کور / تازه خبرونه / اسټراليا: ځينې سيمې د ډوبېدو په حال کې دي

اسټراليا: ځينې سيمې د ډوبېدو په حال کې دي

په اسټرالياکې دوروستيو سيلابونو راوتو له امله ددغه هيواد په شمال ختيځ کې يوشمير د ډوبيدو په حال کې دي .
درپوټونو له مخي راک همپتون نه څيرمه دنږدي اتيا زره اوسيدونکې دتګ راتګ له ستونزو سره مخ دي او دمګړۍ تګ راتګ دبيړنيو مرستو دبيړيو په واسطه ترسره کيږي .
.اټکل کېږي چې د چهارشنبې په ورځ به په دې سيمه کې سېلابونه نور هم زور واخلي.
ويل کيږي د اسټراليا په کوينلنډ ايالات کې دجرمني اوفرانسي دمساحت په اندازه په سيمه کې درنو بارانونو دګڼ شمير سيندونو سطح دومره لوړه شوي چې په تاريخ کې سارى نه لري .
ديادونې وړده دې بې سارو بارانونو د اسټراليا سړکونو او بندرونو ته زيان اړولی، د سکرو صادرات يې ځنډولي او پراخې کروندې يې ويجاړې کړې دي