دغه علني محكمه ددوشنبې په ورځ دگرشك ولسوالۍ د محكمو په تالاركي په لاره اچول سوې وه چي په ترڅ كي يې تېمورشاه د تراب شاه زوى چې دخپل پلارد قتل په جرم نيول سوى و دعلني محكمې په ترڅ كي د دې محكمې دقاضي غمي خان دخوا ورته داعدام سزا واورول سوه.
ديادوني وړده چي څه موده وړاندي د دې ولايت په نادعلي ولسوالۍ كي هم څلور تنه پوليس اودوه تنه عام وگړي چي د يوه تن پوليس د قتل په جرم نيول سوي ول داوږده بند په سزا محكوم سول.