کور / خبرتیا او پيغامونه / لېمه ټکور په حق ورسېده ( دجنازې او فاتحې اعلان )

لېمه ټکور په حق ورسېده ( دجنازې او فاتحې اعلان )

افضل ټکور پلار،حاجی محمد افضل،حاجی شیر افضل او انجنیرمحمد نعیم ترونه.
حاجی سیال محمد شینواری نیکه،حاجی بازوان شینواری دنیکه ورور ،کمال شینواری، جمال شینواری،ایمل شینواری ، اجمل شینواری اوشمس الدین شینواری ماماګان.
غلام حسن شور، غلام محمد کامه وال، نظیف الله تکل ، سوله مل شینواری ، سپین تڼی، خوشحال انځور اوډاکتر طارق رشاد نیږدې دوستان.
دلیمې ټکوردمړینې له کبله دوستانوته خبرورکول کیږی چی جنازه یی دچارشبنې په ورځ دفبروري په دویمه نیټه په ۱۲ بجو دهنډن په هدیره کې خاورو ته سپارله کیږی.
دهدیرې پته:
Hendon cemetery:
Holders hill road
London NW7 1NB


دنارینه وو فاتحه دیکشبنې په ورځ دفبروري په ۶ مه نیټه په لندن کې دافغانانوپه جامع جومات کې له ۱۰ نیمونه تر۱۲ نیموپورې اخیستله کیږی اودښځینه ووفاتحه دښاغلی ټکور په کورکې پدې پته اخیستله کیږی.
96 Eangel Park
NW7 2HP
London
داړتیا په صورت کې په دغوشمیروتماس نیولی شی:
07737103881
07814405169




د لراوبر ويبپاڼي مشرتابه د خپلو همکارانو په استازيتوب د فرهنګي شخصيت ښاغلي افضل ټکور د تنکی لور (لېمې) د مړيني له امله نوموړي او ددوی درنې کورنۍ ته د خواخوږۍ مراتب وړاندي کوي او په دې وير کي ځانونه شريک ګڼي . له لوی خدای جل جلاله څخه ارواښادی خورکۍ لېمې ته د هغو ټولو ستونزو او زحمتونو له امله چي د روغتيا په برخه کي ورسره مخامخ وه ، د ډېرو ډېرو اجرونو ورکولو لاس پورته کوو . لوی خدای دي يې د جنتونو سرداره کړي ، طبعي خبره ده چي د خپل مور ، پلار او کورنۍ د نور وغړو پر زړونو به يې بېلتون د ابدي داغ په توګه پاته وي . ټولي کورنۍ ته يې د مهربان خدای له دربار څخه د جميل صبر غوښتنه کوو . انا لله و انا الیه راجعون

تبصره نسته

  1. په زياته خواشنۍ سره مي خبرترلاسه کړچي زموږ دتکړه اونازک خياله شاعر ښاغلي افضل ټکور تنکی لور ((ليمې جاني )) دورپېښي ناروغۍ له امله د دې نړۍ نه سترگي پټې کړې . انا لله و انا الیه راجعون
    پداي حال کښي چي ځان دگران دوست ټکورصاحب اوددې درنې کورنۍ دټولواړوندانوسره پدې غم کي شريک بولم ،دلوي څښتن له دربارنه دوي ته دزړه صبراومرحومې لېمې جانې ته دفردوس جنت غوښتنه کوم .

    روح دې ښاده وي

  2. د غمرازی او خوا خوږی پیغام
    دګران دوست فرهنګپال او تکړه شاعر ښاغلی افضل ټکور د تنکی لور د مړنی له کبله د خپل ځان اونورو دوستانو په استازیتوب خپله ژوره خو اښینی او غم شیرکی محترم ټکور صاحب او دووی درني کورنی ته وړاندی کوم
    د لوی خدای څخه تاسو او ستاسو کورنی ته صبر جمیل غواړم الله مو د نورو غمو څخه وژغوره.

    ستاسو دوست ولی نورزی

  3. د تسلیت پیغام
    په ډیر خفګان سره مې د انټرنیټ د لر او بر له پاڼې د افغانستان د درانه لیکوال او تکړه شاعر افضل ټکور د لور (لیمی) د مړینی خبر تر لاسه کړ. انا لله و انا الیه راجعون ط
    په دې وسیله د لیمی د مړینی له کبله ښاغلی افضل ټکور، د لیمی موراو د متوفی نورو ټولو خپلو خپلوانو ته د تسلیت مراتب وړاندي کوم. خدای د لیمی ته لوړ جنت ور په برخه کړی او د هغو څخه پاته شویو خپلوانو ته یې د زړه صبر ورکړی. زه په داسې حال کې چې د ټکور د کورنۍ په غم کې ځان شریک بولم، خفه په دې هم یم چې د فاصلې د لری والی له کبله د هغې د جنازې او فاتحې په مراسمو کې ګډون نه شم کولای او مجبوراٌ له لرې د خدای دربار ته د دعا لپه پورته کړم اود لیمی ټولې کورنۍ ته د الله تعالی له درباره د جمیل صبر او دې ته د فردوس برین غوښتنه وکړم.

