ليكوال : محمد ضميراليدين كوثر
په نيل سند كي د فرعون له غرقېدو وروسته د بني اسرائيلو قوم د هغه له ظلم څخه خوندي شول، څه موده وروسته الله تعالى حضرت موسى عليه سلام ته حكم وركړ، چي د شام له ځمكي څخه ظالمان خلك وباسي، او د خداى له دښمنانو سره جهاد وكړه، د خپل قوم څخه دولس كسه د بني اسرائيلو د دولس قبيلو سرداران مقرر كړه، چي دا ټول د خپلو سردارانو تابع و اوسي او د الله (ج) د حكمونو پابندي وكړي .
د الله تعالى له حكم سره سم حضرت موسى عيله سلام او هارون عليه سلام د خپلو سردارانو او د قوم په ګډون ،چي د كنعان ته ورسېدل، نو يې خپلو سردارنو ته حكم وكړ، چي دوى د شام وطن ولاړ شي، چي هلته د ظالمو خلكو حالات معلوم كړي .
څه وخت چي دا سرداران هلته ورسېدل او د هغه ځاى حالات يې معلوم كړل، دوى هلته يو ډېر غټ قد و قامت لر ونكى سړى وليدى، چي د هغه نوم عوج بن عنق و، ( دا سړى د حضرت ادم عليه سلام له وخته بيا د حضرت موسى عيله سلام تر وخته ژوندى و) د ده قد 30،330 ګزه اوږد او 3500 كاله يې عمر درلود، د د ه
د مور نوم صفوره او د پلار نوم يې عنق و، د نوح عليه سلام له توفان څخه ژوندى پاته شوى و، د خپل اوږد قد له امله په سمندر كي هم نه ډوبېدى، د سمندر په تل كي به يې ماهى ونيوى او د خپل اوږد قد له امله به يې د لمر په تاو پوخ كړ، وبه يې خوړ، (حواله معارج النبوه) عوج بن عنق چي دا سرداران وليدل، له هغوى څخه يې پوښته وكړه، چي له كومه راغلاست او چېرته ځئ، سردارنو چي ده ته خپل حال ووايو ، نو ده ټول ونيول او خپلي ښځي ته يې د ښودلو لپاره يو وړل، خپلي ښځي ته يې و ويل :
– وګوره! دا ټول له ما سره جنګ ته راغلي دي .
له دې ويلو سره يې دوى په ځمكه وغورځول، غوښتل يې لكه د مږيتون په شان يې تر پښو لاندي وسرويي، ښځي يې ورته و ويل :
– دوى پرېږده، دا كمزوري او ناتوانه خلك دي، خپله به ولاړ شي، د دوى وژل تاته څه ګټه كوي .
دا سرداران د ظالمانو له زياتوالي څخه ډېر ووېرېدل، بيرته راغلل ، دوى د شام خبري او د دښمن د قوت په اړه موسى عليه سلام ته په تفصيل سره بيان وكړ، او دا يې هم ورته و ويل چي د هغه ځاى مېوې ډېري غټي غټي وې، كه د انار يوه دانه سړى وخوري پرې موړ به شي، همدا رنګه مو غټ غټ انګور هم وليدل، كه يو دانه وخوړل شي سړى په موړ شي او بل ته به اړتيا نه وي، كومه مېوه چي دوى له ځان سره راوړې وه، هغه يې حضرت موسى عليه سلا م ته ورښكاره كړه .
موسى عليه سلام دوى ته و ويل :
– د خپل قوم خلكو ته د شام د خلكو او د هغوى د قوت په اړه څه مه واياست، ځكه چي دا خلك له اول بې زړه دي او له جهاده به وتښتي .
د ده په دغه حكم له دولس سردارنو څخه يوازي دوه سرداران په خپله ژمنه ولاړ پاته شول، او نورو لسو وعده خلافي وكړه، هغه حال چي يې ليدلى و ټول يې د قوم خلكو ته و وايو، او دا يې هم ورته و ويل چي دوى عوج بن عنق ونيول، كله چي قوم له دوى څخه د دښمن د قوت په اړه واورېدل، نو سره ورك شول او له جهاد څخه پر شا شول، بيرته مصر ته په تګ بوخت شول، حضرت موسى عليه سلام ورته و ويل :
– اې خلكو! تاسي مه وېرېږئ، له جهاد څخه د تېښتي كوښښ مه كوئ، له ما سره الله تعالى وعده كړې ده، چي زه به پر كافرانو تاسو ته برى دركوم .
