کور / خبرتیا او پيغامونه / د هڅاند فرهنګپال غوث الدين فروتن کوچنی ورور په حق ورسېد

د هڅاند فرهنګپال غوث الدين فروتن کوچنی ورور په حق ورسېد

ښايي ټول فرهنګيان به د غوث الدين فروتن له نامه او کلتوري هڅو سره اشنا وي ، ډېرﺉ به له دې هم خبر وي چي فروتن د تېر شاوخوا يو کال راهيسي د خپل ورور ظريف د ناروغۍ له امله له يوه څخه بل ډاکټر ، له يوه څخه بل روغتون ، له يوه ښار څخه بل ته او بالاخره د ډېرو کړاوونو سره اوس په هند کي د ظريف خان په د يَنې په بدلولو بوخت دی دلته يې په کندهار کي يو بل تنکی ورور ميرويس جان ناببره ناجوړه او په حق ورسېد. د لراوبر ويبپاڼي همکاران د فرهنګي ورور  فروتن اوددوی ټولي کورنۍ سره په دې سختو او دردمنو شېبو کي ځانونه شريک ګڼي ، ظريف خان ته د پوره روغتيا تر څنګ ټولو ته له لویه خدايه د جميل صبر دعا کوي .


ليکوال او ژورناليست بشير احمد نادم له کندهاره د ميرويس د مړيني په اړه داسي ليکلي دي :


ګران فروتن صاحب او د هغه درنې کورنۍ ته د لوى خداى (ج) له دربار څخه د دې لوى غم د زغملو او جميل صبر دعا کوم.
د هغه وړوکى او ګلالى ورور ميرويس جان زما د سترګو په وړاندې په داسې حال کې ساه ورکړه، چې په خپله فروتن صاحب له هېواده ليرې په هندوستان کې د خپل بل ورور ظريف خان په درملنه بوخت دى. (ظريف خان له ډېره وخته د تور زيړي (هيپاټايټس بي) په ناروغۍ اخته دى، هغه ينې ته اړتيا لري تر څو عمليات او لېور ټرانسپلانټ ورته وشي، چې ډېر زيات لګښت پرې راځي.)
شا وخوا لس کلن ميرويس جان ناڅاپي ناروغ شو، په کور کې يې ويلي و، چې ملا مې خوږيږي او ساړه مې کېږي، سهار مهال يې ډاکټر ته وروستى و، ډاکټر ورته د وينې معاينات کړي و، او ورته ويلي يې و، چې سينه و بغل (نيمونيا) دى، درمل يې ورکړي و، خو غرمه مهال سخت په عذاب شو، روغتون ته په رسېدو د کوما حالت ته لاړ، په روغتون کې يې ورته اکسېجن او سېروم هم چالان کړل، خو کومه ګټه يې نه کوله او تکليف يې له لا پسې زياتېده، د کندهار ښار ځينې تکړه او مشهور ډاکټران مو ورته راوغوښتل، تر څو د ميرويس ناروغي وپېژندل شي، چې ولې د کوما حالت ته تللى دى، ډاکټران هم عاجز پاتې وو او نه پوهېدل چې پر ميرويس دا حالت څنګه او ولې راغلى دى، موږ يې نژدې ماسپښين مهال کوټې ته د وړو اراده وکړه، خو ډاکټرانو منع کړو او ويل يې، چې لاره اوږده او ناروغ د وړلو نه دى، په لاره کې يې د ضايع کېدو امکان دى، له شخصي روغتون څخه مو ميرويس روغتون ته يووړ، د ماشومانو په وارډ کې مو داخل کړ، تر څو يوه لاره جوړه کړو او د کندهار هوايي ډګر روغتون ته يې يوسو ، تر څو هلته يې د سر عکسونه واخيستل شي او معلومه شي، چې ناروغي يې څه ده.
په ميرويس روغتون کې د اى سي آر سي ادارې د ماشومانو يوه بهرني ډاکټر د ميرويس درملنه پيل کړه، يو شمېر نورو ډاکټرانو هم وکوت، اکسېجن او سېروم ورته چالان وو، خو د هغه په حالت کې هيڅ بدلون نه راته، هماغه و، چې وړوکي ميرويس د يکشنبې د ورځې په ماښام ساه ورکړه او وفات شو.
د لوى خداى (ج) پرېکړې نه په بله کېږي، کنه نو د هغه د ژوند د ژغورلو لپاره ټولې ممکنې هڅې او منډې وشوې.
راځئ، ټوله په ګډه دعا وکړو، چې خداى دې فروتن او نور ملګري له دغه راز غمونو او کړاوونو وساتي، خداى دې هغوى ته صبر ورکړي او خداى دې ورته ظريف خان روغ او جوړ کړي.


