دافغانستان روانوحالاتوپه ځانګړی ډول دولسی جرګی ټاکنو، دنوماندانوشکایتونو، دلوی څارنوالی مداخله اوپه پای کی دهیواددستری محکمی وړاندیزډیرسوچونه راته پیداکړل. اوس داستونزه په یوبل ناوړه پړاوته ننوته. نوځکه می ترډیر سوچ وروسته اوسنی لیکنی ته یوداسی عنوان غوره کړچی کیدای شی ځنی دوستان راباندی په قهرشی، مخکی ترلیکنی دټولودوستانوڅخه بخښنه غواړم.
ماته اوسنی حالات داسی ښکاری چی کیدای شی بهرنیان څوموخی ولری:
۱ – دافغانی زعامت، دهیواددمقننه ، قضایی اواجراییه قواوی وازمویی چی په کومه کچه موږدهیوادعالی ګټی په نظرکی نیسواوخپل منځی دښمنی اواختلافونه په سختو شیبوکی یوی څنډی ته ایږدوکه څنګه؟
۲ – داوږدوکلونودجګړه ایزی تجربوسره سره څومره موږنوروته ښه ګډاکولای شو. ترڅوپه راتلونکی کی په اسانه اوبسیطه ډول دهیوادګټی تربهرنیواړیکو
قربانی کړو.
۳ – ولس ته داوسنی اداری رښتینه څیره بربنډه کول چی نوردهیوادعامه ولس په هیڅوجه پرهیڅ مشرباورونه لری ترڅوهرسیاسی ګوند، افراداواشخاص په اسانی سره دخپلوموخولپاره بیله دولس دملاتړڅخه وکارولای شی.
تردی ټولوخبروکه تیرشم دښوونځی دپښتوکتاب دماشوم توب کیسه رایاده شوه:
« سپین ږیری پلاردځکندن پربسترپروت ووخپل ځوانان زامن یی دوروستی وصیت لپاره راوبلل. مشرزوی ته یی دلښتویوبنډل په لاس کی ورکړی چی مات یی کړی ولی هغه یی په ماتولوبریالی نه شو، ټولوزامنودلښتودبنډل دماتولوهڅی وکړی، ولی زامن یی بریالی نه شوه. پلاردلښتوبنډل په لاس کی واخیست اوهره لښته یی جلاجلا په اسانی ماته کړه چی زامنوته ورزده کړی چی دیووالی په صورت کی به دهيڅ زورواک وس ونه رسی چی تاسوته ماتی درکړی ولی هریوپه بیل ډول اسانه دمنځه وړای شی.»
دمخه تردی چی موضوع ته پیل وکړم یوه لویه اندیښنه می داده چی دعراق چل به په موږافغانانووکړی:
« دپلازمینی اولوی ښارونوامنیت به داسی راته ونیسی چی حکومت دبشپړ ړنګیدو څخه ژغوری ولی دجګړی په ډګرکی به زموږافغانی زلمیان په خپل مینځ کی سره وژنی، بهرنیان به بیله تلفاتودخیرپرغونډی راته ناست وی. دازما راتلونکی ډیره لویه اندیښنه ده.»
غواړم اوسنی حالات په لنډډول راوسپړم: لومړی داساسی قانون ځینی مادی رانقلوم:
فصل پنجم شورای ملی:
قسمت اخرماده هشتادوسوم:
درقانون انتخابات بایدتدابیراتخاذګرددکه نظام انتخاباتی، نمایندګی عمومی وعادلانه رابرای تمام مردم کشورتأمین نمایدوبه تناسب نفوس ازهرولایت طوراوسط (متوسط) حداقل دو وکیل زن درولسی جرګه عضویت یابد.
فصل هفتم: قضا
ماده یکصدوبیستم:
صلاحیت قوه قضاییه شامل رسیدګی به تمام دعاوی است که ازطرف اشخاص حقیقی یاحکمی، به شمول دولت، به حیث مدعی یامدعی علیه درپیشګاه محکمه مطابق به احکام قانون ازصلاحیت ستره محکمه میباشد.
