له څه مودې راهیسې اورو چې په کابل او ولایاتو کې د جنایي پیښو کچه لوړه شوې او شا او خوا د ډول ډول پیښو د پیښیدو خبرې کیږي ، خو زه ددې څو کرښولیکلو ته په دې اړ شوم چې ټاکو اوس خوله ولګوله، یعنې دا چې د اوریدو سره سره زه او زما دوه ډلې خپلوان د تیرو دوو اونیو په اوږدو کې د کابل په ښار کې د دریو بیلابیلو پیښو ښکار شو، او د سر په سترګو مو ولیدل چې مجرمین څومره تیره، زړه ور او د قانون نه بې ویرې دي او د امن په غیږ کې د اوسیدو خوب لیدونکی خوار وطنوال څومره بې کسه، مظلوم او نا هیلی دی .
په تیرو دوه اونیو کې ما او زما خپلوانو ته د کابل د ښار په بیلابیلو برخو کې درې واقعې پیښې شوې چې په لمړنۍ پیښه کې زه د یکه توت په منطقه کې د ماښام د پنځه نیمو بجو په شاوخوا کې د موټر تښتونې د یوې واقعې څخه روغ رمټ بچ شوم الحمدلله.
په دویمه پیښه کې زما یو خپلوان چې تور بکس یې په غاړه کې پروت وو (د لپ ټاپ کمپیوتر ګمان پرې کیده) د کابل د نوي ښار پارک ته څیرمه د ماښام تر لمانځه لږه شیبه وروسته وخت کې د څوکسانو له خوا د چاقو ګانو تر برید لاندې راغی او د لوئ څښتن په فضل او د ژمنیو پیړو جامو د اغوستلو له برکته سر سري ټپي شو.
په دریمه پیښه کې چې د خیرخانې مینې په ساحه کې وشوه هغه هم د لوټ او یا اختطاف په قصد د ماښام په تیاره کې تر سره شوه چې په هغې کي د لاره نیونکو او زما د خپلوانو تر منځ د سوک څپیړې تر څنګ د چاقو او برچې څخه هم کار واخیستل شو او دواړو خواو ته ټپونه واوښتل.
د امنیتي حوزې د مسؤولینو د مداخلې وروسته (چې په قوي ګمان سره دغه مجرمین ددوۍ شریکان او خپل کسان دي) لاره نیوونکي (چې د هیواد د یوې نازولې طبقې څخه وو) خوشې او په دې پلمه چی وهل شوي دي بري کړای شول او مقابل لوری د ځان نه د دفاع په جرم فورا د دوسیې د ترتیبیدو وروسته د څارنوال صاحب دروازې ته ودرول شول.
د څو ورځو راهیسې چی زما دا خپلوان د څارنوال صاحب په لنګه غوا بدل شوي دي څارنوال صاحب او همکاران یې هره غرمه د کابل ښار د یوه نوي رستورانت د ډوډۍ د مزې څکلو شوق کوي ، چې د فیصلې په ورځ به د څه تقاضا کوي الله دې خیر کړي.
د ملک په مرکز او ولایاتو کې ورځ په ورځ د جرم او مجرمینو بازار ګرمیږي او د عامو وطنوالو لپاره ژوند ستونزمن کیږي، هر وطنوال په یو ډول نه په یو ډول د داسې حالاتو ښکار کیږي او نور ورته ګوري خو هیڅ هم نه شي کولی.
څه وکړو د ټولو نه لاره ورکه ده نارې ، سورې ، چېغې ، فریادونه ، بند او پرانیستي لیکونه…..
رسنئ او ټولو په خپل خپل وار او په کراتو کراتو له دې حالت نه د مسؤولینو په غوږونو کې چِيغې وهلي دي خو څوک دی چې خپل مسؤلیت و پیژني او دا حالت بدل کړي !
د چور په دې تود بازار کې، آیا د امنیتي حوزو مسؤلین خواران چې ایله د څو څو لکه ډالرو په لګولو په دې پوستونو ګمارل شوي ددې حق نه لري چې فقط او فقط د خپلې امنیتي حوزې په حدودو کې یو څو کسان په حلالې غریبۍ وګماري ؟
ولې نه ، د مور شیدې یې شه .
پام کوۍ چې کله دغه امنیتي حوزو ته د غلا ، لوټ او یا کومې بلې جنایي پیښۍ څخه د شکایت لپاره لاړ نه شئ ګوندې د اسمان ستوري به د ورځې و شمارئ.
اکثره داسې تبصرې هم اوریدی شي چې دا پیښې سازمان یافته دي، فلانی وزیر صاحب خپلو خلکو ته مخه ورکوي چې ځانونه ماړه کړئ حکومت د کرزي دی پړه پر هغه ده .
او یا هم ځینې کسان خپلو سیاسي موخو ته د رسیدو لپاره دا حالات منځ ته راوړي.
ای خواره وطنه ! ستا سیاستوال او سیاسي مفکرین اوس خپل اهداف د غلو او مجرمینو له لیارې لاس ته راوړی او بیا ستا او ستا د بیوزلو بچو د ورځې د ښه کولو لاپی وهي.
هر څه چې کیږي ملامتیا یې بیا هم د بې کفایته ، پڅ ، ړانده او کاڼه کرزي په غاړه ده ځکه چې دده د حکومت دوره ده .