د هلمند ولايت امنيتي چارواكي وايي چي د دې ولايت د مركز لښكرګاه ښار و شمال اړخ ته په پنځلس كيلومترۍ كي يې د وسله والو پر پټنځايو يو لړ عمليات كړي چي په پايله كي يې د نوموړو چارواكو په وينا شپږ وسله وال وژل سوي او څلور نور ژوبل سوي دي. چارواكي زياتوي چي نوموړو كسانو غوښتل چي د لښكرګاه پر ښار او بېلابيلو سيمو كي عمليات ترسره كړي .
د يادوني وړ ده چي تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .