فساد یوازې دانه دی چې نغدې یا بانک نوټونه دې له چا واخستل شي .بلکه په ادارو کې دوړ کسانو نه ګمارل هم فساددی ، په ادارو کې دخپلو خپلوانو ګمارل هم فساد دی .په ادارو کې دقومي ، سمتي اوژبني تعصباتو پر بنسټ دخلکو او افرادو ګمارل هم فساددی . په ادارو کې دداسې کسانو ګمارل چې په اوسمهالي مديریت ، رهبري ، مالي نظام ، تدارکاتي نظام اونوروپوه نه وي هم فساد دی . په قراردادونو او ددولت اړوند پیر اوپلور کې دبډو اوبرخو اخستل هم فساد دی . دااودېته ورته نورې هغه خبرې او وویناوي دي چې ښاغلی یاسين عثماني یې په هر مصاحبه، پریس کانفرنس او دولتي غونډو کې دتلویزینونو اورسنیو په مایکونو کې کوي .اوداسينه ډبوي چې دفساد اورشوت پرضد اداره به افغانستان ګل اوګلزار کړي . هغه زمونږ په کلي کې یو لیونی وو هغه به هر وخت له ځانه سره ویل :
پرتوګ دې سوړې بوړې راوړ- چې هره سوړه دې ګنډم ژړا راځينه
اوس هغه دچا خبره په خوله مې نوره درته دولس مشر کلیمه نه راځي مګر بیا هم چې مجبوره شي نو ……..
ښاغلی کرزیه ! زه به تاسو عالي جناب ته داسې یو ستر دولتي ریاست دروښیم چې یو څه وخت مخکې یې تا دوره هم وکړه پکښې وګرځیدي اودهمدغه دولتي ریاست له کانفرنس خونې دې دامنیتي کمپنیو دبندولو اعلان وکړ . اوښاغلی یاسین عثماني سایب هم په وار وار دغه ریاست ته راغلی ، لامل یې دانه وو چې نوموړي غوښتل ددغه ریاست دفساد لمن په څټ کې وروټومبي بلکه په دغه ریاست کې چې دافغانستان دملکي خدمتونودانسټیتوت دریاست په نامه یادیږي یې خپل وراره (فرهاد عثماني ) درییس په توګه دنده ترسره کوي . غوښتل یې چې دفرهاد عثماني سره خپل پلانونه شریک اودفرهاد عثماني له هغه رول اونفوذ څخه چې دامریکا تر ګانګرس پورې یې لري پوره ګټه واخلي اوددغه هیواد نیک باوره ولس دویش اوتربګنیو تر بریده ورسوي .
فرهاد عثماني چې له ۱۹۷۹ راپدیخوا په افغانستان کې دامریکایانو ګوډاګی اوددوی لاس په نامه غوړه مال دی په ډیره وفادارۍ سره دامریکایانو لپاره خپله دغوړه مالي او جاسوسي دنده ترسره کوله ، نوموړی دمجاهدینو لخوا دسپیڅلي جهاد په پیر کې څو ځله په جاسوسی ونیول شو اوبالاخره دمرګ تر کومي ورسید مګر بیابه خوشی شو . په پای کې دجهاد په دوره کې نوموړی دافغانستان پریښودلو ته اړ شوچې له دیرش کلن جهاد اوغمیزې وروسته بیا له امریکایي تاړاک سره راپیدا شو. نوموړی امریکايي تابعيت لري او خپل ټول ټبر یې دامریکا د متحده ایالتونودبوستون په ايالت کې میشت دی . په هیڅ ډول دافغانستان ملی ګټو ته ژمن نه دی بلکه هغه شوم پلانونه چې دافغانستان دقومونو اوولسونو دبې اتفاقی اوویش لامل ګرځي یې له ځانه سره راوړي او په ډیره کلکه توګه ورته کارکوي ددې ښه مثالونه به درته وروسته راوړم .هربیګاه په کابل کې دامریکا دمتحده ایالاتو له سفارت څخه پلانونه اخلي اوخپل ورځنی کاري راپور ورته وړاندې کوي اوهغه ولایتونه چې په جنګ کې دي دغو ولایتونو ته دسفر په ترڅ کې ورته امریکايې نظامیان برچپک ولاړوي اوحتی دجنګ ترپولو ځان رسوي له امریکايې نظامي چورلکو واخله نورې هغه شونتیاوې چې دامریکایي پوځ په واک کې دي ده ته برابریږي .
