کور / تازه خبرونه / د هلمند د ناوې ولسوالۍ لاره به پخه سي

د هلمند د ناوې ولسوالۍ لاره به پخه سي

ددې ولسوالۍ لسگونوقومي مشرانواومخورو د يكشنبې په ورځ دهلمند د والي محمدگلاب منگل سره دولايت مقام د غونډوپه تالاركي د ليدني اوخبرواترو پرمهال غوښتنه وكړه چي د دې ولسوالۍ لويه لاره چي اوس مهال خامه ده په پاخه اواساسي ډول جوړه سي .
دغه مخورواوقومي مشرانود هلمند والي ته ډاډ وركړ چي د ناوې ولسوالۍ اوسېدونكي به د دغي لاري ساتنه په كلكه توگه كوي اوهيڅ چاته به اجازه ور نه كړي چي ددې لاري پر سركومه ستونزه رامنځ ته كړي اوكارخنډ وگرځي ،دغو خلكو په دې برخه كي هر ډول همكارى ته چمتووالى وښود.
دهلمند والي محمدگلاب منگل دناوې دخلكودا اقدام وستايه .
نوموړي زياته كړه چي لكه څنگه چي ددې ولايت نوروولسواليوته هم دلويولارو د جوړولو اوپخولولړۍ روانه ده دالړى به د ناوې د ولسوالۍ پر لويه لاره هم پېل سي