په افغانستان او سيمه کي نومول شوي تروريستي ځواکونه او د هغو په وړاندي مبارزې او مجادلې ته راغلې بهرني پوځونه ورځ تر بلي د جګړې ژورو ته درومي . په افغانستان او قبايلي سيمو کي د توپير پرته په زياته اندازه اولسي وګړي په شهادت رسيږي او کله نا کله د دواړو خوا جګړه ماران هم و ژل کيږي . په دې ليکنه کي د دې جګړه ايز بهير د لړۍ په اړه څه نه ليکم ، يوازي غواړم دا ټکۍ ياد کړم چي نړيوال بايد د پاکستان دژغورلولپاره ځانګړي موخي وټاکي .
د پاکستان د ژغورلو اړتيا ځکه لومړۍ ده چي د دې رواني جګړې يوه خوا ( ترورستي ډلي) له همدې پاکستانه زور اخلي ، زڼۍ او ريښه يې هم هلته ده ، که د دې مُضر بوټي ريښه ونه ايستل شي ، د څانګو او پاڼو له منځه وړل يې نه يوازي دا چي ګټه نه رسوي بلکي د لا توان ورکولو لا مل يې هم ګرځي . د هغه مُضر بوټي په پنځولو ، وده او پراختيا کي بېلا بېل لاملونه اغيزمن وه اولا تر اوسه يې هم د و دې ، ملاتړ او پايښت لپاره يو شمير ادارې او منابع کارنده پاتي دي .
د دې ټکي سپيناوۍ اړين ګڼم چي په دې جګړه ايز چاپير يال کي زيات ميشت وګړي پښتانه دي ، خو دا بايد بلکل په ډاګه وويل شي چي ، پښتني سيمي د دې مضُر بوټي د پنځولو او ودي ورکولو لاميل نه دۍ ، بلکي د دې ناوړه بوټي روزونکۍ او جوړونکۍ ځواک هغه اداري سيستم دۍ چي د پاکستان په نوم د دې هیواد لارښوونه کوي . د هغوۍ باور دا دۍ چي د پاکستان ستراتيژيکو ګټو ته د چوپړ يوازنۍ لار د همدې بنسټپالو روزنه او په خپله ګټه د هغوکارول دي او بس .
څرګنده خبره دا ده چي پښتنې سيمي او په هغو کي ميشت اوسېدونکي د يرغمل په توګه د سياسي موخو بلهاريان ګرځول کيږي . او دا هم د يادولو ده ، هسي چي پښتانه د دې بنسټپالو جوړونکي او روزنکي نه شو منلای ، په سيمه کي نور ميشت اولسونه هم د هغو زيږونکي نه دي ،بلکي هغه اداري سيستم دا بنسټ پالي زيږولې ، روزلۍ او پاللۍ ده چي د پاکستان په نوم ديوه هېواد پر برخليک واکمن دۍ .
د دې لپاره چي د دې مرګوني بوختيا رښتنۍ حل تر لاسه شي ، اړينه ده چي هغه سيستم ړنګ کړل شي چي داډول ستونزي زيږوي او لا وده ورکولو ته يې ژمن دي . د پاکستان په نوم هېواد د همدې بنسټ پالني پر ساده ، خو ډير موخيز جوړښت تکيه کړې ده . اوس نړيوال او د سيمي اوسېدونکي دې ته اړ دي چي د تعصب او بنسټپالني داناوړه بوټۍ ليري کړي .
دې موخي ته د رسېدلو لپاره تر پوځي او جګړه ايزو فعاليتونو زيات سياسي درک او د هغه رښتينوالي ته اړتيا شته .کېدای شي د پاکستان د ژغورلوتر نوم لاندي په سيمه کي د بنسټ پالني د له منځه وړلو لپاره بيلا بيل وړانديزونه يادکړو . په دې برخه کي يوه بيلګه يادوم :
په ډيره لنډه موده کي د پاکستان د مرکزي دولت ټول واک او ځواک ته د پای ټکۍ ايښودل . د څلورو صوبو لپاره د صوبو د ميشتو اولسونو په خوښه نوۍ جوړښت او کورنۍ خپلواکۍ ته زمينه برابره ول ، د صوبو په د ننه کي غوره شويو ادارو ته د سياسي ، اقتصادي کلتوري او پوځي چارو دسمبالولو د ټول واک سپارل ، او په پای کي د پخوانۍ يوګسلاويا په څير د پاکستان برخليک ته د رنګ او ډول ورکول ، هغه رښتينې لار ده چي په سيمه کي د بنسټ پالني مرکزي سيستم ماتولې شي ، همدا سيستم دۍ چي تر اوسه يې د پاکستان تر نوم لاندي په سيمه کي بې ثباتيو او جګړو ته لمن وهلې ده .