کور / راپور / د سروبي ولسوالۍ څومره ناامنه ده؟

د سروبي ولسوالۍ څومره ناامنه ده؟

د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ یوشمېر قومي مشران که څه هم په دغه ولسوالی کې امنیتي حالت د ډاډ وړ بولي،خو وایی چې لا تر اوسه هم څه نا څه امنیتي ستونزې شته . د یادې شوې ولسوالۍ یوه قومی مشر، الحاج شاه محمد د مرغومی په ۲۳مه له لروبر سره په یوه مرکه کې وویل، چې د سروبي به ډیریو کلیو او سیمو کې امنیت ښه دی، خو په ځینو سیمو کې اوس هم ستونزې شته .


د نوموړي په وینا، اوس مهال د سروبي په اوزبین سیمه او پردغې ولسوالۍ د کابل- تورخم د تېرې شوې لویې لارې په اوږدو کې وخت ناوخته امنیتي پېښې رامنځ ته کیږي . خو الحاج شاه محمد وویل، چې د تېرو دريو کلونو په پرتله اوس مهال د سروبي ولسوالۍ امنیتی حالت، د ډاډ وړ دی . هغه زیاته کړه: (( تقریبا درې کاله پخوا د ګلبدین حکمتیار یوه قوماندان اخترمحمد په سروبي، بګرامیو او چهارآسیاب ولسوالیو کې د حکومت پرضد فعالیت کاوه چې زموږ منطقه یې هم ناامنه کړې وه، خو اوس هغه نه لیدل کیږي او دلته هم کراري ده . ))


نوموړي همدا راز وویل، چې یاد شوی قوماندان له دریو کلونو راهیسې په سیمه کې ندی لیدل شوی، ځکه چې هغه مهال امنیتی ارګانونو د قوماندان اختر محمد د نیولو هڅې پیل کړې وې . شاه محمد د وروستۍ پوښتنې د ځواب پرمهال په سروبي ولسوالۍ کې د امنیت ټیکاؤ د امنیتي ارګانونو لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه چې اوس مهال، افغان او بهرني امنیتي ځواکونه په یاده شوې ولسوالۍ کې د امنیت راوستو لپاره، زیار باسي . خو د یادې شوې ولسوالۍ یو اوسېدونکی او قومي مشر اکبرخان بیا وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې د حزب اسلامي تر څنګ د طالبانو ډلې هم فعالې دي . هغه وایي : (( دا سهي ده چې قوماندان اختر محمد د همدې ولسوالۍ دی اودلته ښه بلدیت لري، نو ځکه ډیرفعاله و، خو ‌طالبان هم ترې کم ندي، هغوی هم خپل خلک لري . )) اکبرخان وویل، چې کیدای شي د حزب اسلامي یاد شوی قوماندان بېرته سیمې ته راستون شوی وي، او دا ځکه چې د تورخم پر لویه لاره بریدونو زیاتوالی موندلی دی .


نوموړي داهم وویل، چې یواځې دولت او بهرنیان نشي کولای په یواځې د سروبي ولسوالۍ دامنیت په ټینګولو کې بریالي شي . اکبرخان زیاته کړه: (( مهم رول ولس لوبولای شي، که ولس له دولت سره مرسته وکړي، خپلو کلیو کې مخالفین پرینږدي او دولت ته د ترهګرو په اړه خبر ورکړي، نو هیڅ مشکل به نه وي . )) د سروبي ولسوالۍ یو امنیتي کارکوونکی چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي، وایي چې دوی په دې ورستیو کې په اوزبین او یوشمېر نورو سیمو کې پوځی عملیات ترسره کړي،چې ښې لاسته راوړنې یې لرلې . د هغه په وینا، تېرکال د دوی او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د ‌طالبانو یو مهم قوماندان (غازي) چې په اوزبین کې یې فعالیت کاوه، ووژل شو، چې له هغه وروسته په سیمه کې څه نا څه ارامي راغله . خو یاد شوي امنیتي کارکوونکي اوس مهال په یاده شوې ولسوالۍ کې د حزب اسلامي د قوماندان، اختر محمد د شتون په اړه ناخبري وښوده .


سروبي، چې د کابل په شاوخوا ۷۵ کیلومټرۍ کې ختیځ لور ته پرته ولسوالۍ ده، له پوځي پلوه له ستراتیژیکوسیمو څخه شمېرل کیږي . شاوخوا دوه کاله وړاندې د دغې ولسوالۍ په اوزبین سیمه کې د ‌‌طالبانو او د ناټو پرمشرۍ د ایساف د فرانسوي سرتېرو تر منځ په یوه نښته کې، کابو ۳۰ فرانسوي سرتېرو ته مرګ ژوبله اووښتې وه .