کور / اقتصادي / د ډالر او یورو تر منځ پټه سیالي (څلورمه برخه) شريف بهاند

د ډالر او یورو تر منځ پټه سیالي (څلورمه برخه) شريف بهاند

 


 ۴ – ډالر ته ریښتنی گواښ او د هغه دښمنان:


د څانگیزو څیړونکو په اند، که ډالر د تیلو د راکړې ورکړې د ارز دنده له لاسه هم ورکړي، ښایي له روانی پلوه دومره تر اغیز لاندې را نه شي. ځکه د گولدمن زاکس Goldman Sachs د بانک د اومه توکو د شنونکی چفری کورېی Jeffrey Currie د اټګل له مخې، د ورځې څه نا څه ۳ بیلیونه ډالره له یوه لاسه بل لاس ته کېږي یا په بله وینا د هغوي څښتن بدلېږي. خو د اوپک د سازمان غړي هیوادونه د خپلو تیلو له خرڅولو څخه د ورځې څه نا څه ۵ ،۱ میلیارده ډالره ترلاسه کوي، چې دا د پورتنې شمېرنې په پرتله ډیره لږ ونډه ده  (وگورئ:Arvid, Kaiser, 2008). خو که ډالر د ارزی زیرمې او د ارز پاڼې (اوراق بهادار) دنده د نورو ارزونو په تیره د یورو په گټه له لاسه ورکړي، نو دا به د هغه له پاره ستره روانی ضربه او ریښتنی  گواښ وبلل شي ځکه په نړیواله کچه مرکزي بانکونو په بیلیونونو ډالره زیرمه کړي، چې هغه د نړیوالې پیسی (ډالر) بنسټیزه ستن جوړه وي. د بیلا بیلو هیوادونو د ارزي زیرمو ونډه په لاندی جدول کې وگورئ.   


د ارزي زیرمو ونډه


شېمرنې په میلیارد ډالرو، اگست ۲۰۰۷




















































ګڼه هیواد د ارزي زیرمو ونډه
۱ د چین ولسی جمهوریت ۱۴۱۱
۲ چاپان ۹۱۶
۳ د روسیې فدراسیون ۴۰۷
۴ تایوان ۲۷۸
۵ سویلی کوریا ۲۵۵
۶ د هند جمهوریت ۲۲۲
۷ اروپایی زون ۲۱۳
۸ برازیل ۱۶۱
۹ سینگاپور ۱۴۸
۱۰ هانگ کانگ ۱۳۸

       اخځ:     Der Spiegel, Nr. 48, 26. 11. 2007, S. 87


اروېد کاېزیر Arvid Kaiser په دې باب وایي: ” ډالر ته به وضعه هغه وخت لا نوره گواښمنه شي، که په نړیواله کچه ارزي زیرمې په نورو ارزونو واړول شي” (Arvid, Kaiser, 2008).


خو دغه گواښ لا له پخوا پیل شوی. ځکه د ډیرو هیوادونو مرکزي بانکونو د خپلو ارزې زیرمو یوه برخه له ډالرو په یورو تبدیلې کړي او لا په دې لټه کې دي، چې خپلې پاتې ارزې زیرمې هم په نورو ارزونو واړوي. د ایران تر څنگ تر ټولو مهم نوماند هیوادونه، چې د ارزي زیرمو د اړولو غوښتونکي او د اروپا د انرژیکي توکو مهم سمبالونکي او د اوپک د سازمان غړي هم نه دي، د روسیې فدراسیون او د ناروی دولت دئ (وگورئ: Arvid, Kaiser, 2008). د فرانسې حکومت د دوي دغه وړاندیز ته په ورین تندی هرکلی او هغه یې د یورو د ځواکمتیا له پاره مهم کام بللی دئ. دغه بهیر له ۱۹۹۹ کال راپدېخوا په ښگاره توگه تر سترگو کېږي، همدا اوس په نړیړاله کچه د ډالر ونډه په ارزي زیرمو کې له ۷۰ ٪ څخه ۶۵ ٪  ته را ټیټه او په همدې موده کې د یورو ونډه په ارزي زیرمو کې له ۱۸ ٪ څخه ۲۵ ٪ ته لوړه شوې ده. لاندی جدول د نړۍ د ارزي زیرمو جوړښت په ښه توگه روښانه کوي.         