قوم حضرت موسى عيله سلام ته و ويل :
– هلته خو يو غټ قد وقامت لرونكى سړى دى، او هغه ډېر غښتلى دى، تر څو چي هغه سړى هلته موجود وي، موږ هلته نه ځو .
هغه دوه سرداران يوشع بن نون او كالوت بن قتاده چي په خپله وعده ولاړ و قوم ته يې و ويل :
– اې قومه! ودرېږئ او په هغوى حمله وكړئ، الله تعالى به تاسو ته برى دركړي، موسى وعده كړې ده، چي الله تعالى به هغوى ضرور و وژني، لكه څنګه چي يې فرغون مړ كړى دى، تاسي چي په الله تعالى باندي يقين كوئ نو په هغه اعتبار ولي نه كوئ .
قوم و ويل :
– موږ ټول به ټول عمر هلته نه سو ولاړ ، اې موسى! ته او ستا رب دواړه ولاړ شئ له هغوى سره وجنګېږئ، موږ خو دلته كښېنو .
موسى خواشيني شو او دوى ته يې ښېرا وكړه، چي له دې وجي څخه د شام فتح څلوېښت كاله وځنډېده .
په دې وخت كي د بني اسرائيلو خلك په ځنګلو كي سرګردانه و، موسى او هارون عليه سلام خپله لكړه په لاس كي واخيسته شام ته د جهاد لپاره روان شول، څه وخت چي شپه شوه نو بني اسرايلو بيرته مصر ته د تګ اراده وكړه، ټوله شپه روان و، خو څه وخت چي سهار شو كه ګوري له كومه ځايه چي روان شوي و تر اوسه په هغه ځاى كي دى، دوى پوه شول چي دا حال مو د موسى له ښېرا څخه شو .
بيا نو يوشع بن نون دوى ته و ويل :
– په ميدان كي ودرېږئ، صبر وكړئ او استغفار و واياست، تر څو چي موسى عليه سلام شام فتح كړي او رانه سي، د موسى د ښېرا له امله د بني اسرائيلو شپږ لكه كسانو و نه كړاى شول چي له دغه ځاى څخه ووځي، د دې ځاى نوم تيه دى، چي د فلسطين، اردن او مصر په منځ كي يوه ميدانى علاقه ده .
څه وخت چي موسي عليه سلام عوج بن عنق ته نژدې ورسېدل ، نو يې د خلكو وحشي شكلونه وليدل او وورېرېدل، د الله په يادولو سره پر مخ ولاړل، څه وخت چي عوج بن عنق دوى وليدل نو عوښتل يې، چي دوى ونيسي او د مېږيتون په شان يې سره وسرو يي، وې ويل :
– ته د بني اسرائيلو هغه سردار يې چا، چي فرعون له خپل قوم سره په نيل سند كي غرق كړ .
له دې ويلو وروسته يې په موسى عليه سلام حمله وكړه، موسى عليه سلام په ده باندي ځوابي حمله وكړه، د موسى عيله سلام قد هم لس ګزه اوږد و ، موسى عيله سلام لسه ګزه ور ټوپ كړ، په خپله لكړه يې په زور په ګونډو كي وواهه، چي عوج بن عنق ځاى په ځاى وغورځيد او مړ شو.
ويل كيږي چي د هغه جسد څلوېښت كاله په ځمكه پروت و، په دې وخت كي د هغه غوښه ټوله ويلي شوه، يوازي هډونه يې پاته شول، كله چي موسى او هارون عليه سلام له جهاده بيرته راغلل، نو يې دغه اسكليټ په درياب نيل باندي كېښود، او تر يوه وخته پوري دا اسكليټ په درياب نيل باندي د پل په ځېر كارېده .
( د نور معلوماتو لپاره معارج النبوه او قصص الانبيا وګورئ)