د غونډي چلوونکی ښاغلی ډاکټر محمد داود جنبش و او د سيمينار پيل د قرآن کریم په ايتونو سره وسو ، وروسته له ښاغلي ميرويس افغان د خبريال ويبپاڼي له مسول څخه مننه وسوه چي ددغسي يوې ارزښتناکي ورځي ياد يې تازه کړ او ددې غونډي په جوړولو کي يې هلي ځلي وکړې .
په غونډه کي د انګلستان کي د يو شمېر افغان لیکوالو او پوهانو تر څنګ له بېلابېلو اروپايي هيوادونو پوهانو او ليکوالو برخه اخستې ده او د نړۍ له بېلابېلو هيوادونو علمي مقالې ، پيغامونه او نظریات يو به يوه اوريدل کيږي . دغونډي مشرتابه پلاوي په توګه حقوقپوه ډاکټر محمد عثمان روستار تره کی او د اغلې صفيه حليم وټاکل سوه .
د يادوني وړ ده چي ددې غونډي جريان په ژوندۍ بڼه له انځورونو سره د لراوبر تر څنګ په ږغيزه بڼه له خبريال ويبپاڼي هم خپريدﺉ .
تر دې وخته د غونډي لومړنۍ مقاله د ښاغلي شهسوار سنګروال نيازي لخوا د احمدشا ابدالي د بريد تر مخه په هندوستان کي سياسي حالات تر سرليک لاندي ولوستل سوه او وروسته ښاغلی غلام محمد زرملوال خپله علمي مقاله وړاندي کړه .
وروسته د غونډي چلوونکي ښاغلي داود جنبش په کندهار کي د احمدشاباباد زيارت د شاوخوا جوړولو د پاملرني په اړه خپله خاطره وويله او يادونه يې وکړه چي په دې برخه کي ټول افغانان خصوصآ لوړ پوړي چارواکي کار وکړي .
وروسته څېړونکي او ژورناليستي اغلي صفيه حليم ستېج ته راغله او ۲۵۰ کاله پخوا يې د افغان پوځ د څرنګوالي په اړه خپله څېړونه وړاندي کړه .
د يادوني وړ ده چي اغلي صفيه حليم د افغانستان تاريخي څېړنو په اړه د انګلستان په بريټش موزيم او بېلابېلو نورو لويو کتابتونونو کي څېړني کړي دي چي يوه له ډېرو لاسته راوړنو يې د احمدشابابا د دغه عکس د رښتينتوب په اړه ده چي د افغانستان په تعليمي نصاب او يو شمېر نور واسنادو کي موږ ټولو ليدلی دی يو خيالي انځور نه بلکي لوی احمدشابابا پخپله کښېنستلی او د انځورګرانو لخوا یې تصوير رسامي سوی دی .
له سويډن څخه افغان څېړونکي او ليکوال ښاغلي حبيب الله غمخور د احمدشابابا د جګړو په درشل کي سوله ايزی هڅي تر سرليک لاندي مقاله واوروله . نوموړي د خپلو خبرو په پيل کي د لومړنيو ويناوالو څېړني وستايلې او همدا ډول يې په لندن کي د خبريال ويبپاڼي ادارې او خاص ډول ميرويس افغان لخوا ددې غونډي جوړيدل پر ځای او مهمه هڅه وبلله .
نوموړي وويل چي ددغسي هڅو څخه بايد داسي انګېرنه ونسي چي ګواکي ددې غوندي موخه د هند د ولسونو پر وړاندي يوه هڅه ده بلکي ددغسي غونډي جوړول زموږ ځوان نسل ته د خپلو تاريخو حقايقو راڅرګندول او حقايق له احساساتو څخه د راجلا کولو او ولس ته د رسولو په معنا دي .
ښاغلي غمخور د خپلي مقالې په يوه برخه کي وويل چي لوی احمدشابابا موږ ته يو داسي هيواد راجوړ کړ چي تر اوسه راپاته دی .