د دولتي ارزي زیرمو جوړښت (ترکیب)


شمېرنې په سلمه
































ګڼه ارز ونډه
۱ ډالر ۸ ، ۶۴
۲ یورو ۶ ، ۲۵
۳ سترلېنگ پوند ۷، ۴
۴ چاپانی ین ۸ ، ۲
۵ نور ارزونه ۱ ، ۲

    اخځ:   Der Spiegel, Nr. 48, 26. 11. 2007, S. 87


د تیلو د صادرونکو هیوادونو (اوپک) د مشران په وروستې غونډه کې د ویزویلا ولسمشر، هوگو چاویز هم د ډالر کمزورتیا ته په نغوتې سره وویل: “تیل د ټولو یرغلونو سرچینه بلل کېږي” او … ” د ډالر د ارزښت د کمیدلو پیښه نه یوازې د هغه رالویدل دي، بلکې دغه پیښه د شمالی امریکا د امپراتورۍ د ړکیدو په مانا ده” (Spiegel Online, Nr. 1). خو د غونډې په ترڅ کې د لویدیځې نړۍ د گټو ساتندوی، د سعودي عربستان پاچا عبدالله هڅه وکړه، د اوپک د سازمان رول سوله ییز وښیي. د نوموړي په اند: ” د اوپک سازمان دوه بنسټیزې موخې لري.



  • د غړو هیوادونو او د نړیوال اقتصاد ساتنه او ملاتړ او
  • د تیلو د بیې د ناڅاپي مزاحمت په وړاندې مبارزه“( Spiegel Online, Nr. 2).

د نوموړي وینا د غونډې په ګډون کونکو دومره اغیز و نه کړ. ځکه په همدې غونډه کې د متحدو ایالتونو د بل دښمن دولت، د ایران ولسمشر، احمدی نژاد د متحدو ایالتونو په وړاندې له چاویز څخه لا سخت دریځ غوره او په ملنډو سره وویل: ” زموږ د تیلو د ترلاسه کولو په بدل کې، دوي موږ ته یوه ټوټه بې ارزښته کاغذ راکوي” (Spiegel Online, Nr. 1).


د اوپک د سارمان د مشرانو په غونډه کې د همدې ستونزې یانې د کمزوری ډالر، په تړاو د ایران مشر وړاندیز وکړ، “به دلیل بی اعتباری دلار، ترکیبي از ارزهاي معتبر مبناي معاملات نفتي قرار گیرد و یا کشور هاي عضو، ارز جدیدي را مبناي معاملات قرار دهند. درخواست شود که بورس هاي نفت، ارز هاي دیگري را مبنا قرار دهند” (خبرگزاری فارس، شماره خبر: ۸۶۰۸۲۷۰۵۸۳ ). د نوموړی په اند، د دې تر څنگ غړي هیوادونه باید ” … ذخایر ارزي خود را به ارز هاي معتبر دیگري تبدیل کنند …” (خبرگزاری فارس، شماره خبر: ۸۶۰۸۲۷۰۵۸۳ ).


لکه څنگه چې یادونه وشوه، دا کار لا پخوا ځینو هیوادونو لکه روسیې تر سره کړی دئ. دغه هیواد د خپلو بانکي زیرمو، چې ونډه یې ۴۰۷ میلیاردو ډالره ده، څه نا څه نیمایی برخه په یورو بدله کړې ده. د چین ولسی جمهوریت، چې د نړۍ تر ټولو زیاتې ارزی زیرمې، ۴ ،۱ بیلیونه ډالره، په واک کې لري، هم په دې فکر کې دئ، هغه په نورو ارزونو بدلې کړي. ځکه دغه دولت ته له کلونو راپدېخوا د کمزوری ډالر له امله په سلگونو میلیارده ډالره زیان رسیدلی دئ. سربیره پر دغو هیوادونو، مالیزیا او کویت هم غواړي، خپلې ډالري ارزي زیرمې په نورو ارزونو بدلې کړي.


