کور / تازه خبرونه / دسوډان دحکومت مخالف مشر حسن ترابي نيول شوى دى

دسوډان دحکومت مخالف مشر حسن ترابي نيول شوى دى

دحسن ترابي ګوند خبر ورکړى چې نوموړى په خپل کورکې دپوليسو له لوري نيول شوى .
تردي وړاندي حسن ترابي خبردارى ورکړى وو،که چيري په سوډان کې بيې راټيټي نه شي نو ددغه هيواد وګړي به انقلاب وکړي اوکيداى شي دتونس په شان ناامني هم په دغه هيواد کې رامنځ ته شي .
دا لومړى ځل نه دى چې حسن ترابي نيول کيږي تيرکال هم حسن ترابي چې دولسمشرۍ ټاکني له درغليو ډګې بللي وي يوه نيمه مياشت يې په بندکې تيره کړه .