ماده یکصدوبیست ویکم: بررسی مطابقت قوانین، فرامین تقنینی، معاهدات بین الدول ومیثاق های بین المللی باقانون اساسی وتفسیرانهابراساس تقاضای حکومت ویامحاکم مطابق به احکام قانون ازصلاحیت ستره محکمه میباشد.
فصل سوم: ریس جمهور(جمهوری)
ماده شصت وچهارم:
رییس جمهوردارای صلاحیت ها ووظایف ذیل می باشد:
۹ – افتتاح اجلاس شورای ملی ولویه جرګه.
که څه هم زه قانون پوه نه یم ولی د اساسی قانون دپورته موادوڅخه په څرګندډول داسی پایلوته رسیږم:
ـ دهیوادپه اساسی قانون کی ستری محکمی ته دټولودولتی اوشخصی دوسیو د څیړلو واک ورکړه شوی دی. په قانون کی ګونګ اونه پوهیدونکی ستونزی هم دستری محکمی واک دی چی هغه تفصیل اوروښانه کړی.
ددی څخه څرګنده ده چی قضأ یوازاداوخپلواک ارګان دی چی ددوی په پریکړو کی هیڅ اداره اوزورواک لاس وهنه ونکړی. ولسی جرګه هغه مقام دی چی دا قوانین جوړوی. زه نه پوهیږم چی همدغه ولسی جرګه اوپه ځانګړی ډول دولسی جرګی مشرښاغلی یونس قانونی دستری محکمی اودهیواددولسمشرپریکړی نه منی اوداهم وایی چی ددرغلیوڅیړل اودځانګړی محکمی جوړیدنه په پیل کی غیری قانونی وه.
پوښتنه داده چی: دستری محکمی پریکړه نه منی چی په قانون کی په څرګندډول دقانون تفسیرهم ددوی واک دی. ځانګړی محکمه هم دستری محکمی په وړاندیز اودولسمشرپه منظوری رامنځته شوه.
قانونی صاحب! دچاخبره منی، بله دقانون دتفصیل سوړه چیرته لټوی؟ ولی که غواړی چی موږدوړوماشومانوپه څیربهرنیان سره کښینوی اوووایی چی:
( خدای موخوارکه بی عقلانو، ډیموکراسی داسی نه وی، اولکه یتیم ماشومان پرسرموپه څپیړه ووهی، ځی هیوادموپه واک کی دی، دغومره پوهه هم نلری چی په خپل منځ کی یی وویشی داچل هم موږدرزده کړو.بیدی بلاوی مه راویښوی چی هرڅه به دنړی ولسونوته بربنډشی.). زماپه انددغه ډول جوړه غواړی؟
ـ په قانون کی یوجمله بیله ډیره تفصیره څخه لیکلی ده چی: دملی شورااولویی جرګی دغونډوپرانیستل دولسمشرواک دی.
قانونی صاحب اویوشمیرنوماندان وایی چی نه موږیی خپله پرانیزواوکه داهم ونه شوه په بل ځای کی پرانیزو. قانونی صاحب یوڅه مخته ځی چی موږولسوالیوته ځواوهلته به هلی ځلی وکړو. دقانونی صاحب خبروزه په یوبل چورت وهلوته ټیل وهلم چی:
«دچین دپخوانی مشرپه څیرمبارزه دکلیواوبانډوڅخه پیل کوی که بله موخه لری؟»
اوس به دهیوادولسمشروڅیړوچی په څه اخته دی: خپل ځان یی دقوم اوهلته چی کرزی صیب زوکړی دی، بیګانه کړی دی. دهغوکلیوخلک چی کرزی صیب یی په غیږکی لوی شوی دی، هغه ولس له یوی خوادبهرنیانوترکلکوبمباریولاندی دی اودبل لوری دده دوړونوڅخه ترسږموراغلی دی چی ښه بیلګه یی دنسیم پښتون شریفی لیکنه ده چی په www.nahimi.dk/pashto ویبپاڼه کی ترلاندی عنوان لاندی لوستلای شی:
نسیم پښتون شریفی: د ولسمشر کرزی د وروڼو دلاسه د هېواد پرېښودلو ته مجبور شوم.
