هغه ژبي چي معیاري دي په لیکنه کي یې لیک نښي هم هرومرو دلیکني یو جز دی. که چیري لیکدود (املا) لیکل کېږي او دغه لیک نښي (Interpunktion) نه مراعات کېږي؛په لیکنه کي ناسم تیا ګڼل کيږي.
دخبرو په مهال کي دږغ بدلون یا سا کښل یادمه کول چي راځي ؛دغه بیا لیک نښي په لیکنه کي ښیي.
که څه هم چي سړی خبري کوي ږغ پورته اوکښته کېږي او يو ډول خوځښت هم ورسره وي؛ ددې خوځښت د ښوولو په لیکنګ کي امکان نسته؛خوبیا هم په دغه لیک نښو سره څه نا څه یوشی کېږي. دلیک په لوستلو کي څه اسان تیا راځي. او دغه لیک نښي د ژبښود(ګرامرGrammar) یو جز دی، مراعات کول یې په لیکنه کي خامخا يي دی.
په هري معیاري ژبه کي دغه نښي یې په لیکنګ کي په یوه ډول یابل ډول سره ليدل کېږي؛خو دوي علامې لکه ټکی (۰) او پوښتن نښه (؟) په ټولو ژبو کي یو ډول کاريږي. مانا داچي ورسته ترخبَري وېګړي (جملې)ټکی راځي اوپوښتنیزي وېګړي ته پوښتن نښه ورکوي.
دلیک نښو (Interpunktion) ډولونه دغه دي: لومړی: ټکی،« ۰» (Dot)،دويم: پوښتن نښه «؟» (question-mark) ، درېم: کږکۍ «،» (Comma)،ځلرم: څرکی «؛» (Semicolon)، پنځم: دوه ټکي « : » (colon)،شپږم: ږغ نښه «! » (exclamtion)، اووم: کرښه « – » ( dash, divis)،اتم: نوککی (“ „ « » ) (qoutation-mark)،نهم: لیندۍ [« () » ] (parenthse)،لسم: ټکي ټکي « . . . »
لومړی: ټکی (dot) دغه نښه تل دیوې خبَري وېګړي وروسته راځي. کله چي وېکړه پای ته رسي باید ټکی یې شاته کښېښول سي. دساري په توګه: نن هوا دومره سړه نه وه. یا بله وېګړې: ما دا پرون د احمد سره پر سړک ولاړ ه ولېده.
دویم: پوښتن نښه (question-mark) دغه نښه تل د پوښتنیزي وېګړي وروسته راځي. په لیکنګ کي دامانا ورګوي،چي پوښتنه کېږي. دساري په توګه: ته نن څه کوې؟ یا: احمد نن سهار چیري ولاړ؟ یاني دهري پوښتنیزي وېګړي وروسته خامخا پوښتن نښه راځي.
درېم: کږکۍ (Comma) دغه نښه په موصولو وېګړو(جملو)کي،د اصلي او فرعي وېګړي په منځ کي راځي. د ساري په توګه: موصولي جمله: دغه هلک چي،پرون تا ولېدی، زماورور وو.اصلي او فرعي جمله: دی برايې کورته تی،چي له بهریې ورور راغی. دلته « دی برایې کورته تی » اصلي (سکه) وېګړه ده او « چي له بهریې ورور راغی » فرعي وېګړه ده. کږکۍ دڅو نومانو یا څو ستاینو په منځ کي چي پرله پسې راسي راځي. لکه: اکبر،محمود،احمداونثار پرون زما کورته راغله. د انور په هټۍ کي سپین،تور،ژړاوسره دسمالونه زړې ده. کږکۍ د« او» ځای نسي. یاني چي ډېر «او» په جمله کي رانسي نو پر ځای یې کږکۍ لیکي.
څلرم: څرکی (Semicolon) دغه نښه دوې اصلي (اري) وېګړي سره بېلوي. لکه: مانن د پوهنتون له استادانو سره خبري وکړې؛رئیس دپوهنتون هم راغی او خپل دفتر ته ولاړ.دغه جملې کېدای سي،چي یو اصلي اوبله یې فرعي جوړه سي.
پنځم: دوه ټکي (Colon) دغه نښه چي یوه ګړه یاوېګړه تشرېح کوي دهغوورورسته راځي او بیایې تشرېح کوي. لکه: صادق داسي وویل: (سوله په جنګ نه بلکي په خبرو راځي.)- لکه سکاڼ: وسپین آس ته سکاڼ وایې.