له پورتنې شننې  دا پایله ترلاسه کېږي، چې ډالر د بیلا بیلو لامَلونو له امله خپل ارزښت له لاسه ورکړی. خو دغه کمزوری ډالر بیا د ځینو له پاره ښیگڼې رامنځته کړي دي. د ساری په توگه د متحدو ایالتونو ځینو کنسرنو، چې پخوا په نورو هیوادونو کې پانگه اچونه کړې وه، غواړي اوس خپل تولید بیرته په متحدو ایالتونو کې پیل کړي. همدارنگه ډیرو هغو امریکایي شرکتونو، چې د سیالۍ ځواک یې له لاسه ورکړی و، اوس دوي د ارزان ډالر له برکته بریاوې ترلاسه کړي دي. د څارونکو په اند، ښایي دغه ښیگڼې د متحدو ایالتونو سیاست وال یو څه بې لارې کړي. دوي به د خپل ارز کمزورتیا لا نوره هم احساس کړي. ځکه ” ډالر یو ساده ارز، نه بلکې د پیسو بنسټیز واحد دئ. هغه خپلې ستونزې له ځانه سره د نړۍ نورو برخو ته لیږدوي. هغه لا پخوا د اروپا په صنعتي صادراتو خپل اغیز شیندلی دئ” (Der Spiegel, Nr., 48, 2007, S.82 ). د بیلگې په توگه د المان د هوایي چلند او د موټر جوړولو په صنایعو. که څه هم د المان دیارلس په سلو کې صنعتي تولیدات ډالري سیمو ته صادریږي (Der Spiegel, Nr., 48, 2007, S.84 ). خو سره د هغه هم د اروپایي ټولنې په بیلا بیلو هیوادونو کې د دغې ستونزې له امله د بیلگې په توگه د ایربس Airbus د الوتکو جوړولو د کنسرنې له ۱۶ فابریکو څخه ۷ یې باید خرڅي شي، چې په دې توگه ۰۰۰ .۱۰ کارځایونه له منځه ځي. د صنایعو د سکتور تر څنگ د ستونزو دغه لړۍ د اروپایي هیوادونو په بانکونو کې هم دوام لري. له دغو ستونزو سره سره بیا هم د المان د مالیي، پیر شتاین بُروک Peer Steinbrück وایي: “زه له ځواکمنې یورو سره خورا مینه لرم” (Der Spiegel, Nr., 48, 2007, S.74).


خو د مالي چارو د پوهانو او د شتاین بُروک د سلا کارانو په اند، د یورو د ارزښت لوړیدل ښایي په المان کې په ښگاره توگه پر اقتصادي سیالۍ، ودې او بوختیا  ناوړه اغیز وکړي. د ډالر د ارزښت راټیټدو ته ډیر سیاستوال او څانگیز پوهان د شک په سترگه گوري او وایي، چې د متحدو ایالتونو دولت د نړۍ له هیوادونو په تیره له چینایانو او همدارنگه له نورو اسیایي هغو څخه ډیر پوروړی دئ او اوس غواړی لکه د تیرې پیړۍ د شپږمې او اومې لسیزې په څیر دغه سیاست په لوی لاس پلی کړي، چې د لوړ انفلاسیون له امله د پیسې ارزښت راټیټ او په دې توگه وکړي شي، د خپلو پورونو ونډه راټیټه او له نورو سترو اقتصادي ځواکونو سره په نړیواله کچه د سیالۍ وړتیا ترلاسه کړي. له همدې امله د فرانسې ولسمشر نیکولای سارکوزی د متحدو ایالتونو پر دا ډول سیاست نیوکه کوی او وایي چې:” امریکایي سیاستوال د خپل ارز له کمزورتیا څخه په شعوری توگه گټه ترلاسه کوي، چې د خپلو صنعتي تولیداتو د صادرولو چانس زیات او د اروپایانو د سیالۍ پیاوړتیا کمزورې کړي” (Der Spiegel, Nr., 48, 2007, S.75).      همدا لامَل دئ، چې د متحدو ایالتونولوری د خپل ارز د ارزښت د راټیټدو په وړاندې هیڅ ډول هاند و هڅه نه کوي. د المان د الایانس Allianz د بیمې د ملی اقتصاد د څانگې د مشر، میشایل هېزی Michael Heise په اند: “کیدی شي هغه وخت د متحدو ایالتونو په حکومت او د هغه په مرکزی بانک اغیز زیات شي، کله چې د ډالر د جدی بې اعتمادی د کړکیچ په پایله کې، په زیاته پیمانه پانگه له دغه هیواد څخه تيښتې ته اړه شي. دغه گواښ تر اوسه نه تر سترگو کېږي، خو لا تر اوسه” (Der Spiegel, Nr., 48, 2007, S.87). داسی نښې نښانې نه تر سترگو کېږي، چې د متحدو ایالتونو دولت دې د ډالر د کمزورتیا په وړاندې څه تر سره کړي. ان د دغه هیواد ولسمشر، جورج بوش یوې غونډې ته په وینا کې داسی وښوده، چې ډالر له هیڅ ډول ستونزې سره مخامخ نه دئ او زیاته یې کړه:” موږ د یوه  پیاوړي ډالر غوښتونکي یو او دې همدا ډول سیاست د پلی کولو په لټه کې هم یو ” (Der Spiegel, Nr., 48, 2007, S.75).