آمين



 آصف ننګ – کابل


انا لله و انا اليه راجعون
ډير له غم او خپگان ډک خبر دى، زه د عظيم اجر او جميل صبر تر څنگ د فروتن صاحب ټولې کورنۍ ته د زړه له کومې تسليت وايم، دا د الله تعالى اراده ده چي خپل بنده خلق کړي او بيا يي بيرته خپل ځان ته ور وبولي، د معصوم ماشوم مړينه د شهادت مرتبه لري خداي پاک دي دغه معصوم جنت الفردوس او د کورني ټولو غړو ته يي د قيامت په ورځ د شفاعت مسبب وگرځوي.
يو انسان د بل انسان مرستي ته وردانگلي شي خو چي د اجل شيبه يي راشي او د خداي اراده وشي نو بيا هيڅوک هيڅ هم نشي کولى
خداي دي د فروتن بيمار ورور ته بشپړه روغتيا ورکړي، نورو دوستانو ورسره د مادي مرستي د ورکړي د مقدار ايملونه تبادله کړل، ما څه نوري هڅي وکړي او د خداي پاک په خاطر مي عزم دا دى چي خپله ممکنه مادي مرسته به هم ورته جمع کوم، خداي وس، او د خداي د رضا لپاره او د دوستي د حق په خاطر


کمبودات او کوتاهيان مو درک کوو او له خدايه مغفرت غواړو.




جعفر هاند – کابل


له ښاغلي فروتن سره په دغه ستر غم کې ځان شریک بولم،صابر ذات دې  ښاغلي فروتن او د هغه درې کورنۍ ته صبر جمیل ورکړي.دا حقه لار ته ټول ور روان یو. شفیع ذات دې د فروتن صاحب ناروغ ورور هم روغ کړي.
 
انا لله و  انا الیه راجعون.




حفيظ الله غښتلی


هیله ده چې د ځوان ورور ظریف روغتیایي حالت کنټرول شوی وي. پرون ستاسې د یوه بل کوچنی تنکي ورور پر وفات ډېر سخت خواشینی شوم. انا لله و انا الیه راجعون.


الله جل جلاله دې ارواښاد ته فردوس جنت په برخه کړي، تاسې او ستاسې درنې کورنۍ ته له الله جل جلاله څخه د جمیل صبر هیله کوم. ډېره زیات بښنه غواړم چې زه ایله پرون کابل ته راورسېدم او ومې نه شو کړای چې جنازې ته ورشم. له ښاغلي اسرار احمد کریمزي او کورنۍ مننه چې په دې برخه کې یې منډه وکړه. له ښاغلي نادم او په کندهار کې له نورو ملګرو مننه چې فروتن په غیاب کې یې د ده د کورنې سره غمشریکي وکړه.
محترم فروتن صاحب،
دلته په کابل کې که څه امر خدمت وي په زړورتیا غږ وکړه.
الله دې له نورو غمونو وساته.


په درناوي
غښتلی

تبصره نسته

  1. da sashtan tala toli faisi haq aw mozh pa de eman laro da sashtan tala de faisali zghamal khuwra deer gran de , da loy khuday da darbara da frotan sab koran ta da sabri jamil ghshtana kawam

  2. انا لله و انا الیه راجعون
    د پښتو ژبې د خدمتګار فروتن صاحب او له کورنۍ سره ځان په دې ستر غم کې شریک بولم، کورنۍ ته یې د لوی خدای له دربار نه د صبر دعا کوم او خدای بښلی میرویس جان ته د خدای ج جنتونه ورکړي. او خدای ج دې د فروتن صاحب بل ورور ظریف جان زر روغ کړي.