شپږم: ږغ نښه (exclamtiion) دغه نښه دامریا دغوښتني او یا پرچا دږغ کلو پرمهال راځي. لکه: ودېرېږه!
وروره دلته راسه! اې زماخدای(ج)!
اووم: کرښه (dash)دغه نښه هغه مهال راځي،چي په وېګړوکي دډېرو کږکیو مخ نیوی وکړي یا لوستونکی وروسته تر لوستلو وړوکې دمه وکړي او یاد دو شمېرو ترمنځ- دشمېرپرځای دتشریحي جملو په سرکي هم راځي. لومړی: ته به روښتیاهم حقیقت وايې – خوزما په اند بیا بل ډول ښکاري. او که په یوې جملې کي ډېر کږکۍ راتلې د دغو دمخ نیوي لپاره کرښه راځي – د اوږدې جملې دمخ نیوي لپاره هم کارځني اخلي. د دو شمېرو تر منځ لکه: ( ۱۳۸۹ – ۱۳۶۰ ). ځیني مهال د «تر» مانا هم ورکوي لکه: (له کابله تر غزني) داسي یې هم لیکي. لکه : ( له کابله – غزني). (A-Z). د جملو په سرکي راځي. لکه: ده د پنځو پرمخ تګنو دڅرنګوالي توپیر داسي وکړ،چي – دوديزه ټولنه
– ټولنه د تېرېدو په حال کي
– د ټولني سعودي (اوچتېدو)څرنګواله
– وپرمخ تګ ته د رسېدو حالت
– د خوراکي توکو د ډېرښت مهال
کرښه په نورو ځایو کي هم راځي.
اتم: نوککی (qoutation-mark)دغه نښه هغه مهال راځي، چي په لیکنه کي دیوه کتاب نوم یا د یوه سړي نوم، متلونه اویا دچانېغه خبره راولي. لکه: تاد „رحمان باباکتاب“ لوستلی دی؟ دی په لوړو غورځېدانو کي نن „۲،۲ “ متر لوړ وغورځېد. د ده دغي خبري „سباسهار راسه“ زمانظر و خپل خواته واړاوه. دغه متل دی،چي وایي: „سل دي مره یودي مه مره“ تل یې دخلکو له خولې اورو.دغه نښي( “ „ ، « » )
سره یوډول دي؛ که هره یوه نښه په لیکنه کي راسي پروا نه لري.
نهم: لیندۍ (parenthse) دغه لیک نښه په لیکنه کي هغه مهال راځي،چي لیکونکی دبل لیکوال نقل قول کوي. دغه لیک نښه (وېګړنښه) ډېر ډولونه لري. لکه: کږه لیندۍ ()،چنګکې لیندۍ [ ]، کونج لرونکې لیندۍ〈〉 اړخ لرونکې لیندۍ { {…} او دغسي نور.
لسم: ټکي ټکي (. . .)دغه نښه د جملې په پای کي راځي،چي لیکوال خپله اندیښنه وښیي او دفکر ځای یې خالي پرې ایښی وي،چي لوستونکی په خپله فکر وکړي. لکه: ته لومړی یې . . .! احمد په غضب نآرې کړه.
اویا داسي: غوث ګنګوړه سو « زه . . . زه نه پوهېږم . . . محمود په خبره کي ور ولوېده او وې پوښته: په څه شي نه پوهېږې؟
دغه وېګړنښې په ریاضي کي هم راځي او حتمي دي او هلته یې رول بل دی. کږکۍ « ، » په ریاضي کي ورته عشاریه یاني لسمه وایي. لکه: (۳،۴). لیندۍ هم دغسي چي دغه بیایوجز دریاضۍ ده.
په ليکنه کي وېګړنښي (لیک نښي) د ژبښود (ګرامر) جز دي. ټوله نړۍ والي پر مخ تللي ژبي دغه لیک نښي په خپل لیکنه کي په نظر کي نسي. که موږ خپله ژبه معیاري کوو نو حتمي ده،چي دغه نښي د نورو ګرامري ارکانو تر څنګ هم مراعات کړو.
لیکونکی محمدسرور وکیلي.
اخځونه:
۱:- ویکيپېدیا(Wikipedia
۲:- دمحمدسرور وکیلي دلیکدود او لیکښود کړنلاره او سمه لیکنه ۴۴ مخ