کور / خبرتیا او پيغامونه / نوره دې نه یادوم – د جعفر هاند شعري ټولګه چاپ شوه.

نوره دې نه یادوم – د جعفر هاند شعري ټولګه چاپ شوه.

نوره دې نه یادوم د پېژندل شوي او ځوان شاعر جعفر هاند د شعرونو د لومړۍ ټولګې نوم دی چې اوس تازه په پېښور کې دا شعري ټولګه دانش خپرندویې ټولنې چاپ کړې ده.
دا ټولګه په یو سلو څلورو مخونو کې چاپ شوی چې غزلونه، ازاد شعرونه او تړلي نظمونه په کې شته، خو د نورو پرتله تړلي نظمونه منظومې په کې ډیرې دې چې د شاعر د ژوند او اند ښه انځور بلل کېدای شي.
جعفر هاند له ډیره وخته شعرونه لیکي، شعر یې روان او خوږ دی او په ځوانو پښتنو شاعرانو کې پېژندل شوی او د درنښت وړ شاعر دی.
ددې ترڅنګ ښاغلی هاند پياوړی لیکوال او منل شوی ژورنالست هم دی چې په چارو کې ورته بریالیتوب غواړو.
دا کتاب دا مهال په کابل، پېښور، ننګرهار او یو شمېر نورو کتاب پلورنځیو کې پیدا کیږي.