شمس الدين کاکړ د خپل عشقی نړۍ پرته د خپل وطني احساس لامله خپل وخت ټولنیزو سیاسي ستونزو ته هم ګوته نیسي او د طنز په رنګونو د هغه وخت د وضعي یو ډیر کره انځور کاږي دا انځور په پېنځو برخو ویشلی شو:
لومړی برخه يې د و خت د ظالېمو،ستمکوونکو حاکیما نو بدو او کرغیړنو کړو په طنز بیان او بې ډره غندل دی . هغه په ډیره مېړانه د هغو د تیریو او بدو کړو یادوته کوی د هغو رخو او بخیلیو ته ګوته نیسي او دا هېله لري ګوندې دا شعرونه يې دلوی مشرانو تر غوږونو ورسيږي.
په دستار مه شه غلط د کوکنار
په سبب د ظالمانو حاکمانو
ځنی تښتی دولتمن او ساهوکار
دکاندار يې شو همه افتاب نشین
دکانونه مستطرح شول د بازار
هرسړی يې له حسده هسی پر دی
لکه پر وی له دانو نه سره انار
تنګ چشمی یې د هیچا له سترګو نه ځي
که خرڅېږی په پیسه سره خروار
له تهمته د دولت په سر تور ګرځي
څوک له وېری تر سره نه تړی دستار
یو عادل حاکم پیدا نه شو په ده کښې
چي اباد په زراعت شی یا تجار
نه خلاصیږی له بېګاره له چګاره
لکه خر وړی له خواریه پر سر بار
احتمال شته ګوندي لږ عبرت پرې واخلی
که څوک وروړی تر حاکمه دا ګفتار
دویمه برخه يې د بدو کسانو دکړو غندل دی چې د خپلو پلرونو په وینو جوړکړی آزادهیواد په خپلو نادانیو د خپل ځانګړې ګټې په خاطر ټوک ټوک کوي او لکه قصابان یوبل د واک لپاره وژني
پېشینه خلکو ګټلی ځنی ولاړل
ناخلفه مه شه لوی دچا پر در
ننګیالی او مېړنی تر دنیا تېر شول
اوس یې پاته شول پر ځای ګنده مادر
یو له بله سره وژنی قصابان شول
صبح شام یې دی په کور کښي شوروشر
درېیمه برخه يې د وخت د ریا کارو زاهدانو او ملایانو غندل دي او د هغوټګۍ او کلپۍ رسوا کوي.
زاهده که وایی راته پندونه
لکه رنځورکړی پر روغ دمونه
دردسخن يی ښه شان نګاه کړم
چي له پنبه وو ډک کړم غوږونه
څلورمه برخه يې د سپيتانې او غوړه مالې غندل دي چې ځینو خانانو ته د سپو چمونه کوي.
په امید ددی چې یاد مي په نامه که
چاپلوسی کړم لکه سپی د خپل صاحب
په خپل لاس تر خاورو لاندې کړم همځولی
ډیر احمق یم چې لانه اخلم عبرت
پینځمه برخه يې دا دنیا د خلکو دمطلبی توب غندل دي چې هر څوک تر خپله مطلبه د بل یاري کوي یاني یار تر کوڅې تیر کړه رنګ يې هیر کړه!
د هرچا چې مي یاری شی
په یاری شی هغه سګ
خوی خصلت د پښتانه کا
پر اخر وخیژی برګ
نه دی پوه به راشه درشه
لکه فیل ځي په دګ دګ
چي اخلاص کړم ورله مخه
دی معلوم شی راته تګ
زه دګل تخم کرمه
ځني وخیژی خرډګ
په پایله کې له ځان سره سوچ کوي چې داطنزی پندونه چا ته وايي؟!
هغو ته چې ورته دخره عرعر،د چنګ ږغ او ډهل یو دی !!!
پر غوږونو د نادانو سامعانو
ږغ د خره چنګ ودهل دری واری یو دی
بیا په ملامتي له ځان سره وايي :
نه رسول يي نه وکیل یې چی ابلاغ کړی
نور دی څه دی شمس الدینه په چا کار
نوربیا