کور / تازه خبرونه / ټونس: د سياسي ګوندونو د فعاليت بنديز لغوه شوه

ټونس: د سياسي ګوندونو د فعاليت بنديز لغوه شوه

دنوموړي هيواد تازه حکومت وايي له دي وروسته داسلام پالو په ګډون ټول سياسي ګوندونه کولاى شي په دغه هيواد کې په ازاد ډول فعاليت وکړي.
دغه اعلاميه دنوي کابيني دلومړۍ غونډي او زين العابدين بن علي دواکمنۍ له لړنګيدو وروسته دولسمشرۍ ماڼۍ لخواصادريږي .
دټونس مؤقت حکومت په دغه هيواد کې په تازه تاوتريخوالوکې دوژل شويو کسانو د درناوي په خاطر درې ورځې ملي ماتم اعلان کړى دى .
ديادونې وړده ملګرو ملتونو خبر ورکړى وو چې په ټونس هيواد کې په وروستيو تاوتريخوالوکې له سلو زيات کسان وژل شوي دي.