د افغانستان اسلامي جمهوريت له خپلو ګاونډيو هېوادونو ايران اوپاكستان څخه غوښتنه كړيده چې په نوموړو ملكونو كښې هستوګن افغان كډوال په كراره او تدريجى توګه راوباسي، دغه ټكى په اولسى جرګه كښې د قومونو، قبا ئيلو او هېوادته د راستنيدونكو كډوالو دكميسون په غونډه كښې دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت استازى څرګنداوپه ډاګه كړ ده وويل چې اوس مهال په ايران كښې 900 زره اوپه پاكستان كښې له دى زيات افغان كډوال ژوند كوي ده زياته كړه چې افغانستان په رسمي توګه له ايران څخه غوښتي دي چې خپل هېواد ته دافغاني كډوالو راستنول پړاو په پړاو تر سره كړي او هر كال له 200 زره كډوالو څخه زيات را ونه باسى خو ايرانى چارواكودغيرقانوني افغان كډوالو دراايستلو دغه پروسه دهيواد تودوالي تر مهاله ځنډ ولي ده د ( نووستى) دخبرى اژانس د رپوټ له مخي دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت استازى داهم ويلى دى چې له پاكستان سره هم ورته موافقه لاسليك شوى ده وويل چي اوس مهال دري ميليونه افغاني كډوال په پاكستان كښې ميشت دى ده زياته كړه د28 كالو راهيسي په افغانستان كى د وګړو شميرنه نده شوى خو بيا هم ملګرى ملتونه وائى چى افغانستان اوس مهال 25 يا 26 مليونه نفوس لري.