دجواهرلعل د پوهنتون استادښاغلي امريش دهاکا خبري چي په ويډيوي بڼه ثبت سوی وې د پردې پر مخ وړاندي سوې . هڅه کوو ددې خبرو لنډيز وروسته له لراوبره هم خپور کړو .
وروسته د هندي ليکوال او څېړونکي ښاغلي منوهرسينګ پترا ثبت سوې څېړنيزه مقاله واورول سوه ، نوموړي د خپلي خبرو په ترڅ کي وويل چي د هند لخوا احمدشابابا ته ليکونه لېږل کېدل او له هغه يې غوښتل چي د مرهټه پوځ څخه د هندي ولس د خلاصون په موخه ددوی مدد وکړي ، دا په داسي حال کي و چي په سيمه کي نورو واکمنانو هم د هند د ترلاسه کولو په اړه فکر کاوه .دا ږغ يوه برخه به وروسته له لراوبره د تفصيلي راپور په بڼه خپور سي .
له فرانسې څخه د افغانستان د چارو څېړونکی حقوقپوه ډاکټر محمد عثمان روستار تره کي د لوی احمدشابابا دواکمنۍ پر مهال د پاني پت جګړه له حقوقي پلوه و ارزاوه ، د نوموړي په څېړنه کي دې پر دې هم رڼا اچول سوې وه چي د لوی احمدشابابا جنګي چاري د کومو حقوقي ، بشري او اخلاقي اصولو سره برابر وه .
ورپسې له کاناډا څخه د افغان ليکوال او څېړونکي ښاغلي نثار احمد صمد لخواد ( ايا شاه بابا صرف د هند شتمنيو ته ورتی ؟) تر سرليک لاندي چمتو سوې وه چي د عبدالله احسان لخوا واوروله سوه . په دې څېړنه کي پر هند د احمدشابابا لخوا د بريد هغه اړخونه په مستند ډول سپړل سوي وو چي ياني لوی احمدشابابا د شتمنيو ترلاسه کولو او لوټ تالان په نیت نه بلکي د افغان هيواد منافعو ساتلو او ګاونډي هند سره د مرستي په نيت تللی و ، په دې مقاله کي ويل سوي چي د احمدشابابا جګړې په پای کي افغانان او مرهېټان زيانمن کړل خو ګټه يې سيکانو او انګريزانو ته ورسېده .
وروسته د تاريخپوه او څېړونکي اکادميسين محمد اعظم سيستاني رالېږل سوې مقاله په بلجيم کي د افغان کلتوري جرګې مشرتابه غړي ښاغلي انجنير سيد حضرت سادات لخوا واورول سوه .
ښاغلي يما باريز د پاني پت له ميدان او لوی احمدشابابا د پوځي قطعاتو له ميدانونو ، تاريخي ډبرليکونو او په ډيلي کي د لعل مسجد څخه په يوه واټن کي د هغه مسجد په اړه انځوريز راپور وړاندي کړ چيري چي لوی احمدشابابا ډيلي ته د رسمي مراسمو په پرمهال په لومړي ځل ننوتلی و .
وروستی ويناوال د غونډي جوړوونکی افغان ژورناليست او د خبريال ويبپاڼي مشر ميرويس افغان و چي د غونډي پريکړه ليک يې واوراوه او د ټولو مېلمنو او همکارانو څخه يې ددې غونډي لپاره دهلو ځلو له امله مننه وکړه ، په دې سره د سيمينار علمي برخه پای ته ورسيده او د ډوډۍ خوړلو تفرېح پيل سوه .
د غونډي دوهمه برخه مشاعرې ته ځانګړې سوې ده چي تر ماښامنۍ خوړلو وروسته به پيل سي .
د يادوني وړ ده چي ددې سيمينار تفصيلي راپور د مقالو د لنډيز سره وروسته له لراوبر ، خبریال او نورو ويبپاڼو خپريږي . دغه ډول د کوربه ټولني لخوا ژمنه سوې چي ددې سيمينار علمي مقالې دکتاب په بڼه هم چاپ او خپروي .
د غونډي تازه حال وروسته له لراوبر او خبريال ويبپاڼو خپريږي .