کور / z_buitenland_news -- 5 / امريکا:دپاکستان نوی حکومت دي له ياغيانو سره خبري نکوي

امريکا:دپاکستان نوی حکومت دي له ياغيانو سره خبري نکوي

 د امريکا دفاع وزير رابرټ ګېټس خبردارى ورکړى دۍ چې د پاکستان نوۍ حکومت دي د ياغيانو سره د خبرو اترو څخه ډډه وکړي ، نوي ډيلۍ کښې له خبريالانو سره د خبرو اترو په ترڅ کښې ښاغلى ګېټس زياته کړې ده چې د پاکستان د تېر حکومت د ياغيانو سره شوې لوظنامې کومې پايلې نه وي ورکړى ، انتخابي پايلې د ولس مشر مشرف لپاره سمې ندي خو امريکا اوس هم تمه لري چې د پاکستان د ولس مشر مشرف سره به خپله همکارۍ ته دوام ورکړي ، د مشرف حکومت په وزيرستان کښې د لوظنامې هڅه کړې وه خو کومه مثبت پايله يې ورنکړې خو د پاکستان نوي حکومت ته د داسې کولو څخه ډډه کول پکار ده.