فرهاد عثمانی دملکي خدمتونو څادر پر ځان راغوړولی اوددغه څادر لاندې دامریکايي پوځي انډیوالانو په مټ یې دملکي خدمتونو دظرفيت دلوړولو په نامه ټول ملي اونړيوال ارګانونونه ترپوزې راوستلي اوپه زغرده ورته اعلان کوي چې دظرفيت دلوړولو لپاره چې څه بودیجه اوبسپنه ده هغه باید له مونږ سره شریکه کړی شي .
دنوموړي له راتګ سره په ملیونونو ډالر په ۲۰۱۰ کال کې دغه انسټیوټ ته دملکي خدمتونو دمامورینو دظرفیت دلوړولو په پلمه ورکړل شول .یوازې دامریکا دمتحده ایالاتو سفیر ښاغلی ایکن بیري چې دغه انسټیوټ ته راغلی وو په ملیونونو ډالره بسپنه دغه انسټیوټ ته ورکړه اوس خبره داده چې دغه پیسې چې ددغه مظلوم ملت په نوم واخستل شوې دملت دجوړیدو لپاره ولګیدي اوکه دعثماني غوندې خلکو ددغه ملت دویش اوتجزیي لپاره وکارولې اویا یې هم له خپل ځان سره بیرته امریکاته یوړې .
خبره دفساد ده !
فرهاد عثماني دملکي خدمتونو دانسټیوټ له هغه قراردادي سره چې ددغه انسټیوټ کفتریا (طعام خانه) یې په اجاره اخیستې او دملکي خدمتونو مامورین (چې هره ورځ انسټیوټ ته دزده کړو لپاره راځي )، ستاژران اودانسټیوټ خپل کارکوونکي پکې سهار ، غرمه اوماښام ډودۍ خوري شریک اوخپله برخه ورڅخه اخلي ، په سلګونو ځله ددغه قراردادي څخه شکایت وشو مګر څوک ورته نیغ هم نشي کتلی ، ځکه چې ” اس چې نیغ نیغ غورځي دمیږوي په زور” ياسین عثماني سایب دافساد نه دی ؟
فرهاد عثماني په دغه انستيوټ کې ټول خپل خپلوان او هغه کسان چې دده له توکم او پیژندګلو څخه دي ګمارلي دي ، یو څو محدود پښتانه چې له پیله په دغه انسټیوټ کې یې شتون درلود په یوه اوبله بهانه وشړل . فرهاد عثماني دبشري منابعو په ریاست کې دمنیر مبشر په نامه یو تن دسرپرست په نامه ګمارلی اوهرهغه څوک چې وغواړي بې له کوم امتحان ، اسنادو او مصاحبې څخه مقرروي اولیري کوي فرهاد عثماني دډاکټر یعقوب په نامه یو پښتون چې دبشري منابعو درییس په توګه یې کار کولو، له دغه ریاسته تیښتې ته مجبورکړ. اوپر ځای یې منیر مبشر وټاکه .فرهاد عثماني داسې یو کس چې دده د ریاست ترمخه اشپز وو په فوق العاده ډول دستاژ دیوې برخې مدیر وټاکه لامل یې داووچې نوموړی دپنجشیر څخه و ، نوموړي دجنسۍ (Inventory) په برخه کې څلور داسې کسان ګمارلي چې ټول دپنجشیر دي . یوله هغو څخه پښتون اودجنسۍ ټول کارونه نوموړی کوي مګر دری نور چې ټول یې دپنجشیر څخه دي بشپړ بې سواده دي او په زرګونو ډالره معاش اخلي .نوموړي په هره برخه کې داسې کسان ګومارلي چې ده ته ټول حال احوال ورکړي ، دبشري منابعو دریاست دیو کارمند له خولې چې استعفا ته اړ شو ، نوموړي خپل داستعفا لامل داوښود چې فرهاد عثماني مزار شریف ته له سفره وروسته دیرش تنه له ځانه سره راوستي اواوس ماته وايې چې داپه مختلفو مدیریتونو اوریاستونو کې ځای اوټولو ته له زر ډالرو لوړو معاشونه وټاکه نوموړي داکار ونه کړ اواستعفی ته اړ شو .نوموړي له مزار شریف څخه د”مسعود اسرا” په نامه یوکس چې دده نژدې خپلوان اوپه مزارشریف کې دفرهاد عثمانی موټروان وو راوست او دتدارکاتو اوخریداری دهمغږۍ مسول (Procurement Coordinator) یې وټاکه، حاجې نصیر دده بل خپلوان چې په همدغه سفر کې یې له مزارشریف څخه راوست اودزده کړو دبرخې ستر مدیر یې وټاکه اوپه زرګونو ډالر معاش اخلي اوداهم دده له نږدي خپلوانو څخه دی داسې په لس ګونو مثالونه شته .
