کور / تازه خبرونه / اسلامي حزب پر افغانستان د اېران بنديز وغانده

اسلامي حزب پر افغانستان د اېران بنديز وغانده

د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب د اروپا له څانګي څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي د دوى ګوند د اېران د حکومت هغه اقدام په کلکه غندي چي پر افغانستان يې د نړۍ والو نورمونو خلاف د ژمي په سخت يخ کي تېل بند کړي دي.
په خبرپاڼه کي د افغانستان پر حکومت او په ځانګړې توګه د بهرنيو چارو پر وزارت هم نيوکه سوې چي يې د اېران د دې نادودو خلاف يې چوپه خوله نيولې او دا چي په دې هکله يې هيڅ نه دي کړي، دا معنى لري چي د افغان حکومت ځيني چارواکي هم له اېران سره په دې دسيسه کي شريک دي.
دغه خبرپاڼه چي د اسلامي حزب د اروپا د څانګي د مشر قريب الرحمان سعيد له خوا خپره سوې، پکښي راغلي چي افغانستان يو آزاد او خپلواک هيواد دئ او په کابل کي د اېران د سفير هغه څرګندوني هم غندي، چي د وايسراى رول يې لوبولى او د افغانستان له حکومت څخه يې د اېران ضد مظاهره چيانو د نيولو غوښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کي د اېران پر حکومت ږغ سوى چي سمدستي پر افغانستان دغه نا اعلان سوي اقتصادي بنديزونه پاى ته ورسوي.