کور / علمي / د پښتو ژبي دوېګړو جوړښت (construction of sentences)

د پښتو ژبي دوېګړو جوړښت (construction of sentences)

د ګرامري (Grammar)تورو سم ایښول په وېګړه کي او د لیک نښو سم کار ول په یوې سمي لیکني کي هرومرو کار دی. که وېګړه وپېژنو او دهغې بنسټ راته څرګند وي،د لیک نښو په کار وړلو و پوهېږو، نومودپښتو لیکنه څه ناڅه معیاري کړې وي. ښاغلي لوستونکي دي پرما دا ګومان نه کوي، چي زه و ښاغلولیکوالانوته ښوونه کوم؛ نه! بلکي د اغواړم،چي ټول پښتانه لیکوالان او لیکونکي یوډول
نورم (Norm)سوې لیکنه ولري. ژبه یوه پوهنه ده،چي په ټولو پوهنو کي ورګډه ده. هرعلم په ژبه او په لیکنګ سره تشریح کېږي، راټولیږي،انځورېږي او کره کېږي. هرمسلک بیاځانته جلا ژبه او اصطلاحات غوره کړي. نو زموږ دپښتو ژبي لیکوالانو ته دا ښایې، چي خپله خوږه کلاسکه (زړه) ژبه په یوه نورمي چوکاټ کي راولي. په دغه کارکي په لومړي کتار کي ژورنالستان،مطبوعاتي کسان،لیکوالان،وروسته بیا د بنسټ دایښولو لپاره او له تل لپاره ښوونځي دي. ښونځي باید دپښتوژبي دبنسټیزي زده کړي لپاره یوسم دنننۍ ژبو دنورمونو سره کوریکولم (Curriculom) ولري،چي پښتو ژبه په معیاري توګه زده کړي؛نو دختیز،لوېدیزاو سوسهلي «ژبي» خبري به بیا نوي. اوځانګړيزه جوړونه به هم له منځه ولاړه سي؛ دا ځکه چي یو معیاري ښوونځیز سستم منځ ته راځي او ټول دغه معیار بیاد بنسټ له مخه پېژني او یوه سمه پښویه به ولري. دا یوځانګړی بحث دی؛منتهادلته دښه پوهاوي لپاره مي یوه لنډه یادونه وکړه.
اصلي خبره دپښتو وېګړواودهغوجوړښت دی.
لومړی: د وېګړي (جملې) غړي لکه: نوم، کړنه،ستاینه اویانوردغسي شیان چي ددغو پرځای راځي،دي.
نوم یامسندالیه اویا فاعل (Nomenativ) دی، چي یو کاریاکړنه ځني راځي. لکه: احمد، انسان،کور اونور.کړنه یافعل (Verb) دی،چي یوکاریاکړنه کېږي. لکه: خوړل،چیښل،ځغاستل او دغسي نور.
ستاینه یاصفت (Adjektiv) دی،چي دنامه څرنګواله ښیي. لکه: ښه،ښکلی،ناوړه،ناموزه اونورډېر.
دوه ډوله افعال په وېګړه کي سته،چي یو یې عام او بل یې خاص دی.
عامه کړنه هغه کړنه ده،چي یوه کړنه مطلق پر یوکار یوعمل باندي دلالت ونه کړي؛نو دغه فعل ته ربطي (اړیز) اویا عام (ټولیز) فعل وايي. لکه: د« ول،سول،کېدل » مصدرونه (Infinitiv).
خاصه کړنه هغه کړنه ده،چي یوکار او کړنه وښیي؛ یاني یو فعل یا عمل وښیي. لکه: «تلل،خوړل،چیښل » اونور. د وېګړي اړیکه (دجملې رابطه) باید د عامو مصدرو څخه وي. لکه: د « ول » فعل (Verb) چي اصلې «اري » عام فعل دی او دهغه بېلښتي غړي دي . د بېلګي په توګه که ووایو،چي: ( هنر ښه دی.) دلته هنر «مسندالیه» ، ښه «مسند» او «دی » یې اړیکه (رابطه) ده.
دغسي وېګړو ته ساده یا خبري وېګړي هم وایي. څو بېلګي: « احمد ډېر غښتلی وو.» « هواډېره ښه ده.» دغه دویمه وېګړه د ګرامر له مخي څېړو: هوا «مسندالیه یانوم» دی،چي درېم شخص غایب مؤنث ده. ډېره ښه «مسند یا قید» دی،چي په هوا پوري اړه لري. ده « اړیکه یارابطه » ده،چي د«ښه » اړیکه د هوا سره ښیي؛ «ده» هم عامه کړنه ده د درېم شخص مؤنث لپاره د اوس په مهال کي ګردان سوې،چي د «ول» له مصدره راجلا سوې ده. ډېر ښه: دغه ستاېنیز قید دی. داسي پوښتل کېږي: هوا څرنګه ده؟ هوا ډېره ښه ده.
موصولي جملې (تړلې وېګړي): تړلي وېګړي د تړلو ضمیرونو(Relativ Pronouns) سره راځي. موصولي جملې په کږکۍ(Comma)«،» سره جلا کېږي. موصولي (تړلي) ضمیرونه لکه: چي، ځکه چي، کله چي،څرنګه چي،دغه چي،دغه رنګه چي اونور. بيلګه: څوک چي، درواغ وایي،هغه غلاکوي. زده کونکی چي، خپل لوست زده کوي، هغه بریالی کېږي. کله چي ، ماولیدې،خوته بېخي جوړوې. دغه رنګ چي، ته اوس ماوینې،پخوا هم دغسي وم. زما کتاب چي، ستاڅخه وو، هغه دي څه کی؟
څرنګه چي ،مي ته ولیدې، ستا امانت مي رایاد سو.
فرعي جملې (نااري وېګړي) هغه وېګړي دي،چي یوه جمله فرعي اوبله يې اصلي وي. بېلګه: څنګه چي د سختي واوري د اورېدو وړاندوینه وسوه، نو ځکه زه خپل کار ته نه ولاړم. که زه کور ته درغلم،خپل موټر به راکې!
هغه مهال چي(کله چي) دی د خپل کار دفتر ته راغی، نویې خپل ورور ته ټلېفون وکی.
اصلي او فرعي جملې (وېګړي) هغه جملې دي،چي د پای جمله په لومړۍ جملې پوري اړه ولري. لکه: ده پرون ولیدم، چي ما کالي پرېوله. «ده پرون وليدم » اصلي وېګړې ده او «چي ماکالي پرېوله» فرعي وېګړې ده،چي په لومړنۍ وېګړي پوري اړه لري. ته کابل ته تلې،چي ما تلیفون درته وکی. دویمه جمله فرعي ده او په لومړۍ جملې پوري اړه لري. تادي خدای (ج) راجوړ کړي،چي موږټوله کورته درسو.