اوس به څو ک داسپینه کړي چې داپه ډلو ډلو ګمارل شوي خلک څومره وړتیا لري اوڅنګه وګمارل شول دکومې پروسې له مخې ؟ دټولو هغومزاریانو لست مناسب نه ګڼم چې دلته راوړل شي چې فرهاد عثماني له مزار شریف څخه په ډلیز توګه راوستل اوويې ګمارل ، بل فساد داچې په دغه انسټیوټ کې شپه غالي (لیلې ) شتون لري چې دافغانستان دملکي خدمتونو دهغو مامورینو لپاره جوړې شوي چې له ولایتونو څخه باید راشي اودزده کړو پرمهال په دغو لیلیو کې واوسیږي مګر داسې نه ده فرهاد عثماني خپل ټول هغه کهول اوټبر چې له مزار شریف څخه یې راوارد کړي په دغه لیلیه کې ځای پرځای کړي اوټول مصارف اواخراجات یې ددولت اوملت له بودیجې څخه کیږي ، یاسين عثماني سایب تاسو داډله ډله خپلوان په خپله په دغو لیلیو کې لیدلي مګر کله مو هم له دغه دیګې سر پوښ لیرې نه کړ ځکه هم دوی دي چې په انسټیوټ کې ستاسو لاسونه مچو کوي اوپه پښو مو پریوځي ، فساد نو رڅنګه وي ؟
نوموړی ټولې ګمارنې اوټاکنې دتوکمیز اوسمتي تعصب پر بنسټ کوي . لکه څنګه چې ددغه انسټیوټ له نوم څخه ښکاري “دافغانستان دملکي خدمتونو ریاست” پکارده چې دافغانستان له هرې برخې څخه پیاوړي اووړ کسان چې لوړ ې زده کړې اوښه تجربه ولري په دغه انسټیوټ اوولایاتي برخو کې وګمارل شي مګر داسې نه ده هر هغه څوک چې پښتون وي اوپه ټولو شرایطو پوره اوپه ټولو وړتیاوو سنبال وي په دغه انسټیوت کې کار نشی کولی اوبل خواته هغه کسان چې دمزارشریف، پنجشیر، بدخشان، تخار، کاپیسا، پروان اونورو تاجک میشتوولایتونو څخه وي بې له شرایطو ، بې له کومې خاصي وړتیا په فوق العاده توګه دفرهاد عثماني لخوا دخپل ګمارل شوي دمنابعو رییس (منیر مبشر) په مټ ګمارل کیږي . خبره دانه چې مونږ پر خپلو نورو هیوادوالو بخیلي کوو مګر فرهاد عثماني خپلې هغې مفکورې ته چې له خپلو بادارانو یې راوړي کار کوي اوهغه لومړی دافغانستان دملیتونوترمنځ نفاق اوشقاق پیداکول اوبیا دافغانستان ویشل دي .
بل شوم پلان چې فرهادعثماني یې لري هغه دپوهنتون دمحصلینو دستاژ په نامه پروګرام دی .نوموړي په دغه پروګرام کې دملالۍ صافۍ په نوم له یوې نجلۍ څخه ګټه اخلي اوهر هغه څه چې دی غواړي ورته دیکته کوي .
ددې پروګرام موخه داسې ده چې باید په کابل اودهیواد په ولایاتو کې باید پلی شي اوهغه محصلین چې دهیواد له پوهنتونوڅخه فارغ شوي باید ددغه پروګرام له لارې هغه زده کړې چې دوی ورته Five common Functions وايي زده کړي وویني اوبیا اړوند وزارتونو اودولتي ادارو ته وروپیژندل شي .دده په وینا چې دوی په کابل کې ۱۱۰۰ اوپه ولایاتو کې ۲۰۰۰ محصلین وروزل اوپه اداروکې یې وګمارل اوس به څوک داسپیناوی له فرهاد عثماني سره وکړي چې تا له لوی ننګرهار، لویې پکتیا، او لوی کندهار څخه څومره محصلین دستاژ په دغه پروګرام کې وروزل اوپه دولتي دندو دې وګمارل، له کابل اومرکزي ولایتونو خوبه مونږ درتیرشو.زما په کندهار، ارزګان ، هلمند اونورو ولایتونو کې په دولتې ادارو کې مامور په سترګو نه ښکاري ،دظرفیت لوړول خو لا لیرې خبره ده . ددې سره سره چې تاسو عالي جناب ددغه انستيوټ په ادیتوریم کې له ستاژرانو وپوښتل چې دننګر هارڅوک شته؟هیچا هم لاس پورته نکړ، دکندهار څوک شته؟ هیچا هم لاس پورته نه کړ، دپکتیاڅوک شته ؟ هیچا هم لاس پورته نکړ؟ مګر چې کله دې وویل دبدخشان، تخار اوپنجشیر څوک شته ؟ نو ټول ادیتوریم نارې کړي اولاسونه یې پورته کړل .مګر فرهاد عثماني داسې کسان چې په ده پورې اړوند دي راوستل اوددغه پروګرام له لارې وګمارل چې له دولسم څخه هم نه دې فارغ شوي .
