کور / تازه خبرونه / د استونيا د بهرنيوچارو وزيرپه هلمند كي پرخپلومرستو ټينگاروكړ

د استونيا د بهرنيوچارو وزيرپه هلمند كي پرخپلومرستو ټينگاروكړ

ددې هيواد دبهرنيوچارووزيرارماس پيټ ديكشنبې په ورځ ناوخته هلمند ته دخپل ناڅاپي سفرپه ترڅ كي د خپلوسرتېروسره دليدني ترڅنگ دهلمند د والي محمد گلاب منگل سره وكتل.
نوموړي په دې كتنه كي په دې ولايت كي د بيارغوني، د نيشي توكوسره دمبارزې او د روغتيا دپياوړي كولوپه برخه كي پخپلو ژمنو ټينگاروكړ.
ديادونې وړ ده چي تېره اونى د انگلستان د دفاع وزير هم دې ولايت ته دخپل سفرپه ترڅ كې په اړوند برخوكي پر خپلوژمنواومرستو ټينگاركړى و.
استونيا په هلمند كې شاوخوا۱۵۰سرتيري لري چې په نادعلي ولسوالۍ كي مېشت دي .