زمونږ مدیر صیب چې په یوه فرهنګي اداره کې یی کار کاوه تل به یی په رسمي وخت کې دڅادر یاپټو اغوستل او دسپین پکول په سر کول خپل اوصول ګڼل ،نوموړی په خپل قانون!! ډیر متکي ؤ که څه هم په دې فرهنګي اداره کې په خپل صلاحیت او مسؤلیت نه پوهیده ،د خپلې ادارې دمامورینو دندې او مسؤلیتو نه چې به ترې هیر شول نوټول به ورته یو شان ښاریدل ،ځکه نومدیر صیب ټولو ته په یوه سترګه کتل!! .
که به په اداره کې چا دمهال ویش له مخې هم قانوني کار تر سره کاوه اوله ده څخه به په وار وار پوښتنه ونه شوه نو بیا به دده قانع کول د تورې تیږې سره ډغره وهل ؤ دا ځکه چې دده په اداري اوصولو کې یواځې دده څخه پوښتنه کول ډیرموهم وو نه کار، ددې لپاره چې خپل حاکمیت وښیۍ په همدې لافارموله اداري اوصولوترې ټولو اداره چیانو داسې سرواخست چې چپړاسي به یی ملمه ته چای هم نه دموله .
تر څه وخت وروسته چې په اداري فساد کې ځینواداره چیانو خیټې کړې وې ده ته هم نوره حوصله نه وه ورپاتې ،تصمیم یی ونیوه چې ددې لارې ټول عاید دهر مامور سره برخه او خپل حق ورڅخه تر لاسه کړي ځکه چې (حق ورکول کیږي نه بلکې اخستل کیږي ).
نوموړي دځوانو هلکانو په څیر یو بل مرض هم پیدا کړ چې دادارې په کم مصرفه تلفون به یی ټوله ورځ په خپله ګوښه خونه کې دنجونو سره ګپ شپ لګولو او کله کله به یی چې زړه وغوښتل دیوال شریکه خونه کې دپیغلوټومامورینو سره به یی هم په تلفون خبرې کول پیل کړل ، ده نه غوښتل ټوله ورځ یواځې دنارینه وسره وغږیږي ، ځکه چې مدیر صیب ټولو ته په یوه سترګه کتل!!.
ده به تل خلکوته په یوه سترګه کتل خوده ته دنورو دواړه سترګې ځیر وې ځکه چې دده او اداري فعلیت تر منځ یی ډیر تو پیر موجود ؤ.
که څه هم ټولوته څرګنده وه خودهغه داحترام په وجه یی نشوای ویلای چې مدیر صیب دعقل ،پوهې اواستعداد یوه سترګه له لاسه ورکړې نو دمجبورۍ له مخې یی یواځې خپلو مامورینو ته نه بلکې لارویو ته هم په یوه سترګه کتل او مامورینو ته به یی په وینا کې داهم ویل چې ماته ټول دلاس یوشان!! ګوتې ښکارۍ په تاسې کې فرق نه کوم.
خوکه پدې اړه درته پوښتنه پیدا شوي وي چې دانو خیر چا ګمارلی ؤ؟
که څه هم ګماروونکی یی ډیر علمي او تجربه کار شخصیت ؤ ،خو په هر صورت دده دګمارولو پر مهال یی خپل سر د څه مالي زیان په ور اووختلوپه سوکانو وهلی ووچې بې سده شوی ؤ.