  4. له ډنمارک څخه د خواخوږۍ پيغام

    په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد د یوتن منلي فرهنګي شخصیت ښاغلي افضل ټکور لور په حق رسېدلې .لوی خدای دې وبښې.
    ددغه غمجن خبر په اورېدو سره د هېواد ټوله فرهنګي ټولنه که په هېواد کې دننه ده او که له هېواد څخه د باندې د ژور او نه هېرېدونکي غم سره مخامخ دي ، ځکه ښاغلی ټکور زموږ د هېواد د فرهنګي ټولنې نه بېلېدونکی غړی دی .دټکور صاحب غم زموږ د ټولو شریک غم دی ، نو له همدې امله اجازه راکړۍ د ځان ، خپلې کورنۍ ، ملګرو اودلته په ډنمارک او ټولو سکندناوي هېوادو کې د یو زیات شمېر فرهنګپالو د خواخوږۍ او تسلیت ژور مراتب تاسو ټکور صاحب ، ستاسو قدرمنې کورنۍ او درسره هم مسلکانو ته وړاندې کړو او له لو ی څښتن څخه تاسو ته د جمیل صبر او ارواښادې ورېرې ته د ښو جنتونو هیله وکړو .

    په درنښت

    محمد یوسف هېواددوست

    د خپلواکۍ له فرهنګي مرکز څخه

  5. انا لله و انا الیه راجعون
    زه هم د پښتو ژبې د تکړه لیکوال او شاعر افضل ټکور د تنکۍ لور لېمې د مړینې له کبله د خدای بښلې کورنۍ ته د خدای له درباره د صبر دعا کوم او خدای بښلې ته د خدای جنتونه په نصیب کړي.

  6. په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه
    په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې په نيدرلند کې د افغانی کلتوري ټولنې د مخکښ غړي او د بنسټ اېښودونکې د ډلې نامتو ليکوال ښاغلي افضل ټکور لور د ورپېښې ناروغي له امله په حق رسېدلې ده. انا لله و انا اليه راجعون.
    په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې د کار ډله او د ټولنې غړي له ښاغلي افضل ټکور او د هغه له درنې کورنۍ سره په دغه غم کې ځان شريک ګڼي، ټولو خپلوانو او دوستانو ته د جميل صبر غواړي او مرحومې ته د فردوس جنتونه د لوی څښتن له درباره تمه کوي.
    امين يا ربالعالمين

  7. د ګران او قدرمن ملګري ، لیکوال او شاعر ښاغلي افضل ټکور د ګراني او معصومي لورکۍ ( لیمی بیبي ) د مړیني له کبله د زړه له تله خواشینی یم . خدای ج دی زموږ معصومي لیمې ته فردوس جنت او د هغی کورنۍ ته صبر حاصل کړي .او همدارنګه دوعا کوم چي د مرحومي لیمې پلار او مور ته دي خدای اجر ورکړي چي د خپل اولاد د ناجوړتیا تر وروستۍ شیبې یې خدمت وکړ . امین له بلجیم څخه

  8. په ډیره خواشینی خبرسوو چه دوتلی اومنلی افغان شاعر،لیکوال اوفرهنګپال. افضل ټکور، ګرانه لور ((لیمه ټکور)) دورپېښې ناروغئ لامله لدې نړئ وکوچېده. انالله واناالیه راجعون
    په بلجیم کې افغان کلتوری بهیرپداسې حال کې چه دخپل فرهنګی ملګری افضل ټکوراوددوی له کورنئ سره خپله ژوره همدردی بیانوی ،خدایبخښلې لېمې ټکورته دلوی خدای له درباره دفردوس جنت اوپاته کورنئ ته یی دلوی صبراوزغم دعااوغوښتنه کوی. روح دې یې ښادوی. آمین
    دټولنې دمشرتابه جرګې دپرېکړې سره سم به دټولنې مشر، ښاغلئ حاجی امین باوری، دملګری هیٔت په ملتیاد خدایبخښلې دجنازې په مراسموکې برخه واخلی.
    په درنښت
    دټولنې په استازیتوب
    پوهنیار سیدحضرت بروسل ښارـ بلجیم
    1-02-2011

  9. دګران دوست افضل ټکور د زړه د ټکړې لیمې په مړینه مونږ هم ځان د ویر په ټغر ناست بولو،ټکور صیب او درنې کورنۍ ته یې تسلیت وړاندې کوو. الله پاک دې ورله اجر او صبر ورکړي .
    پراګ – چیک جمهوریت

  10. salam . afzal takor aw da hagha drani koranai ta jamil sabar aw da hagha lor ta da fardaus janat ghwaram. sardar wardak

  11. د غمرازی او خوا خوږی پیغام
    دمحترم فرهنګپال او تکړه شاعر ښاغلی افضل ټکور د تنکی لور د مړينی له کبله د خپل ځان او د خپلی علمی او فرهنګی ټولني لخوا د خو اشینی او غم شیريکی مراسم و محترم ټکور صاحب او دووی درني کورنی ته وړاندی کوم
    د لوی خدای څخه تاسو او ستاسو کورنی ته صبر جمیل غواړم الله مو د نورو غمو څخه وساته.

