امريکا په سيمه کې دسولي اوثبات دهڅو دګړنديتوب لپاره دپاکستان سره دنورو دفاعي او اقتصادي مرستو دوړانديز پريکړه وکړه .
واشګټن پوسټ ديوه خبرپه خپرولوسره ويلي چې دامريکا دولسمشرمرستيال جوبايډن به په راتلوونکې اونۍ کې پاکستان ته دخپل سفرپرمهال په دفاعي او اقتصادي چاروکې دمرستو دوړانديز ددغه هيواد دپوځ دلوي درستيز او نورو لوړپوړو دولتي چارواکوسره په ليدنه کې مطرح کړي .
ورځپآڼه زياتوي جوبايډن به دخپل سفر په ترڅ کې په لوړپوړو پاکستاني چارواکو ټينګار وکړي ترڅو دترهګرۍ په وړاندې خپلې اوږمهالې مبارزه څرګنده او دا په ډاګه کړي چې دوي دافغانستان دپولي سره په نږدي سيموکې دترهګرو دځپلو لپاره څه ډول مرستو ته اړتيا لري .
دا په داسې حال کې ده چې تردي وړاندي دافغانستان اوپاکستان ترمنځ په ګډه پوله دترهګرو ځپلو په موخه امريکاله پاکستان غوښتي وه چې په دغه سيمې دوي ته دعملياتو اجازه ورکړي خو دغه خبره دپاکستاني چارواکو دسخت غبرګون سره مخامخ شوه .