ددې سره سره فرهاد عثماني دهغه ژبني اوتوکميز تعصب پربنسټ چې دده په وینه کې شتون لري دمرکزي ولایاتو اویانوروپښتنو ولایتونو لپاره یو کتاب هم په پښتو ژبه چاپ نه کړ په داسې حال کې چې له ایراني ویب پاڼو راکاپي کړي مواد یې په پهلوي ژبه په ملیونونو ټوکه کتابونه چاپ او په مزار، تخار، بدخشان ، کابل، پنجشیر ، پروان اوکاپیسا ولایتونو کې توزیع شول.کرزی خانه ! که ستا عثمانیان اومشاهد ژوندی وو نو پنځه کاله وروسته به یو پښتون هم په دولتې اداروکې نه وي او له مونږ نه هم داطمعه مه کوه چې مونږ به نو رچپ پاتې شو.
بله خبره دقراردادونو اوخریداری ده ،په ملیونونه ډالره بسپنه چې دافغانستان دملکي خدمتونو دمامورینو په نوم دغه انسټیوت ته راغله څنګه اوپر څه شي ولګول شوه ؟ زه نه غواړم دخپل هیواد دتدارکاتو قوانین اولایحې دلته تر څیړنې لاندې ونیسم مګر دنړۍ په هیڅ هیواد کې داسې قانون نشته چې دتدارکاتو اوقراردادونو ریاست دې دداسې یو ټیم په لاس کې چې ټول دفرهاد عثماني ملګري اوشریکان وي اوټول دې له مزار، پنجشیر او….. څخه وي ، بله داچې په کوم قانون کې شته چې ټول شرکتونه دې خپل دداوطلبی اسناد اوخپل پروپوزلونه یو ځانګړي ایمیل ادرس ته ولیږي اوبیا دې هیڅ کميټه اوهیڅ هیئت شتون ونه لري مګر دفرهاد عثماني هغه شریکان چې دتدارکاتو په ریاست کې کار کوي هر وخت همدغه ایمیل وګوري اوترټولو ټیټ نرخ دې خپل هغه شرکت ته چې دتدارکاتو ټیم اودهغوی له لارې فرها دعثماني ته برخې ورکوي ورکړي اوپه مسلسله توګه دې یوشرکت له شلو هم ډیر قراردادونه په یوه میاشت کې وګټي ، یاسین عثماني سایب دافسا د نه دی؟
فرهاد عثماني دنړۍ له مختلفو بسپنه ورکوونکو څخه خورازیاته بسپنه په دې بهانه چې دافغانستان دملکي خدمتونو مامورینو ته به په مختلفو برخو کې دنمونې په توګه : تدارکات، پالیسي اوستراتيژي ، دپروژې مدیريت ، مالي مدیریت اودبشري منابعو برخه کې زده کړي ورکوي اوددوی ظرفیت به لوړوي ، داسې څو ک شته په دې بې څښتنه هیواد کې چې له هغو جانبی عوارضو سره سره چې دفرهاد عثماني کارونو درلودل چې مونږ یې یادونه وکړه ددغو پیسو دلګښت اواغیزمنتوب په هکله یوه څیړنه وکړي ؟یاسین عثماني سایب خوورته ځکه څه نه وایې چې “ این بچه بوستون امریکا است وازطرف دیګر برادرزاده وداماد تو هست” مګر زما هیله له کرزي څخه داده چې افغان ولس له دغسې بهرنیو لاسپوڅو چې بهرنۍ اجنداګانې له ځان سره لري له دې سپیڅلې خاورې ورک کړي اوپرځای یې ددې هیواد سپیڅلې اوپه ورځنیو مهارتونو سنبال ځوانان وګماري ترڅو داهیواد اوولس پرې وویاړي .