په فراه ولايت کې دافغان اونړيوالوځواکونو په يولړ ګډو چاڼيزو عملياتوکې دوسله والو طالبانو ديوه سيمه ييز قومندان په ګډون يوشمير وسله وال طالبان هم دوسلو اومهماتو سره يوځاى نيول شوي دي .
دگډو ځواکونو له لوري په خپره شوي خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه کسانو دفراه ولايت په خشرود ولسوالۍ کې دګډو ځواکونو لخوا دعملياتو پرمهال ونيول شول .
خبرپاڼې دنيول شويو کسانو دهويت په اړه څه نه دي ويلي .