کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ملی امنیت مشر له طالب سره د مصالحی خبری رده وي

د ملی امنیت مشر له طالب سره د مصالحی خبری رده وي

نعیم سعید
د ملی امنیت ریس ډاکټر سپنتا طلوع نیوز سره په مرکه کی وویل چی:
که طالبان خبرو ته حاضر نه وي نو دوی به له نظامی لارو چارو کار واخلي. ده دا هم وویل چی حکومت کی د مختلفو ګروهو خلک شتون لري چی یوه ډله یی د طالبانو غوندی نظر لري او د طالبان غوندی فکر کوي او همدغه ډله بیا له طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوي. ده دا هم وویل چی څنګه کیدلای شي چی له طالبانو سره خبری وشي په داسی حال کی چی هغوی دافغانستان اساسی قانون نه مني، د ښځو حقوقو ته په احترام ندی قایل، او دپردیو په چوپړ کی دي. ده په سیاستوالو زور راوړ چی باید نړبوال پرینږدی چی د افغانستان څخه دی د لنګی غوا په څیر ګټه واخلي.
ده په حکومت کی دفساد په باره کی دا هم وفرمایل چی په ډیرو دا ډول دوسیو کار روان دی چی له مخی به یی ډیری حکومتی چارواکی محاکمه او د قانون منګولو ته وسپارل شي او …
را ځو دی ته چی د حکومت د دغه لوی چارواکي په خبرو تبصره وکړو:
که طالبان خبرو ته حاضر نه وی نو دوی به له نظامی لاری مخکی ځي: کومه نظامی لاره؟ دا نهه کاله ایا تاسو د خبرو له لاری مخکی لاړۍ چی نن د تاسو په خبره یوا ځینی بدیل همدا نظامی لاره پاتی دی. دنړی تر ټولو زورو ځواکونه له تاسو سره دي. دنړیوالی ټولنی ملاتړ له تاسو سره دی. د نړی ټول نوي او عصری جنګی وسایل له تاسو سره دي چی طالب جان یی تصور هم نشی کولای، نړیواله او وطنی رسنی تاسو سره دي، نو بیا ولی تاسو په دغو نهو کالونو کی کوم دنظر وړ پرمختګ تر لاسه نه کړ؟
طالب سره ورځ تر ورځی خلک یو ځای کیږي او ستاسو له ملی پوځ او ملی پولیسو خلک تښتي. طالب جان ورځ په ورځ کابل ته نږدی کیږي او ستاسو لمن ټولیږي. والی او ولسوال مو د ولایت او ولسوالیو مقامو بیرون وتلی نشي په دغه تیره هفته کی مو چی په نورستان کی کوم عملیات د طالب جان خلاف پیل کړی وو ایا پولیس یی ورک ندي ایا تاته تر اوسه دا پته شته چی هغوی له طالب سره یو ځای شوي او که له منځه تللي دي؟ په نیکتاییو او پتلونو جنګ نه کیږي جناب! ستا ملی فوځ او ملی پولیس، زیاتره چهارعیب شرعي دي. کومه انګیزه نلري، طالب جان بیا د انګیزی سره جنګیږي اوله اخلاقی فساده پاک دی. ستا دټلوالی يه دومره جنرالانو ونشو کولای چی کندهار کی امن راولي؟ هلمند په دومره فنډ سره، سره در په در دی.
طالب سره د نه خبرو دلیل یو دا هم دی چی طالب قانون نه مني، دښځو حقوقو ته احترام نلري…
د شمالی ټلوالی ملایان قانون مني؟ د کرزي په دغه جوړ شوي قانون هره ورځ ملنډی نه وهل کیږي. اغبر په نره ملی سرود په ځای کومه بله سندره په نړیواله کچه ونه غږوله؟ ستا په امر د سرنوشت مسول مدیر دا څو ورځی مخکی ونه نیول شو؟ دا ته جناب د ولسی جرګی لخوا په ایران کی د مهاجرینو د موضوع په اړه رد نه شوی؟ ایا له ته یی داعتماد رایه وانه خیسته؟ دا ته چی د کرزی دسولی خبری رده وی او دولسمشر څخه ځان پورته کڼی! ځان ته دیموکرات او نوی فکر خاوند هم وایی نو هغه وخت چی دملت استازو زد کړی ولی د استعفی ونه کړه؟ لږ خو د تونس له دیکتاتوره زده کړه چی ۲۳ کلن حکومت یی په یوه ورځ کی پریښوده، له ګاونډی بدمعاش پرویز مشرف یی زده کړه چی د ملی ګټو لپاره یی لوی درستیز او ولسمشری چوکی پریښودي. ستا رسنی د ملی مصطلحاتو څخه روزانه سرغړونه نه کوي. ملی ویاړونه مو له خاورو سره برابر نه کړل. طالب په هیڅ سره دایران مخی ته ودریده، ته له دومره بهرني او داخلي قوت سره، له دومره بهرنیو مشاورینو، او تکنوکراتانو سره، سره داسی یوه ستراتیژي وړاندی کولای شی چی دایران دګوستاخیو جبران وکړي. ایا د شمالی ټلوالی معلم عطاالله نور د قانون ماتوونکی ندی؟ ددی با وجود یی د حکومت دومره مهم پوست نیولی. لږ په ایمان!!! سره ووایه.
