د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه كي راغلي چي د ماين په يوه چاودنه كي شپږ تنه ملكي وګړي ووژل سول او درې ته نور ژوبل سول . په خبرپاڼه كي د دې پيښي لامل د وسله والو له لوري ښخ كړل سوى ماين په ګوته سوى .
خبرپاڼه ليكي چي ياده مرګ ژوبله د حاجي زين الله د كور و غړو ته اوښتې ده