دشمالي کوريا لپاره دامريکاځانګړي استازي دسويلي کوريا دبهرنيوچارو له وزيرسره ليده کاته وکړه .
رپوټونه وايي ايسټيفن بازورک دچهارشنبې په ورځ دسوېل کوريا دبهرنيوچاروله وزيرسره ددغه ليدنې څخه موخه دشمالي کوريا سره دچلند او اړيکې جوړول په ګوته کړي .
ديادولو وړده چې (بازورک) ددغې لېدنې مخکې هيله څرګنده کړې وه چې دشمالي کورياداټومې بټيوپه اړه به په نږدې راتلونکي کې مهمي غونډې جوړې شي .
په ورته وخت کې يوې ډلي چې دجګړي ضد دي دسويلي کوريا دبهرنيوچارو وزارت ودانۍ ته يې لاس په لاريون پوري کړ او له شمالي کوريا سره يې دسويلي کوريا دسويل په موخه دخبرو اترو غوښتونکې شول .
اخو سويلي کوريا په پام کې لري ترڅودشمالي کوريا داټکليز بريد په وړاندې دچمتوالي په موښه دسمندري ځواکونو دوه ورځنى پوځي پريټ ترسره کړي .