دښځو کوم حقوق؟ راځی چی سپینه یی سره ووایو چی ستا د بشر حقوقو ازاد او نا پییلی کمیسون تراوسه دهغو دریو جینکو چی په فراه کی د ایساف دځواکونو له خوا پری جنسی تیری وشو کوم اته پته وکړه؟ دایران اکسپرس ټی وي یی خبر خپور نه کړ، که نور مالومات دی په کار وی نو درسنیو مرکز به درسره مرسته وکړي.
ایا د طلاقونو شمیره ندی اوچته شوی؟ په هغو نورو یی زه نور څه نه وایم.
ته دیوی ښی حکومتداری دعویدار یی! دیوی ښی اداری غوری!!! کوي.
کومه ښه حکومتداري؟ میاشت کیږي چی ستا حکومت، مشاورین، تکنوکراتان، پوهنتونیان په دی ونه توانیدل چی ایران سره د ۲۰۰۰ تیلو ټانکرونو مسله حل کړي. نو حکومتداري څه ته وایی؟ ښه اداره که فساد ته ویل کیږي نو تاسو په کی ریکارډ لرۍ. وزیر اومعین په اونیو، اونیو په خپلو کی سره لاس او ګریوان وي، ستا وزیران تر اوسه په دی ونه توانیدل چی کلنی بودیجه مصرف کړي نو بیا ښه اداره څه ته ویل کیږي؟ جناب دا وایه چی په دومره فنډ سره ستا حکومت په دی ۱۰ کلنو کی په دی ونه توانیده چی خلکو ته په پراخه کچه دندی پیدا کړي؟ ته د هیواد دندو دموندلو تر ټولو مشهور انټرنیټی سایټ اکبر وګوره چی دورځی څومره ددندو دموندلو اعلانات له ځان سره لري. ۱۰۰ که زر. ورځینی ددندو اعلانات له ۱۰۰نه ډیريږي نو بیا ملت ته د هغه جاهل طالب چی ته وایی او ستا د تکنوکراسی تر ومنځ فرق څه شو؟ دا وویه ګرانه!!! چی ایا د کوکنارو خلاف مبارزی سره، سره کروندګر بیا د کوکنارو کښت ته مخه ندی کړی؟ نو ستاسو موثریت په څه شی کی دی؟ ته قسم وخوره چی دملا ربانی-د اوسنی امن شوری ریس- ځوی ددی وړ وو چی په بهر کی دی سفیر وټاکل شي؟ هلکه ځوی دی مړ شه پدی خبره چی رسنی ازادی!!! دي. دوی خو دی دایران، امریکی، ستا، او شمالي ټلوالی دملایانو خلاف یو تحلیلی راپور وړاندی کړي. ته خو نر شه داسماعیل خان په هغو خبرو چی دانتخاباتو کمیسون چارواکی ته یی کړي یوه تجزیه وړاندی کړه. ته وایی چی تراوسه په دغو لسو، شلو کلونو کی دی د ملا عمر سره نه دی لیدلی او نه هم دلچسپی لری نو ته له کومه وخته افغان ملت خپل نماینده ټاکلی، له کله څخه یی ستا په غاړه دومره مهم پیټی بار کړۍ؟ ایا دکرزی له واکمنی نه مخکی ته چا په ملک کی پیژندلی؟
ګرانو لوستونکو: حیران په دی یم چی ولی د حکومتی چارواکو دنظرونو ترمنځ دومره غټ درز موجود دی؟ هلکه چی د حکومت دومره غټ چارواکی له طالب سره خبری رده وي نو ولسمشر مشوری له چا اخلي او یا دوی که ولسمشر ته دداسی خبرو مشوره نه ورکوي نو دوی څه کوي؟ که د حکومت اپوزیسیون کی ځان واقع کوي نو په نره دی اعلان وکړي چی مخالف دی یم؟ خو فکر نه کوم چی بیا دومره غټ معاشات ورته پیدا شي؟ له شا ډز کوي بی غیرته!!!