(څوارلسمه برخه)
د نوامبر د مياشتې د لومړۍ هفتې سېل او سايکلون چې په رښتيا هم د پېړۍ خورا خواشينې کوونکې پيښه وه پنجاب ته دانتتخاباتو د ځنډولو پياوړې بهانه شوه. مالومداره خبره ده چې د واکمنې کړۍ له خوا د دې کار د عملي کولو په هکله څه غوندې کلک پروګرامتر کتنې لاندې و کوم چې په اصل کې د اسامبلې کلنۍ غونډه وځنډوله. که څه هم دا هغه لومړى ګام و چې د پاکستان د تجزيې په لور واخستل شو، خو په اصل کې توره ورځ څلور مياشتې پخوا کله چې د دسامبر د اوومې نيټې د انتخاباتو جدول [مهالوېش] او نيټه په ډاګه شول راچټکه او نږدې شوې وه. د انتخاباتو دنتايجوتيوري دا وه:
ټولې څوکۍ ٣٠٠ څوکۍ
عوامي ليګ ١٦٠ څوکۍ
د بوټو (پاکستان پيپلز پارټى) ٨١ څوکۍ
ازاد ګوندونه ١٦ څوکۍ
مسلم ليګ (قيوم ګروپ) ٩ څوکۍ
مسلم ليګ (دولتانه ګروپ) ٧ څوکۍ
جماعت الاسلام ٧ څوکۍ
هزاروي ګروپ ٧ څوکۍ
نشنل عوامي ګوند ٦ څوکۍ
جماعت اسلامي ٤ څوکۍ
مسلم ليګ(چودري ګروپ) ٢ څوکۍ
د پاکستان ديموکراتيک ګوند ١ څوکۍ
ديارلس څوکۍ چې د ښځو لپاره په نظر کې نيول شوې وې د ورپسې انتخاباتو په نتيجه کې اووه عوامي ليګ وګټلې چې پدې ډولد يوسل او نهه شپيته څوکيو له منځه چې د نفوسو د شمير له کبله په درۍ سوه ديارلس څوکيو کې د ختيځ بنگال لپاره تخصيص شوې وې يو سل او شپيته يې پوره کړې.
دې نتيجود مختلفو وګړو لپاره مختلفې ماناوې لرلې. بنګالي اولس د عوامي ليګ تر پرچم لاندې ډير په احساساتو راغلى و. او د دې احساس په نتيجه کې بريالى شو چې د استعمار غړۍ ماته او د دوه لسيزو اوږد استعمار ختم کړي. بوټو هم هغه احساسات چې د کراچۍ او سند ناڅاپه برياليتوب په هکله ور په برخه شول، نه شوۀ مړه کولاى.
مذهبي ګوندونو لکه جماعت اسلام د خپلو ناکاميو په هکله خواشيني وو. جماعت اسلام د ټولو له منځه په انتخاباتو کې د حکومت د تشبث غندنه په ډاګه وکړه. د هيواد اولسونه ټول دې خبرې ته هک پکپاتې شول چې څنګه ټولو وګړو په يو ځل اويوه تصميم خپل افکار چې پوره نتيجه ورځينې اخستل کيده څرګند کړل.
په پنجاب باندې د انتخاباتو دا نتيجې تر هغو فزيکي پيښو او رنځ سختې او دردناکې وې کومې چې يوه مياشت مخکې په ختيځ بنگال کې د سيلاو او سايکلون په توګه پېښې شوې وې.
پدې هکله د يحيى خان خپل ځانګړى انعکاس [غبرګون] هم د يادولو وړ دى. نوموړي له دې پېښې يوه ورځ وروسته پيکينګ ته له يوه رسمي مسافرت څخه راستون شوى و. د ده د راستنيدو لومړى دريځ [تمځاى] ډاکه و. کله چې يې د پېښې خبر واوريد نو په ډاکه کې څلويښت ساعته پاتې شو. که څه هم په هغه وخت کې د سايکلون په هکله رسېدلى تاوان څرګند نه و،مګر په واقعيت کې سياسي بڼه ورکړشوې وه. په ښار کې هر ډولافواهات خپاره وو. ځينو ويل چې انتخابات د نامالومې مودې لپاره وځنډول شول. ځينو نورو ويل چې د يحيى خان چارچاپيره کسانو واک په لاس کې اخستى و او پخپله دى هم په مساوي برخې لرلو کې لومړى ګڼل کيده. اوضاع دومره خړه پړه وه چې يوه خارجي ژورنالست له يحيى خان څخه کله چې د راولپنډۍ خوا ته روانيده په هوايي ډگر کې خورا مستقيمه پوښتنه وکړه. د پريزيډنټ ځواب هم ډير چټک او سيخ و. پدې خبره ټينګ شو چې پخپله دى امر و – ! او تر هغه پورې به لا پاتې شي چې د پوځ لويه قومانداني يې پر غاړه وي او له وظيفې څخه به ګوښه نه شي.
څوهفتې د مخه د داسې پوښتنې کولو امکان ډير لرې ښکاره کېده او که چيرې شوى واى نويحيى خان به يې له ځواب کولو څخه ډډه کړې واى. دا حقيقت چې نوموړي د افواه د تکذيبولو لپاره داسې ځواب ووايه د اطلاعاتو وزارت د لاښوونې له مخه و. د دې حقايقو په رڼا کې يحيى خان ته د راي ګيري څرنګوالى او د ده د پلانونود شنډتيا خطرونه پوره څرګند شوي وو. مگر پر دې ټولو برسيره بيا هم ده باور درلود چې د ځان لپاره به هر ډول چې وي لار پيدا کړي. پخپله يې هم تر وسه وسه هڅه وکړه چې ددې طوفان مخه ونيسي مگر د انتخاباتو طبيعي تگلاره يې ونه تړلى شوه.
په ختيځ بنګال کې د جنرال يحيى خان کړووړو کومه اغيزه نه وه کړې. هغوى د پوځي بيروکراسۍ وينوته چې کلونه کلونه يې وينې پکې وچې کړې وې تږي وو. هيڅ چا هغوى له خپل هدف څخه نه شول اړولى. يواځې د انتخاباتو په ورځ يحيى خان ته څرګنده شوه چې داسې پېښه ور شوې وه چې د منلو وړ نه وه!