کور / خبرتیا او پيغامونه / د استاد ازمون او لېوال د لمانځغونډې خبرتیا

د استاد ازمون او لېوال د لمانځغونډې خبرتیا

د دانش خپرندویې ټولنې او لغمان فرهنګي بهير له خوا د هیواد دسترو ادبي سڅو دلمانځنې په لړ کې   د روان کال د جدي پر لسمه نېټه په لغمان ولایت کې د استاد محمد آصف صمیم په ویاړ  یوه درنه غونډه جوړه شوې وه چې د هیواد له ګوټ ګوټ او کوزې پښتونخوا  نه پکې په سلګونو قلموالو ګډون کړی و.
دانش خپرندویه ټولنه او لغمان فرهنګي بهير په پام کې لري چې په دې لړ کې خپل دوه نور درانه ليکوال او شاعران ښاغلي استاد لال پاچا ازمون او عبدالغفور ليوال هم ولمانځي.
لکه چې ټولو ته څرګنده ده دغو دواړو ښاغليو پښتو ادب ته نه هېرېدونکي خدمات ترسره کړي چې موږ یې همدغو ادبي هلوځلو ته په کتو سره غواړو یوه درنه غونډه جوړه او د ټولو قلموالو په استازيتوب یې له خدماتو مننه وکړو.
که څه هم دغه ښاغلي په ډیر څه ارزي خو وايي چې برګ سبز تحفه دروېش.
په پای کې له درنو قلموالو ملګرو نه هیله کوو لکه څنګه چې یې د استاد صميم په ویاړ جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی و دې غونډې ته په راتلوسره خپل دغه دوه نومیالي هم ونازوي.
نېټه :د روان کال د جنوري ۲۸ مه
وخت : ماښام پېنځه بجې
ځای: لغمان ولايت مرکز
بلونکي : دانش خپرندویه ټولنه او لغمان فرهنګي بهير