دپاکستان د لاهور ښارپه اردو بازار سيمه کې دځانمرګې بريد له امله دمرګ ژوبلې کچه درې نوي تنو ته ورسيده .
درپوټونو له مخي دغه ځانمرګى بريد کوونکى چې عمريې د ديارلس اوڅوارلس کلونو ترمنځ وو دامام حسين اودکربلا دشيهدانو دڅلويښتمې لمانځنې مراسمو په جلوس کې ځان ته چاودنه ورکړه چې له امله يې د درې پوليسو په ګډون دولس تنه ووژل شول او تردوه اتياتنو نورټپيان شول .
په ورته وخت کې دنوموړي هيواد روغتيايي چارواکي وايي په ټپيانوکې دپنځلس تنو روغتيايي وضعه دانديښنې وړ ده
ديادونې وړده ددغه بريد پړه په نوموړي هيواد کې وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستې .