کور / سياسي / کرنیل امام هم مړ سو

کرنیل امام هم مړ سو

د www.JahaniOnline.com څخه په مننه


سلطان امیر تارړ، چی په کرنیل امام مشهوروو، لس میاشتي مخکی د هغو ښکاریانو په دام کی چی ده پخپله روزلي وه اسیر سو او پرون یی په هغه دام کی ساه ورکړه. کرنیل امام په وروستیو څه باندی دیرشو کلونو کی د افغانستان د جهاد او مقاومت او داخلی جنګونو په کلونو کی، په تیره بیا د افغانستان په جنوب لویدیځه سیمه کی، د بیخی زیاتو دسیسو او د بی شمیره بی ګناه خلکو د وژلو مسول وو. هغه د لوی خدای ج حضور ته په سرو لاسونو ورغی او زه یقین لرم چی هغه عادل مقام به خپله سزا ورکوي.
. تارړ، چی عمر یی زیات و کم پنځه اویا کلونو ته رسیدی، د کوماندو ګیریلایی جنګونو یو ماهر وو او په دې مسلک کی یی ډیر زیات مجاهدین قوماندانان او طالبان روزلي وه. د هغه له تښتول کیدلو او مړینی سره داخبره نوره هم څرګنده سوه چی له وفادارو شاګردانو! څخه ویره په کار ده.
کرنیل امام خپل تقریبا ټول پوځی عمر د پاکستان د پوځی استخباراتو د ادارې  آی ایس آی په خدمت کی تېر کړی وو او د تیر کال د مارچ پر شپږویشتمه د آی ایس آی د یوه بل خادم صاحب منصب خالدخواجه سره یو ځای د پاکستان د جنوبی وزیریستان په سیمه کی هغو کسانو وتښتاوه چی دوی دواړو تر بل هر چا زیات باور په درلود. خالد خواجه یوه میاشت وروسته خپلو شاګردانو اعدام کړ او مړی یی په لویه لاره کی وغورځاوه. د هغه زوی په یوه مرکه کی وویل چی پلار یی هر وخت ځان ته د شهادت د مرګ غوښتنه کوله او بالاخره خپلي ارزو ته ورسیدی.( البته موږ ټول پوهیږو چی د شهادت مقدس او سپېڅلی مقام داسی خونیانو او مسلکی قاتلانو ته نه په نصیب کیږي)
        د سپینی ماڼی سره د هغه اړیکی دونه خواږه وه او دومره نازولی وو چی مشر جمهوریس جورج بوش هغه ته رسمی بلنه ورکړه او د برلین د دیوال یوه توټه یی وروسپارله او د ژړو پر یوه توټه یی ورته لیکلي وه« هغه چاته چی لومړی ګوزار یی وکړ». البته سپینی ماڼی خپل دغه نازولی ډیر ژر له نظره وغورځاوه او د سپټمبر د یوولسمی له پیښو څخه وروسته د پاکستان آی ایس آی هم له هغه سره، ګواکی، فاصله ونیوله او داسی یی څرګندوله چی کرنیل امام له طالبانو سره د اړیکو په برخه کی د پاکستان د حکومت د پالیسی پیروي نه کوي او له هغوی سره خپلو پخوانیو اړیکو ته یی دوام ورکړی دی. د هغه له مړینی سره سم خبری آژانسونو او د سیمی په اصطلاح سیاسی ماهرانو په خپلو تبصرو کی وویل چی د کرنیل امام له تښتول کیدلو او مړینی څخه داسی ښکاري چی د طالبانو او د پاکستان د پوځی استخباراتو او حکومت ترمنځ اختلاف زور اخیستی دی او طالبان د پاکستان د حکومت قوماندې او اوامرو ته غوږ نه نیسی.