  3. د قدرمن فروتن صیب د کوچني ورور د وفات له غمجني خبر څخه خبر سوم . د زړه له تله خوابدۍ سوم . زموږ د سبا سرمایه نن له لاسه ځي . د لوی او بخښونکي خدای ج څخه ارواح ښا د ته فردوس جنت او د ارواښاد کورنۍ ته جمیل صبر غواړم . حاجي امین باوري له بلجیم څخه

  4. حبيب الله غمخور .مالمو – سويډن
    په ډېره خواشنۍ سره مي خبر ترلاسه کړچي زموږ دفرهنگی نړۍ ديو وتلي شخصيت فروتن صاحب تنکی زوي دورپېښی ناروغۍ له امله ددې کورنۍ څخه دابدلپاره جدااودوي ئي نامراده پرېښودل .
    انا لله و انا اليه راجعون
    زه دوي اوددې کورنۍ ټولوغړواواړوندانوته د لوي څښتن له دربارنه د اجر او جميل صبر تر څنگ ،ماته گران اوټولوته دقدروړ محترم فروتن صاحب ته د زړه له کومې صبر غواړم . موږ پدې باور يوچي داد الله تعالى اراده ،چي يوڅوک خلقوی اوبيائي بيرته دابدې نړۍ په لور سفرته وربولي . د دې معصوم ماشوم مړينه په يقين سره دټولي کورنۍ اوددي کورنۍ دټولواړوندانواوفروتن صاحب ددوستانو لپاره يولوي غم اوناورين دی .خداي پاک دي ددغه معصوم جنت فردوس ځاي اوهغه دي ددې کورنۍ ټولو غړو ته دقيامت په ورځ د شفاعت لامل وگرځوي . روڅ دې ښاد وي

  5. په خواشيني سره مي خبر تر لاسه كړ چې د فروتن صيب لس كلن ورور ميرويـس جان له دي فاني دنيا څخه ابدي دنيا ته جامي كت كړې((انا لله و انا اليه راجعون)) مرګ حق دى زموږ هم دغه لاره ده، د الله ج په رضا مو رضا ده ،ميرويس دي الله شفيع كړي فروتن صيب او درنې كورنۍ ته يي د جميل صبر په پار ددوعا لاسونه لپه كوم
    ظريف خان ورور ته هم د عاجلي روغتيا غوښتونكى يم خدا ى دې په خپل قدرت جوړ كي راته

  6. درانه فروتن صيب او ستاسي درنې کورنۍ ته !
    الله ج ستاسو ټولي کورنۍ ته صحت او عافيت درکړي او هم د دې غم نعم البدل د لوی خدای ج له درباره درته غواړم .ميرويس جان ته دې الله پاک جنتونه ورکړي . امين ثم آمين
    ستا په خوږ خوږمن او په خوښيو خوښ
    م- احساس

  7. ددانش خپرندويې ټولني لخوا دخواخوږۍ پيغام

    په ډېرخفګان سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د فرهنګپال ملګري ،شاعر او ژورناليست ښاغلي غوث الدين فروتن لس كلن ورور ميرويس جان د تل لپاره سترګي پټي كړي ((انا لله و انا اليه راجعون))
    ددانش خپرندويي ټولني ټول غړي له ښاغلي فروتن سره په دي غم كي ځان شريك بولي
    كورنۍ ته يي د جميل صبر غوښتنه كوو او ظريف خان ته د ښي روغتيا په هيله د لوى الله په دربار كي لاسونه لپه كوو

  8. ګرانه وروره فروتن صاحب سلامونه می ومنه!
    په ډير خواشينی سره می دادي خبر تر لاسه کړ چی ستاسو کشر ورور په حق ورسيد. انالله و انا اليه راجعون
    د الله ج له درباره مرحوم ته جنتونه او تاسو ټولو د کورني غړو ته صبر جميل غوښتنه کوم.
    ستاسو سره په دې غم کی شريک ستاسو ورور
    محمد رفيع صديقی (کندهار ښار د اقراء علمی اوفرهنګی مرکز مسول)  

