دامریکا دجمهور رئېس مرستیال جوبایډن،په افغانستان کي دنړیوالو ځواکونو لوى قوماندان ډیویډپتریوس،په افغانستان کي دامریکا سفیر ایکن بیري او دافغانستان او پاکستان دپاره درچارډو هولبرک ځاى ناستى فرانک روجیرو او د امریکا دبهرنیو چارو وزارت مرستیال،په لوګر او وردګو کي دامریکایي ځواکونو قوماندان انتونیا دمیدان وردګو ولایت څخه په کتنه کي دولایت والي محمد حلیم فدایي،دامنې قوماندان جنرال حقنواز حقیار او ملي امنیت رئېس شفیق الله طاهري سره ولیدل.
په دې کتنه کي دامنیت،بیارغوني او ښې چارواکۍ دغښتلتیا په اړه هراړخیزه خبري وسوې.
افغان امنیتي ارګانو ته دتدریجي واک سپارلو، افغان امنیتي ځواکونو په غښتلتيا او په دغه برخه کي سته ننګونو ته په اشارې هر اړخیزه بحثونه وکړل،نوموړو وسله والو مخالفینو سره دسولي پېل سوې پروسې څخه دپراخ ملاتړ او دهېواد په کچه دمحلي پولیسو دپروګرام دغښتلتیا ټینګار وکړ.
ښاغلي فدایي په ځانګړي ډول په ولایت کي دکرني،پوهني،اوبو لګوني،برېښنا،روغتیا،سړکو او لویو بندو جوړولو د اساسي پروژو دپلي کولو ترڅنګ هیله و کړه چي دحکومتي ادارو دغښتلتیا په برخه کي باید نړیواله ټولنه جدي پاملرنه وکړي ترڅو د اساسي پروژو دتطبیق ترڅنګ افغان حکومت وګړاى سي چې ولسونو ته موثر او ګټور خدمتونه وړاندي کړي.
همدارنګه جنرال ډیویډپټریوس دکابل سره دنښتو ګاونډیو ستراتیژیکو ولایتونو دامنیت دساحې پر پراخېدا او په دغه برخه کي خپل راتلوونکو پروګرامونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.