ولسمشرخپل کارداحمدشه مسعود (دفرانسویانوپه اصطلاح دپنجشیرزمری) په زیارت کولوپیل کړی چی اوس په ډیرځایونوکی (دولسمشرلومړی مرستیال محمدقسیم فهیم فهیم په دفترکی) اوهم دولسمشردفترته نژدی دهغه عکسونه دیو سیال په توګه ورته ځوړنددی. ولسمشربیچاره په مړوډاروی. ولسمشرځکه ډاریږی چی په نژدی لسوکلنوکی ځان نه یوازی ولس ته نژدی کړبلکه دخپل ولسونولخوارټل شوی دی.
دسړی عقل کارنه کوی. یوه ورځ یی ټوپکوال بلل، بله ورځ دهمهغه کسانوپه دفاع کی ولاړوو چی اوس یی خپل پرځان داسی راچاپیرکړی دی چی ښورنه شی خوړلای. اودهغولاسونودنړی دډیروڅارګرواداروسره پټ دی اوډیره انرژی یی مصرف کړی ده چی پښتون قوم نړیوالوته ترهګروروپیژنی چی دبیچاره ولسمشر ترږیری لاندی په دی چاره کی ترډیری کچی بریالی شوی هم دی.
په هلمندکی دځوانانوترمنځ یوه لوبه ده چی«لټی» یی بولی لټی په ظاهره داسی معلومیږی لکه جنګ ولی چی پوښتنه وشی وایی موږلوبی کوو. په دی لوبه کی څونفره یوپربل ځانونه اچوی، ټیلی اوټمبی وی. زماپه اندزموږناحقه پرکرزی صیب زړه سوځی، فکرکوم دوی لټی سره کوی ولی خپل په منځوکی ښه سره جوړدی. دا افغانی لوبه یی په امریکایانوهم زده کړی ده. ولس هیڅ سرنه خلاصیږی چی داڅه جریان لری.
اوس غواړم د(بدلون اوامید) دمشر(ډاکټرعبدالله) خبری په دی اړوندراوسپړم:
اول بایدووایم چی په هیوادکی زموږاوسنی مشران ډیرابتکارنلری دپخوانی مشرانودچلوڅخه ګټه اخلی په دی ماناچی: تیرورهبرانوپراولادودسوپرطاقتود راکټونونومونه کښیښودل، ګوندی ورځپاڼه یی د(پروادا) سره برابره کړه او دځوانانوپه منځ کی د(بریګادو) اصطلاحوی وزیږولی. ولی پایله څه شوه؟!!
Change ډاکټرصاحب عبدالله هم دبارک اوباما اصطلاح دخپل نوی خوځښت دنوم لومړی برخه کړه. ډاکټرصاحب بیریږم چی ته هم په دغه پیښی کولود هجران وروستی شپی په کانتینرکی تیری نه کړی، ځګه زورورځواکونه ډیر ناځوانه دی. اوس به راشوچی اټکل وکړوچی ته کوم تغیرغواړی اوکوم امیدلری:
زه چی ورته ګورم دبدلون څخه به دی موخه داوه چی یوځل بیل دخراسان اود هیواد دټوټه کیدوناری سوری ووهی ځکه دربانی صیب دواک په زمانه کی دا خوبونه ډیرولیدل شوه. امیددی څه دی؟ د(بوش کتاب په جنګ کی) یولسم څپر کی، ۲۰۱ پاڼه ولولی:
« د(زامه ماتونکی) ټیم مشرګیری دسپټمبرپر(۲۷) دواشنګټن دوخت مطابق دشپی پردروبجودافغانستان دپنجشیرپه دره کی داییتلاف دقوماندان جنرال محمدفهیم اود هغه دخارجه وزیرډاکټرعبدالله عبدالله سره وکتل. ده هغوی ته پرمیزیومیلیون ډالره کښیښودل اوڅرګنده یی کړه چی څنګه یی لازمه بولی داروپی مصرف کړی فهیم ورته وویل، چی زه لس زره جنګیالی لرم زیاتره یی سم ولسوال نه دی.