التزامي یاشرطي جملې هغه مهال ویل کېږي،چي شک او رَد وي،هیله اوغوښتنه پکښې وي. ټوټکي یې دادي: امکان لري، ښایي،که،ممکن اونور. غوښتنه: کاشکي مي لکه کوتره بالونه درلودای،نوبه الوتای. هيله: له خدای(ج) څخه مي جوړ او روغ غوښتی یې. شک: که چیري زه کورته ولاړم،ته به هم بیا راپسې راسې. وېره: ده وېره لرله،چي ورور به یې له ناروغۍ نه سر راپورته نه کړي.


د وېګړو ډولونه ډېر دي؛خو يو څو چي دلته وښوول سوې او په هغه ځانګړو ځایوکي يې لیک نښي هم وښوول سوي، چي په نننۍ لیکنه کي کارځني اخستل کېږي.
د جملو په جوړولو کي مصدرتل دجملې په پای کي راځي،څنګه چي تاسویې په پورته جملوکي ګورۍ. خوبیاهم یوه بېلګه راولم: زه پرون له خپل ملګري او د ده د ورور سره یوځای بازار ته ولاړم. لازمي مصدر «تلل» دی ،فاعل ضمیر متکلم دی.
له سره – ټوټکی (preposition)دی. « خپل» ملګري . . .یوځای مفعول دی،چي (prepositional-object) یې بولي. فعل یا کړنه (ولاړم) په تېره زمانه (ماضي مطلق) کي راغلی. که دوه فاعله په یوه وېګړه کي راسي نو فعل دجمع حالت اختیاره وي. لکه: زه او احمد کور ته تلو. دلته «تلم »ناسم دی،چي دپورته له جملې سره توپیرلري،ځکه دغه جمله دوه فاعله لري،چي یويې ضمیر متکلم «زه» او بل يې نوم «احمد» دی، چي په اړتوري (conjunction) «او» سره تړلي دي.


دوه مصدرونه په یوه جمله کي پرله پسې:
هرکله چي په یوه وېګړه کي دوه فعله پرله پسي راسي؛ نو لومړی مصدر یې پرخپل حال پاتیږي او دویم يې ګردانیږي. لکه: موږ ته دا ټول کتابونه یو وار ښوول سوي دي. دلته د«ښوول» او د«سول» مصدرونه راغلي؛خو «ښوول» مصدر پرخپل حال پاته دی او «سول» په تیرمهال (ماضي قریب) کي ګردان سوی دی. بله بېلګه: اوبه ډېري سړې نه چیښل کېږي! « چیښل» او «کېدل» دواړه متعدي مصدرونه دي،چي دلته «کېدل» دحال په مهال کي دغایب مفردمفعول لپاره ګردان سوی دی. دغه جمله مجهوله (ناڅرګنده) منفي جمله ده.
که چېري یوه لیکنه بېله لیک نښو وي؛نو داسي ښکاري لکه یو ځنځیر چي دکَړیُو خولې یې خلاسي وي. یالکه یو تار چي توري،ژړي اوسپیني مرۍ دي ور اچولي وي او نوم دي غاړګې پر ایښی وي. لیک نښي باید دوېګړو د جوړښت سره سم پرخپل ځای کښېښوول سي. ځیني لیکني چي ګورې؛لیک نښي یې داسي په کار وړي وي،چي هیڅ د لیک نښي اړتیا نه ورته لیدل کېږي؛ نووېګړه هم سمه نه ښکاري،چي داڅرنګه وېګړې ده. نو زه وایم: « المعنی فی البطن شاعر.» په ځینو لیکنو کي ليدل کېږي،چي یوه جمله پوښتن نښه (؟) لري؛خو دجملې څخه یې نه ښکاري،چي جمله دي پوښتنيزه وي.
په ليکنه کي د پنځو (ي ګانو) پر خپل ګرامري ځای باندي لیکل،دلیک نښوپه لیکنه کي مراعاتېدل، دجمع اومفرد دفعلونوپه نظر کي نیول حتمي کاردی.


لیکونکی محمدسرور وکیلي.


اخځونه:
۱:- الماني ګراماتیک (Duden: die Grammatik)
۲:- دپښتوژبښود (دپښتوګرامر) مؤلف محمدسروروکیلي ۸۶ یم تر ۸۹ یم مخه پوري
۳:- پښتوګرامر «جزاول » مؤلف صدیق الله «رښتین» ۱۵۳مخ