که د ډالر ارزښت په لوی لاس (قصدی) ټیټ ساتل کېږي او که د هغه دغه کمزورتیا د تیرو اقتصادي سیاستونو د پایلې له امله دئ، هر څه چې وي، دا تر لمره روښانه حقیقت دئ، چې اوسمهال دغه ستر اقتصادي- پوځي ځواک له ژورو اقتصادي ستونزو سره لاس او گریوان دئ او ډالر د پیسو د بنسټیز واحد په توگه دغه ستونزې له ځانه سره د نړۍ نورو برخو ته لیږدوي. په دې تړاو د متحدو ایالتونو د مالیي پخوانی وزیر، جان کونالی John Connally ویلی و: ” ډالر زموږ پیسه، خو ستاسو ستونزه ده” (Der Spiegel, Nr., 48, 2007, S.75). نو ځکه اوسنی ستر ځواک هم لکه د تیر ستر ځواک، بریتانیا په څیر، په دې هاند و هڅه کې دئ، د جگړې د صادرولو له لارې خپل اقتصادي له منځه تلل وژغوري. د بریتانیا امپراتوری هم په ۱۸۷۰ کال کې له ژورو اقتصادي ستونزو مخامخ او له هغو څخه، د ژوغورنې په موخه یې د نړۍ په نورو برخو په تیره په سویلی افریقا کې جگړې پیل کړي (Engdahl, F. William, 2003, Nr. 1). له دغه میتود څخه په گټې اخیستنې سره متحدو ایالتونو هم د خپلې هژمونې، په تیره د اقتصادي برترې د ژغورنې په موخه په عراق او افغانستان کې په جگړو لاس پورې کړ. دغه هیواد غواړي په دې توگه، لکه څنگه چې په مخکنیو گرښو کې یادونه وشوه، د خپلې پوځي برترې په مرسته، هغه څه ترلاسه کړي، چې د سیاسي او اقتصادي وسایلو له لارې د هغو ترلاسه کول ورته نا شوني بریښي.


يادونه: که تاسو د لراوبر ويبپاڼي د خپرونو په اړه نظر لرئ ، په نظر پاڼه کي يې وليکئ


اخځ:


1- Engdahl, F. William: Ein neues „American Century“? Der Irak und die heimlichen Euro-Dollar-Krieg, 2003, in:


http://www.engdahl.oilgeopolitics.net/print/Ein%20neues%20Amerikanisches%20Jaj


2- Engdahl, F. William: Mit der Ölwaffe zur Weltmacht, Der Weg zur neuen Weltordnung, Wiesbaden, 2003


3- Altvater, Elmar: Von der Währungskonkurrenz zum Währungskonflikt: Was passiert, wenn das Erdöl nicht mehr in Dollar, sondern in Euro fakturiert wird? 2003, Österreich


4- Der Spiegel, Nr. 48, 2007


5- VIZ: Handbuch für Internationale Zusammenarbeit, Bd.1 I0002 Übersichten, Gesamtdarstellungen. Allgemeines Strukturdaten der Unterentwicklung, Baden – Baden 1993


6- Die Zeit, Nr.42, 07.10.2004, in:


http://zeus.zeit.de/bilder/2004/42/wirtschaft/auslandsschulden_240gif


7- Guérot, Ulrike: Die Wirtschafts- und Währungsunion, 2004, in:


http://www.weltpolitik.net/Sachgebiete/Europäische%20Union/Politikfelder/Wirtscha


8- Gabler Wirtschaftslexikon, 13. Auflage, 8 Bänden, 1993,


9- M., Massarrat: Öl und Geostrategie, Der Irak-Krieg war mehr als ein Währungskrieg, 2003, in:


http://www.stayfuned.at/sig/0032/32889.html


10- Steingart, Gabor: Weltkrieg um Wohlstand, in: Der Spiegel 37/ 2006 (S.44-75)


http://www.lexisnexis.com/de/business/delivery/PrintDoc.do?fileSize=100905&jobHandle=184


11- Vertrag über Europäische Union (Maastricht Vertrag), in:


http://www.bundesregierung.de/Webs/Breg/DE/Homepage/home.html


12- C. Haydt / T. Pflüger, J. Wagner: Globalisierung und Krieg, 2003, Hamburg


13- Kennedy, Paul: Aufstieg und Fall der Grossen Mächte, Frankfurt am Main, 1994


14- http://de.wikipidia.org/wiki/Euro


15- Berliner Zeitung, Nr. 10, 12/13. 01. 2008


16- Berliner Zeitung, Nr. 34, 9/10. 02. 2008,


17- Spiegel Online, Nr. 1, in:  http://www.spiegel.de/wirtschaft/0,1518,518187,00.html


18- Spiegel Online, Nr. 2. in: http://www.spiegel.de/wirtschaft/0,1518,518028,00.html


19-Arvid, K, in: Spiegel Online, Nr. 3. in: http://www.spiegel.de/wirtschaft/0,1518,518636,00.html


20- خبر گزاری فارس Fars News Agency, in: http://www.farsnews.com/printable.pfp?nn=8608270583