    ستاسو ورور محمد رفيع صديقی (اقراء فرهنګی ټولنه کندهار)

  12. انا لله وانا اليه را جعون
    دګران ورور ښاغلی افضل ټکور صاحب دلور ليمه ټکور د مړ ينې په خبر ډېر خو اشينی شوم٠ زه دښاغلی ټکور صاحب او دمحتر مې کورنۍسره يې په دې وېر او ماتم کې ځان شريک بو لم او دلوی خدای (ج) له درباره دوی اوددوی محتر مې کورنۍ ته دجميل صبر غو ښتنه کوم ٠
    په درنښت
    لطيف ياد- دپرت ښار- لوېدېځه استراليا

  13. Innalillahiwainnaileherajewoon

  14. ده پښتو ژبي تکړه شاعر ښاغلي ټکور او دده پتمني کورنئ ده الله (ج) ده درباره ده زړه صبر غواړم او الله (ج) دي زموږ ګراني خور ته جنت فردوس په نصیب کړي.

  15. ګران ورور آفضل ټکور صاحب ته تسليت او ډاډکېرنه !
    د هآغه مالک او خالق رب څخه تاسو ته د زړه صبر او ډاډ غواړم چې د هر انسان د مرګ او ژوند واکدار دى
    تاسو ته په صبر کولو توصيه کوم او هغه په دې خاطر چې رب العالمين وايي : انما يوفى الصابرون اجرهم بغير حساب: صابرانو ته به د قيامت په ورځ بې حسابه بدله او اجر ورکول کيږي . او دا هآغه تګلاره ده چې زمونږه د ټولو انسانانو له پاره ټاکل شوى او هېڅوک ورڅخه نه وروسته کيږي . مونږ تاسو سره په دې غميزه کې شريک يوو او د تسليت پيغام ټولې کورنۍ ته وړاندې کوم .

  16. May Allah give to her place in Janatulfirdous.and
    i want patient from Allah to thier family.AMEEN

  17. انا لله و انا الیه راجعون
    په ډیره خواشینئ سره مو خبر تر لاسه کړه چی د ښاغلی ټکور صیب لور په حق ورسیده .
    مونږ هم په خپل وار تاسو ټکور صیب ته د الله له دربار نه دصبر جمیل دعا کوو تاسوته دی ربالعلمین دهغی عوضونه درکړی .
    په ډیر درنښت
    د يوسفی کورنئ

  18. نن می دلراوبر دبریښنا پاڼی دبلاکونو په برخه کی په منشن کی داخیری مظاهرو دوه قطعی تصویرونه تر سترګو شول چی یوه احساساتی شخص له لوری نشر شوې دی نوموړی احساساتی شخص همیشه دپردیو په ناتارکی بی دعوته اوبلنی ځان شریک ګټي نوموړی مظاهره دالمان د خلګو له لوری په لاره اچوله شوی وو
    په دغه مظاهره کی د المان دموجوده حکومت دمخالفینو ډلو طرفدارانو ګډون کړی وو،خوشبختانه په دغه مظاهره کی افغانانو هیځ ګډون نه درلود داڅکه چی دمظاهری دګډونوالو غوښتنی او شعارونه دافغانستان دسیاسی او نظامی وضعیت برخلاف و ی دمظاهری ګډونوالو غوښتنه درلوده چی خارجی سر تیری باید ژرتر ژره له افغانستان ځخه وو ْوځی دا په داسی حال کی دی چی دالمان وزیر خارجه اعلان وکړی چی المان به هیڅکله هم افغانستان له۲۰۱۴ کال ځخه وروسته هم تنها پری نږدې،بنآ هر ځوک چی دافغانستان په دغه موجوده بحرانی شرایطو کی دخا رجی فو ځونو دوتلو چیغی او ناری وهی هغوی په اصل کی یو ځل بیاهم په هیواد کی کور په کور او کوڅه په کوڅه جنګ ته لمن وهی او دپا کستان او ایران دمداخله ګرو استخباراتو کړنی او غوښتنی په عمل کی پیاده کوې او دایران او پا کستان داستخباراتو له لوری ور سپارلی شوی دندی تر سره کوې ،مونږ افغانان باید دتیرو ترخو تجربو ځخه دعبرت ښه درس واخلو دهر احساساتی او دپردیو واجنتانو وکړونو ته باید متوجی اوسو هغوی باید وپیژنو او اعتماد او اعتبار باید ور باندی ونه کړو

  19. دشاغلی ټکر صاحب په غم کی ځان شریک ګڼم.