د غه ودانۍ د لښكرگاه ښاردكارته لگان په سيمه كي د څه باندي دوولس مليونه افغا نيوپه لگښت دلسومياشتوپه اوږدو كي جوړي او دهلمند والي محمدگلاب منگل دخوا دپټۍ په پرېكولوسره ګټي اخيستني ته وړاندي سوې.
لومړۍ ودانۍ د ډنمارك هيواد په مالي مرسته د نهه مليونه اوه سوه زره افغانيو چي اته درسي ، دوې ادارې اولس بابه تشنابونه لري جوړه سوې اوبله ودانۍ د پوهني وزارت د پرمختيايي بوديجې څخه چي شپږ درسي ، دوې ادارې اوپنځه بابه تشنابونه لري له ټولوملحقاتوسره د دوه مليونه څلورسوه زره افغانيوپه لگښت جوړي سوي دي چي په دې ټولولگول سوو پيسوكي ددې ودانيوڅلورسوه متره داحاطې ديوال هم شامل دئ.