کور / تازه خبرونه / روسيې د افغانستان په هکله اندېښنه څرګنده کړه

روسيې د افغانستان په هکله اندېښنه څرګنده کړه

په افغانستان کې دروسې سفير دترهګريزو کړنواونشي توکوپه اړه خپله انديښنه څرګنده کړه .
په افغانستان کې دروسې سفيروايي چې روسيه به په راوان ميلادي کال کې هڅه وکړي څودنشي توکو دمبارزې له پوليسو سره لازياتې مرستې وکړي.
دروسې سفير له رسنيوسره په خپلو خبرو کې وويل چې هيواديې تل هڅه کړې څو افغانستان دنشي توکودکرکيلې له پلوه پاک شي،او دغه راز په پام کې لري چې دبيارغونې په برخه کې هم له افغانستان سره مرسته وکړي.
په همدې حال کې دروسې سفيرزياته کړې چې هيواديي نه غواړي افغانستان ته سرتېري واستوي،خو په روان زيږيزکال کې به له ملي اردواو ملي پوليسو سره لازياتې مرستې وکړي.
ديادونې وړده چې دروان ميلادي کال دجنورۍ په (يوشتمه نېټه) به ولسمشرحامدکرزى روسې ته سفر وکړي، چې دغه سفربه دافغانستان اوروسې ترمنځ داړيکو په برخه کې يونوى باب پرانيزي.