کور / تازه خبرونه / د ډنمارك دفاعي كمېټې په هلمند كي پر مرستو ټينگاروكړ

د ډنمارك دفاعي كمېټې په هلمند كي پر مرستو ټينگاروكړ

د دغه هيواد د دفاعي كمېټې يوشمېرغړود سېشنبې په ورځ هلمند ته د خپل ناڅاپي سفرپه ترڅ كي دهلمند والي محمدگلاب منگل سره د ليدني په ترڅ كي يوځل بيا پرخپلو ژمنو ټيڼگاروكړ.
دغه غړو دهلمند اوسنى حالت ښه وباله اووې ويل چي نه يوازي به خپلو پوځي مرستوته دوام وركوي بلكي د روغتيا،پوهني اوبيارغوني په برخوكي به هم خپلومرستوته دوام وركوي.
د هلمند والي محمدگلاب منگل په دې ليدنه كي د ډنمارك هيواد دمرستوچي په دې ولايت كي يې په ځينو برخوكي ترسره كړي ستاينه وكړه
ديادوني وړده چي ډنمارك په افغانستان كي شاوخوا۷۰۰سرتيري لري چي دهلمندپه گرشك ولسوالۍ كي مېشت دي .