  9. انا لله و انا اليه راجعون

    د تنکي او معصوم ميرويس جان په ناڅاپي خزان ، دپښتو ادب ستړي څېرې درانه فروتن صاحب سره ځان په دې درانه غم کي شريک ګڼم ، هغه څه چي په ازل کي وي تدبير ورته عاجزه دي اوتقدير ته مو غاړه ايښي، الله دي و ظريف خان ته پوره روغتيا ورپه برخه کي ، فروتن او درنې کورنۍ ته د لوى خداى (ج) له دربار نه د دې ستر غم د زغم او دجميل صبر غوښتونکى يم.
    سيداحمد قانع-کندهار

  10. ګران فروتن جانه!
    په ډېره خواشينۍ مې ستاسو د كوچني ورور د مړينې خبر واورېد، يقين وكړه، چې كه له تا څخه ډېر نه يم خواشينى شوى، نو كم هم نه يم.
    خداى پاك دې ستاسو درنې كورنۍ ته د زړه صبر او استقامت وركړي، او ارواښاد دې خداى په خپلو خوږو موړ كړي.
    الله مو نور له دې ډول غمونو وساته . امين.

  11. د پښتو ژبې تكړه او نوموړى ځوان ليكوال ،شاعر فروتن سره به دې غم كې ځا ن شريك ګڼو الله پاك دي وده ته او دده د كور نۍ نوروغړو ته د ميرويس خا ن د نا څا پي مرګ د زغملو توان وركړي او ګلالي ظريف خا ن ته د روغتيا دوعا ګا نې كوو دا نميګړې دنيا ده هر انسا ن به له كوچ كوو او الله پا ك ته لاس په لپه كوم، چې فروتن صا حب او دده كورنۍ ته د زغلمو تو ان وركړي او نوره غم دې وسا تي
    امين

  12. ډېر محترم فروتن صاحب!
    په ډېره خواشیني سره د میرویس جان د وفات له غمناکې پېښې خبر سوم، چې تاسي او ستاسي محترم فامیل ته ډېر دروند غم رسېدلی دی، زه ځان له تاسي سره په دې غم کې شریک ګڼم، او د الله پاک له دربار څخه میرویس جان ته جنتونه، تاسي او ستاسي درنې کورنۍ ته د زړه صبر او ستاسي بل ورور ظریف خان ته عاجله شفا غواړم.
    الله پاک مو له نورو غمونو ساته
    خدای مو ژوندي او بریالي لره

    اشرف غیرت

  13. سلامونه دوستانو ته او فروتن صاحب ته دې خداى صبر ورکړي، په ژوند کې کله کله غمونه او دردونه داسې په پرله پسې ډول راځي چې له سړي لارې ګودرې ورک کوي

    يو بهرنى متل دى، که موږ په ژوند کې د غمونو پاى ته انتظار کوو، په حقيقت کې به مو ټول ژوند په انتظار کې تېر شي، لوړې ژورې راځي.
    .
    فروتن صاحب سينه لويه ساته، ژوند له ډېرو پېچومو ډک دى، موږ ټول د يو چا امانت يو، په دې سفر کې څوک مخکې وي، څوک
    وروسته، خو ټول ورروان يو.

    ستاسو په ماتم کې موږ ټول شريک يو او په درد مو دردېدلي.

    نادم صاحب او نورو ملګرو ته دې خداى ج اجرونه ورکړي چې په دغسې سختو شېبو کې ملګرو ته د مرستې لاس غزوي

  14. ښاغلی فروتن صاحب اسلام عليکم.
    په ډېره خواشيني سره د ميرويس جان د وفات له غمناکې پېښې خبر سوم، چې تاسي او ستاسي محترم فاميل ته ډېر دروند غم رسېدلی دی، زه ځان له تاسي سره په دې غم کې شريک ګڼم، او د الله پاک له دربار څخه ميرويس جان ته جنتونه، تاسي او ستاسي درنې کورنۍ ته د زړه صبر او ستاسي بل ورور ظريف خان ته عاجله شفا غواړم.
    الله پاک مو له نورو غمونو ساته
    خدای مو ژوندي او بريالي لره.
    حاجي ظاهر جان-کندهار.