د هلمند ولايت امنيتي چارواكي خبر وركوي چي د يو لړ عملياتو په ترڅ كي چي تېره ورځ د نهر سراج په ولسوالۍكي ترسره سول په پايله كي يې شپږ وسله وال قوماندانان ووژل سول د چارواكو په وينا چي په قوماندانانو كي عمومي مسئول رحيمي ، ګروپي مسئول ملنګ او څلور نور قوماندانان موجول ول چي هغه وخت ووژل سول چي كله يې پر خپلو جنګياليو وسلې وېشلې .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .