او یاهم تړاو ولري. مصریان يې ځکه نیلوفر (اسماني رنګه) اوښتون بولي. خو پخه خبر دا ده چې: په مصر کې به هغه څه کيږي چې د ډالرو آرینه خاوندان يې غواړي. ورسره دا ټکی د پام وړ دی چې دا لوبې او چلوټې د پېښو له ځايه ډېرې لرې، ژورې او داسې پټې اوډل کيږي چې يوازې له ټاکلې مودې وروسته، کله ناکله د ویکي لېکس دپاڼو شمال يې تر موږ رارسوي.


پای


کره پښتو ويي:


زېږديز- میلادي * پنځېدلی – رامنځ ته شوی* آړ – شرط * سکالو – موضوع  * زپرخان –  د پښتنو د ولسي کيسو اتل دی * بولنه – قومانده * ولسپاله – نشنلېزم *پانګواله – سرمایه داری*