         د خبری اژانسونو او په اصطلاح سیاسی ماهرانو د نظر په خلاف، خبره په دې کی نه وه چی طالبانو د پاکستان د حکومت او پوځی استخباراتو سره ډغري وهلی دي بلکه خبره په دې کی ده چی خالد خواجه او کرنیل امام د خپلو ټولو چالاکیو او سابقې سره سره په دې نه پوهیدل چی هغوی خپلی وظیفې بشپړي کړی دي او نور د پاکستان د حکومت په ترازو کی وزن نه لري. هغوی په دې نه پوهېدل چی څوک د پاکستان د پوځی استخباراتو په نظر کی سپک سي نو بیا د وزیریستان طالبان هم ډیر ری نه پکښی وهي او د عادي جنایتکارانو په څیر سلوک ورسره کوي. پاکستان غواړي د خپلو دوو بیکاره او تر وخت تیرو منصبدارانو په وژل کیدلو سره نړۍ ته وښیی چی طالبان د هغوی پر خبره غوږ نه نیسی او منصبداران یی وژني. پاکستان د افغانستان او خپلي خاوري ټول هغه طالبان چی یا یی د وژلو او بندي کولو په بدل کی د لویدیځی نړی څخه امتیاز ترلاسه کولای سي او یا د هغوی له اجازې پرته له چا سره تماسونه ټینګ کړي وژني او بندیانوي او په دې توګه لوېدیځی نړی ته ښیی چی هغوی د تروریزم او القاعده د له منځه وړلو په عملیاتو کی د لویدیځی نړی او ناټو سره اوږه پر اوږه جنګیږی.
زما زړه ته نه لویږی چی د ناټو دونه پراخ استخباراتی منابع دي د پاکستان په دې زړه پالیسی چی «غله ته وایی غلا کوه او د کور څښتن ته وایی بیداره اوسه» وغولیږی او د پاکستانی حکومت چلونه دی په یو ځل نه بلکه په سل ځله ورباندي وچلیږی. دا می هم زړه ته نه لویږي چی د پاکستان په څیر یو نیستمن هیواد  دي د ناټو په څیر یوې ستري موسسې او د نړی د تر ټولو لوی طاقت د نقشو د عملی کولو په مخ کی خنډونه ایجاد کړای سي. خو داچی ناټو ولي د افغانستان په څیر یوه مظلوم هیواد د خلکو کړولو ته دوام ورکوي او ولي د دې ظالمانه او تباه کونکي جنګ لمنه ژر نه ټولوي زه جواب نه لرم. زه یوازي دونه ویلای سم چی د افغانستان د خلکو د روان کړاو د ختمولو لپاره ډیری لاري سته او دا هم نه سم منلای چی غربي قدرتونو ته به لاری او ګودرونه معلوم نه وي.
     پاکستان د جوړیدلو د ورځی راهیسی په تیره بیا د نسبی ثبات د ترلاسه کولو څخه وروسته  د افغانستان په چارو کی د خصمانه لاس وهني څخه لاس نه دی اخیستی. د افغانستان د حکومت او هیواد  له بې ثباته کونکو قواوو سره د پاکستان د ملاتړ په برخه کی د مارشال ایوب خان له وخته بیا تر اوسه پوري یا هیڅ تغیر نه دی راغلی او یا ډیر لږ  تاکتیکی تغیر راغلی دی.  پیپلز پارټی، مسلم لیګیان، جنرالان، سیاستمداران  قاضی حسین احمد او مولنافضل الرحمن د افغانستان په برخه کی یوشان دریځ لري. د افغانستان د بې ثباته کولو د پالیسی په پرمخ بیولو کی هغه منصبداران او طالبان چی د پاکستان د پوځی استخباراتو په درد نه خوري د سیاسی سطرنج د پیاده ګانو په څیر یو په بل پسی قرباني کیږی او لوبه همداسی دوام لري. د افغانستان د خلکو د کړاوونو د ختمولو او یوه حل د پیدا کیدلو واک د افغانستان د خلکو له لاسه وتلی دی. تر څو داسی مشران پيدا سوي نه وي چی په دې لوبه کی پخپله برخه واخلي، د افغانستان پر خلکو به دا پردي جنګونه او پردۍ سولي تحمیلیږي.