دسترې محكمې د وكيلانو داتحاديې پخواني رئيس منيراې ملك وئيلي دي چې وكيلان به د چودري افتخار او نورو قاضيانو دبحاله كولوپرته بله لاره خپله نكړي پينډۍ كښې وكيلانو ته دوينا پرمهال منيرملك زياته كړيده چې د وكيلانو دغورځنګ په نتيجه كښې د18 فبروري په انتخاباتو كښې جمهوري قوتونه بريالي شول چى كوم ګوندونه د ټولو قاضيانو بحالي نه غواړي هغو ګوندونوته جمهوري ګوندونه نشي ويل كيدلې وكيلان به هيڅكله دخپلو غوښتنو څخه تېر نشي.