پاکستاني استخباراتي چارواکوهغه رپوټونه ردکړل چې ويل کيدل دوسله والو طالبانو مشر ملامحمدعمر دکراچۍ په يوروغتون کې دزړه عمليات کړي دي .
واشنګټن پوسټ امريکايي ورڅپاڼې تيره ورځ داستخبارتي سرچينوله قوله رپوټ خپور کړ چې دوسله والو طالبانو مشر ملامحمدعمر دزړه له ناروغۍ له امله دکراچۍ ښارپه يوروغتون کې له بسترکيدو وروسته دزړه عمليات ترسره کړي دي .
دغه خبر په داسې حال کې خپريږي چې نړيوال هم وايي چې دوسله والو طالبانو مشران په پاکستان کې پټ شوي دي .
بلي خوا ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم رسنيو ته ويلې چې نه يې مشر د زړه ناروغي لري او نه هم هغه په پاکستان کې موجود دى، نوموړي ويلې چې دا د نړۍ والو رسنيو تبليغات دي چې د طالبانو په مشر پسې يې کوي.