نجیب منلی
له ډیرو جنجالونو، پر ځای اوبې ځایه بحثونو اوګڼو سازشونو وروسته دا دی نن د افغانستان ولسي جرګه خپله نوې تقنیني دوره پرانیزي.د افغانستان سیاسي پرسونل په تېرو څومیاشتو کې د افغاني،نوې را ټوکېدلې دیموکراسۍ په شرمولو کې هېڅ کمی و نه کړ.
یو غربي لیکوال د خوشبین اوبدبین انسان تر منځ توپیر داسې بیانوي : «بد بین هغه څوک دی چې وایي وضعیت ډېر خراب دی، تر دې نور نه شي خرابېدای خو خوشبین وایي ولې نه، تر دې هم خرابېدای شي.» په هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې اوورپسې پارلماني ټاکنې داسې راغلې چې ملت یې په پورتني مفهوم د خوشبینۍ تر حده رسولی دی او اوس ټول افغانان سترګې پر لار دي چې لا به بله کومه ننداره ورته په مخ کې وي.د ټاکنو لوبه لا ختمه نه ده. د پارلمان له پرانیستې سره سم به د پارلمان د مشرتابه پر سر بیا ږیرې ایستل کېږي او د خځلو ګوزارونه به تاوده وي.
خو کله کله خیال پلو هم په پخولو ارزي. څه به وشي که زموږ د ولسي جرګې غړي چې په سلو درغلیو د ملت تر کوره رارسېدلي دي، د دغه مقدس ځای په درناوي، د یو ځل له پاره د سیاسي سازشونو، قومي تعصبونو او شخصي منافعو پر ځای د ملت د سرلوړولو په موخه یو هوښیار، زړه ور او د وطن په ګټه اقدام وکړي. د دولت د مشرتابه د پېژندل شویو ټېکه دارانو، د زرو د خاوندانو اود زور پر مټ غټو شوو عالي جنابانوپر ځای د افغانستان د هغو قومونو یو استازې یا یوه استازې د ولسي جرګې مشرتابه ته وټاکي چې د هېواد په دولتي دستګاه کې یې ټوله ونډه د یوه یا دوو تنووکیلانو بریالیتوب وي؟
ولسمشر خو د خپلې بې سارې لورېینې اثبات په خورا وضاحت سره وکړ اوهغه ښاغلي یې چې پارلمان د وزارتونو په امتحان کې ناکام کړي وو، د وخت له ضایع کولو پرته په بهر کې د هېواد سیاسي نماینده ګیو ته واستول. دا هم شونې ده چې د پارلماني ټاکنوځینې ناکام کاندیدان به هم دلاسا شي، خوخوار ملت ته څه پاتې دي؟ څومره به ښه وي چې د افغانستان د ولس پر ګټو د تجارتونو په اوږده بهیر کې د یوې برېښنا کدرې وقفه راشي اوداسې څوک د پارلمان د ریاست پر چوکۍ کښېني چې نه لښکرې لري، نه ډالرې لري، نه د امتیاز اخیستلوامید لري او نه د دې امکان لري چې له خپل مقامه د هېواد د لا سپکولو له پاره کار واخلي!