وروسته ترڅه خبروفهیم ورته وایی: «موږتاسی ته هرکلی وایو، موږبه هرڅه چی په وس مووی درته وکړو.»
ښه می رایادیږی چی دطالبانوڅخه څومره په منډه یی ځانونه دپنجشیرغروته ورسول، زمریان ځغاستل، نورخولاڅه کوی. ولی دامریکاپه وسلومودهیواددهغو زلمیانوسره چی دجګړی ډګرته په جبرراوستل شوی، جګړه پیل کړه اوپه ډیره بیرحمانه ډول موقصابی کړه چی دفلموپه لیدلویی دنړی ولسونه (په اصطلاح کفاردی) ژاړی. داهم په یادولری په دغه ډول چی طالبانوهلمندی اوکندهاری ځوانان په جګړه کی را ښکیل کول، تاسوهم په همهغه ډول دپنجشیردمظلوم ولس بچیان دځان ترګټوقربانی کول.
ماته داسی معلومیږی چی هغه دوران به نه غواړی چی دخلکومال، هستی، ښځی اوهرڅه ستاسوپه واک کی وی، ځکه دهغوکړونوڅخه به تاسی هم اوس ستړشوی یاست. زماپه اند (امید) به داوی چی یوځل بیادروپواوډالرونوباران پیل شی اود خزانی کلی موپه لاس کی وی چی دهرچاخوله پټه وی ځکه دولسمشری خوبونه وینی. په نوی اصطلاح دډیموکراسی ترنامه لاندی به مولاسونه خلاصوی.
دتیری هفتی په وروستیوورځوکی دجرمنی ددفاع وزیروویله چی زماپه اندپه افغانستان کی زموږدغوښتنی سره سم ډیموکراټیک نظام جوړیدای نه شی. بوش هم یووخت ترډیری جګړی وروسته په عراق کی ورته اعتراف وکړی. نوځکه ماته داسی ډارپیدادی چی موږبه هم سره پریږدی چی انډوخره ډیموکراسی جوړه کړو. ځانونونه به سره وژنواودوی به موسیل کوی.
دمقالی دلیکنی په جریان کی وم چی ناڅاپی خبرمی واوریدی: «ولسمشرکرزی دبریالیواستازوسره وکتل، وعده یی وکړه چی دراتلونکی چارشنبی په ورځ به ولسی جرګه پرانیزی اوپه مقابل کی بریالی استازی دمحکمی پریکړوته غاړه ایږدی.»
اوس نوتاسوقضاوت وکړی چی انډوخره ده که ډیموکراسی؟ یوځل یی ټوله نړی په ځان پوری وخندول، اخطارونه یی سره ورکړل. ولی سړی نه پوهیږی چی پرڅه سره راضی شوه.
یارانو! زمالیدلوری لکه چی رښتیادی خپلوترمنځوپه حقیقت کی لټی کوی، کله چی ولس باوروکړی چی رښتیاده، بیانووخاندی چی خدای موخوارکه تاسی بیا زموږپه جنجال باوروکړی؟ داخولوبی وی، لټی مووکولی. اوس هغه راباندی غښتلی سو. ماهم خپله ماته ومنله، دومره نوهم ساده نه یم چی جنګ وکړم.
دهیوادمشرانو! په یادیی ولری چی داهرڅه دتاریخ پاڼوته سپارل کیږی اودولس په حافظه کی خوندی دی. که دغربی ډموکراسی دپیښووکولوازل لری نوپه داسی حالاتوکی مشران استعفی کوی اونورکارته دوام نه ورکوی. که داهم نه وی د محکمی ریسان خوبایداستعفی وکړی. دابه بیاڅومره بده وی چی ناست استازی دمحکمی ترپریکړه وروسته بیرته کورونوته رخصت شی. نوریی نه اوږدوم دپاک خدای دربارته دوعاکوم چی پرافغان ولس خپل رحمت وکړی . په درناوی
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه